ټولنیز ژوند زده کړې ګټه وټه

دنده که کاروبار؛ کوم یو، موږ او ټولنې ته ډیره ګټه لري ؟!

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: غازي عابد

د یوه کاروبار پر مخ وړل خپله یوه دنده ده، خو دلته له کاروبار یا Business او دندې یا Job نه دوه جدا اهداف او ماناوې اخلو.

کاروبار یعنې په خپله یو څه تولیدول او خرڅول، یا تولید شوي شیان په خپله سرمایه له یوه ځایه بل ځای ته وړل یا په یوه کار کې د ګټې په موخه شتمني بندول.

خو دنده مانا د بل له لورې په تولیدیدونکي کار کې مشخصاً د معلوم معاش په مقابل کې کار ترسره کول، یعنې دلته له خپلې مشخصې دندې چې ټاکلی مز یې په مقابل کې درکول کیږي، پرته نور هیڅ صلاحیت، عاید او مسوولیت نشته.

کاروبار ښه دی او که دنده لرل؟
لومړی خو چې موږ د کاروبار خبره کوو، ذهن ته مو پراخه مانا راځي، ځکه کاروبارونه مختلف دي، ځیني ډیر پراخ دي چې د پانګوال یا اصلي مالک ترڅنګ په کې نور خلک هم مصروفه وي، خو دنده کې مو ذهن ته په معلوم وخت کې، معلوم کار د معلوم معاش په مقابل کې کار ترسره کول، ذهن ته راځي.

که کاروبار ولرو، موږ به څو ګټې وکړو؛
۱- کار کې به خپلواک یوو، یعنې د هیڅ چا تر امر او تسلط لاندې به نه یوو، په ازاد ډول سره به خپل کار چې څنګه غواړو ترسره کوو یې.

۲- له کاره ترلاسه کیدونکي ګټه به موږ خپل جیب ته ځي، نو که موږ خولې تویې کړي وي او یا هم ډیر کار مو کړی وای، دا کار به زموږ د کار د لا پراختیا سبب شوی وي.

۳- موږ به څو نورو اشخاصو ته هم د کار زمینه برابره کړي وي، ځکه هر کاروبار یوازې د مالک په وسیله نه ترسره کیږي، بلکې اړتیا ده چې په هغې کې متخصیصین خلک وګمارل شي، نو چې کله نور خلک ګمارل کیږي، دا هم زموږ شخصي اقتصاد ته ګټه رسوي، هم د کارکوونکو او هم په ټولنه کې بیکاري له منځه وړي. ترڅنګ یې ټولنې ته ارزانه، اسانه او خپل تولید وړاندې کولی شو.

۴- موږ به په عموم کې په داخل د هیواد کې خام مواد په پخو بدل کړي وي، ځکه ډیر کله زموږ د خپلو کاروبارونو د نه شتون له امله ډیر شیان چې په اندک ډول سره موږ پرې کاروبار کولی شو، رانه بهر ته لیږدول کیږي چې وروسته همدا شیان په لوړ قیمت بیرته راوړل کیږي، نو که خپل کاروبار ولرو، له دې به خلاص یوو چې د نورو هیوادو تولید راوړو، د هغوی سیاسي، کلتوري او نور ټولنیز فشارونه ومنو او خپله پانګه هم بهر ته صادره کړو.

۵- عاید دې ثبات لري. د کاروبار یوه بله ښیګڼه دا ده چې موږ ته په دوامداره ډول ګټه رسولی شي، مثلاً که زما کاروبار وي، زه ناروغ شم یا بل مشکل راته پیدا شي، زه نورې لارې لرم، مثلاً یو بل کس ورته د ځانګړي معاش په مقابل کې ګمارم، کار به روان وي او خپله استراحت کوم….

۶- په شخصي کاروبار کې خپله رییس یې، هیڅ اړ نه یې چې د نورو (هو) او (نه) واورې، بلکې خپله خوښه دې ده، چې څنګه درته مناسب ښکارې هماغسې به مخته ځې. یعنې هیڅ ډول تشویش او ډار به درپسې نه وي.

۷- هیڅ تقاوعد نه لرې. په خپل کاروبار کې هیڅ تقاوعد نشته، ځکه کار دې خپل دی او څوک حق نه لري چې تا تقاعد کړي، تر وخته چې یې غواړې کولی یې شې.

۸- خپل کاروبار سره دې خپل ځان لا نور ټولنې ته پيژندلی او مشهورولی شې او په اصطلاح په ټولنه کې دې نیک نوم پاتې کیږي.

۹- په خپل کاروبار کې به په دې پوه شې چې څنګه رهبرۍ وکړی شې، دا هم در زده او تجربه شي چې څنګه یو ټیم سمبال کړې.

که دنده ولرو؛
۱- په دنده کې له معلوم معاش پرته موږ نور څه نه شو ترلاسه کولی، ځکه یوازې کارکوونکي یوو او هوکړه مو کړې چې د معلوم کار په مقابل کې به تنخوا ترلاسه کوو.

۲- زموږ اقتصاد نه شي پیاوړی کیدای او پرمختګ نه شو کولی، هغه ځکه چې ورځ تر بلې اړتیاوې ډیریږي، لګښتونه زیاتیږي او زموږ مشخصه تنخوا په دوامداره ډول دا هر څه نه شي پوره کولی.

۳- په نده کې موږ یوازې ځان ساتو، ځکه موږ هیڅ په واک کې نه لرو، نو په ټولنیزه کچه هم ښه نه شو ثابتیدای، له دې امله چې خلکو ته مو ښه خدمت نه دی کړی او یوازې ځان مو ساتلی او بس !

۴- په عمومي کچه مو د هیواد تولیدي او اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته نه ده کړې، ځکه موږ یوازې له خپل معاش ټکس ورکوو، هغه هم ډیر کله د فساد له امله نه ورکول کیږي، نور زموږ له ژونده دولت ته چې اصل ملت ته ورکول کیږي، موږ ډیرې پیسې نه ورکوو چې په چارو کې مرسته وکولی شي، خو په کاروبار کې به موږ د خپل کاروبار په اندازه مالیه، کرایه او نور څه دولت یا افرادو ته ورکوو او ورسره د څو خواوو ژوند و کار روانیږي.

۵- دنده کې عاید ثبات نه لري، ځکه ممکن نن دې وظیفه وي، سبا هغه اداره بنده شي یا ته ورته مناسب نه وې یا کومه ستونزه، ناروغي بل بل مشکل پیدا شي او دنده له لاسه ورکړې.

۶- په پردۍ دنده کې دا چانس نه برابریږي چې ټیم او ډله رهبري کړې، ځکه ویریږې به که غلطې وکړي، ممکن دنده له لاسه ورکړې.

۷- که په دنده کې څومره هم خوله تویه او خواري وکړې، ښه نوم یا ګوډ ویل به له تا د هغې ادارې او کمپنۍ ډیر وي.

۸- دنده کې تقاعد شته، که ټاکلی عمر دې پوره کړ، نو بیا دنده نه شې کړی او تقاعد کیږې به.

۹- تل به د بل چا لپاره (هو) او (نه) کوې، یعنې دې ته به په تمه یې چې بل څوک درته امر وکړي.

څنګه کاروبار؟
له بدمرغه افغانان او بیا نوي ځوانان فکر کوي چې کاروبار یوازې دا دی چې له بهرنیو هیوادونو موټرې راوړې، د فروټو غټ کاروبار ولرې… او دا هر څه فکر کوي چې همداسې غټ په لاس ورځي، خو په دې یې فکر نه دی کړی چې هر ستر کاروباري، پیل له همدې یوې او دوو افغانیو کړی او بلاخره ستر کاروبار ترې جوړ شوی.

که ته ښار ته ځې او الوګان اخلي او هغه په کراچۍ اچوې او بازار کې یې خرڅوې دا ستا کاروبار دی، ځکه ته چې په کې بلدیږې، نو نورې لارې او ګودرې هم درته معلومیږي، مثلاً نن په ښار کې په کراچۍ رومیان پلورې، سبا له ځانه سره وایې چې که دلته رومیان واخلم، بل ولایت او سیمې ته یې یوسم، نو له دې به څو چنده ګټه وکړي، همداسې ورو ورو ان تر هیوادونو او نړۍ سوداګري رسیږي، کنه هغه لوی سوداګر او پانګوال چې په نړۍ کې میلیاردران دي، د هغوی تاریخ ولولئ، هغوی له همداسې اندکو کاروبارونو لوی لوی بیزنسونه جوړ کړل او دا دی اوس میلیاردران دي.

نو شرم مه کوئ، که ممکنه وي هر څومره کوچنی کاروبار چې مو تر وسه وي پيل او د راتلونکې لوی پانګوال، مرسته کوونکي او نوموتی شئ !

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد