اقتصاد ټولنیزې مسالې د ګټې خبرې شخصي وده

د کاري مرکې (۱۰) مهمې پوښتنې؛ ځوابول يې ستاسې بریا ۹۰ سلنه تضمینوي

 

لیکوال: جی ټوډ
ژباړه: شاهین

د دندې موندل اسانه کار نه دی. کاري مرکه يې له سټریس او فشار ډکه وي. دا چاره هغه وخت نوره هم ستونزمن شي، چې کله تاسې په انټرویو کې له داسې پوښتنو سره مخ شئ، چې هیڅ امادګي ورته نه لرئ.

له نیکمرغه، چې زیاتره کاري مرکې یو ډول فارمټ او شکل لري او پوښتنې يې هم سره ورته وي.

موږ تاسې ته دلته لس ۱۰ هغه عامې اما اړینې پوښتنې راټولې کړي، چې د انټرویو پر مهال حتمن پوښتل کیږي، او ځوابول يې ستاسې بریا ۹۰ سلنه تضمینوي.

۱ـ د خپل ځان په باره کې راته ووایئ؟

استخدام وونکي همیشه د مرکې په پیل کې همدا پوښتنه کوي. ددوې غواړي، ددې پوښتنې په ځواب سره ستاسې شخصیت معلوم کړي او هم ومومي، چې ایا تاسې ددوې د ادارې لپاره وړ کس يۍ او کنه.

څنګه دا پوښتنه ځواب کړئ؟!

– خپلې علمي لاس ته راوړنې، کاري تجربې او موخې په څرګندو ټکو بیان کړئ.

– له څه شې سره دلچسپي لرئ؟ او کومې لاس ته راوړنې لرئ؟ دا هم ووايئ، خو پام مو وي، چې دا ټول باید مرکه کوونکی مثبت اغیزمن کړي.

– هڅه مو باید دا وي، چې خبرې مو ګنګس کوونکې نه وي.

۲ـ څه مو هڅوي؟!

اداره ددې لپاره دا پوښتنه کوي، چې پوه شي، ایا ستاسې د هڅونې موټو او عناصر ددندې سره سر خوري او کنه.

ددې پوښتنې ځواب به تاسې دندې ته په کتو ورکوئ. د مثال په ډول یو نرس او ډاکتر په دې خوښ وي، چې د خلکو سره مرسته وکړي.

ددې پوښتنې لپاره کوم سم او ناسم ځواب نشته؛ بس یواځې همدومره، چې صادقانا ځواب ورکړئ.

۳ـ ولې موږ باید تاسې ته دنده درکړو؟!

له دې پوښتنې د ادارې اصلي موخه داده، چې معلومه کړي ایا تاسې د یادې دندې په اړه پوه یئ او تاسې ورته څنګه او ولې ځان وړ بولي.

دا پوښتنه داسې ځواب کړئ:

– په غټو ټکو ځواب ورکړئ.

– ورته وښايئ، چې تاسې د دندې او ددوې د ادارې په اړه کافي معلومات لرئ.

– ورته ووايئ، چې څنګه تاسې په بریالیتوب سره دا دنده مخ ته وړلای شئ.

– د خپل اوسني او پخواني ریس او ادارې څخه شکایت مه کوئ.

۴ـ ولې غواړئ، موږ سره کار وکړئ؟

دا او پورته دوه پوښتنې سره تقریبا ورته دي. دلته هم د ادارې موخه داده، چې پوه شي، تاسې د هغوې د ادارې او دندې په اړه څومره معلومات لرئ.

تاسې باید ددې پوښتنې له ځوابولو وړاندې، د ادارې په تاریخچه، فلسفه، او کاري ساحه پوره پلټنه کړې وي.

– د کار په ساحه کې خپلې موخې ورته ووايئ.

– ډاډ ورکړئ، چې تاسې باوري يئ، چې د هغوې د ادارې لپاره یو وړ او مناسب کس يئ.

۵ـ ستاسې د ځواک ټکې کوم دي؟

دا پوښتنه چې څومره ساده ښکاري، هومره سخته ده. دلته مرکه کوونکی غواړی پوه شي، چې ستاسې د قوت ټکې او پوهه د دندې د اړتیا وړ ټکو سره څومره سر خوري. ددې سربیره غواړي دا هم معلومه کړي، چې ستاسې شخصیت او د ادارې اصول سره څومره ورته دي.

– داسې مه وايئ، چې تاسې د زیات کارکولو توانایي لرئ، تاسې پشتِ کار او ژمن يۍ.

– څرګند مثالونه وړاندې کړئ، چې څنګه مو په تیر کې چارې سمې مخ ته وړې دي.

– ځینې داسې خبرې او کیسې هم وکړئ، چې تاسې له نورو بیل کړي.

۶ـ څه خامیانې یا کمزوریانې لرې؟

دا پوښتنه د مخکینۍ پوښتنې معکوسه ده. صادقه اووسئ.

داسې يې ځواب کړئ:

– مه وايئ، چې تاسې هیڅ کمزوري نه لرۍ. داسې سړی مغرور ښکاري.

– هڅه وکړئ، چې خپلې داسې خامیانې ووايۍ، چې ستاسې د دندې ترلاسه کول له ګواښ سره مخ نه کړي.

– داسې یوه کمزورې دې ووایه، چې ته يې همدا اوس د له مینځه وړلو هڅه کوې.

– یو منفي ټکی په مثبتو ټکو ووايئ. لکه ووايي، چې تاسې ډير په جزئیاتو پسې ګرځئ.

۷ـ څنګه یو څوک د ټیم (ډلې) یو فعال غړی شي؟

دا پوښتنه زیاتره وخت مرکه کوونکی هغه وخت کوي، چې تاسې د یوې ډلې یا څانګې د مشر په توګه په دنده ګماري. دا غواړي، پوه شي، چې تاسې د ټیم د رهبرۍ وړتیا لرئ.

دا پوښتنه داسې ځواب کړئ:

– په کاري ګروپ کې د بریالي کار تجربې شریکې کړئ.

– د خلکو سره د اړیکو جوړولو او هغوې سره پښې اوبو ته کولو د مهارتونو په اړه وغږیږئ.

– د ځینو سازمانونو او ډولو د غړیتوب په اړه ورته وايئ؛ آن که د سپورت کوم ډله هم وي.

۸ـ غواړئ ۵ کاله وروسته، چیرته او څنګه خپل ځان ووینئ؟

دا پوښتنه اداره ددې لپاره کوي، چې پوه شي، تاسې له ادارې سره څومره د کار لیوال یۍ. ددې سربیره دوې غواړي، دا معلومه کړي، چې تاسې څومره متغیر يئ.

د هرې ادارې لپاره دا ګرانه وي، چې هره ورځ دې نوي کسان په دنده وګماري. نو ځکه دوې داسې کسان په دنده ګماري، چې سبا د یو کوچنې تغیر په راتلو سره دوې په نیمه کې پرینږدي.

دا پوښتنه داسې ځواب کړئ:

– له موقعې ګټه پورته کړئ. خپلې موخې داسې مطرح کړئ، چې فکر وشي، ټولې همدې اداره کې موندونکې دي.

– هڅه مو باید دا وي، چې خپل رول داسې وښايئ، چې د همدې دندې سره چې تاسې ورته انټرویو ورکوئ، سر ولګوي.

– خیر دا هم ووايي، چې ۵ کاله وروسته غواړئ، له اوسني وضعیته مخکې ولاړ شئ. د بیلګې په ډول غواړئ، د ډیپارټمینټ له رهبرۍ، د عمومي مدیر پوزیشن ته پرمختګ وکړئ.

– مه ډاریږئ. ووايي، چې تاسې د بریالیتوب او مخکې تګ کلک هوډ او تمه لرئ.

۹ـ د څومره معاش تقاضا لرئ؟

دا پوښتنه په زیاتو مرکو کې کیږي. ځینې يې ځوابوي او ځینې يې له ځوابوولو ډډه کوي. که تاسې يې سمه ځواب کړئ، ښه خبره ده.

دلته د ادارې موخه داده، چې پوه شي تاسې ددې پوزیشن او یا هم ورته دندو د معاش په اړه څومره پوهیږئ.

دا پوښتنه داسې ځواب کړئ:

– ځان ډاډمن کړئ، چې تاسې د ورته دندو د معاش په رینج (اندازه) خبر يئ.

– اړ نه يئ، چې د معاش مشخصه اندازه ووايئ؛ بلکې رینج ووايئ، چې له دومره نه تر دومره پورې تاسې قناعت کوئ.

– مخکې له دې چې خپل معاش ووايئ، ورته وايي، چې له معاش سربیره نور څه درکوي –روغتیايي بیمه، کور، موټر او که نور څه.

د بیلګې په ډول ووايئ: خوښ شوم چې په دې تړاو مو وپوښتلم. ما له دې وړاندې هم ورته دندې مخ ته وړي. که تاسې راته د میاشتې له 3,000 تر 3,500 ډالرو راکړئ، په خوښښۍ به يې ومنم.

۱۰ـ تاسې هم له موږ کومه پوښتنه لرئ؟

دا پوښتنه ډیر کله د مرکې په پای کې پوښتل کیږي. دا پوښتنه دوه ګټې لري:

لومړی، هغه مسایل، چې د مرکې پر مهال یاد نه شول او یادول يې ضروري وه، تاسې يې یاد کړئ.

دوهم، مرکه کوونکي ته تاسې ښايۍ، چې خپله تاسې څومره د یادې دندې او ادارې په اړه جدي او پلټوونکي يئ.

– کمه تر کمه یوه پوښتنه له وړاندې په ذهن کې درسره ولرئ.

– پلټوونکې پوښتنې هم د دندې او هم د ادرې په اړه وکړئ.

– که د مرکې پر مهال کوم ټکې درته ګونک وي، اوس يې وضاحت وغواړئ.

پایله:

له مرکې وړاندې تابیا او تیاری نیول، ستاسې باور لوړوي او تاسې مسترح ساتي. له دې سربیره، مرکې ته له پوره چمتوالي سره تلل، ستاسې بریالیتوب تر ډیره ډاډمنوي.
د مرکې پر مهال ممکن تاسې د توقع خلاف ځینو پوښتنو سره مخ شئ، خو که تاسې پوره چمتوالی ولرئ نو موږ ډاډه یو، چې تاسې په پوره جرائت هر ډول پوښتنه ځوابولای شئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */