اقتصاد کلتور او هنر

د کاري مرکې مرکې پر مهال څو ډیرې عامې تیروتنې

د یوې دندې لپاره به دې زده کړې، تجربه، اسناد او سې وي ومنل شي، شارټ لیسټ به هم شي، خو دا ټولې خبرې په کار مرکې یا (job interview )تمامیږي.

دا هغه څه دي چې د دندې د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو مهمه ازموینه بلل کیږي.

یو څیړنیزې ادارې چې د حرفوي سابقې په جوړولو کې کار کوي، د استخدام له ۲۶۰۰ مدیرانو سره مرکې کړي، او ددوی څخه یې د هغو تیروتنو په اړه پوښتلې چې د کار لپاره مرکه ورکونکې یې د کاري مرکې پر مهال کوي.

دا څو تیروتنې تر ټولو عامې ګڼل شوي دي.

اضطراب، وارخطايي
د باور او پر ځان د اعتماد کموالی د مرکې پر مهال د اضطراب او وارخطايي سبب کیږي. سپارښتنه داده چې د هغې کمپنۍ په اړه ښه ډیر معلومات راټول کړئ چې د کار لپاره په کې مرکه ورکوئ. څومره چې ددې ادارې د کار د بېلابیلو اړخونو په اړه معلومات ولرئ، هو مره مو اظطراب کمیږي.

دروغ ویل
په دې څیړنه کې معلومه شوې چې له درې برخو دوه منیجنران، هغه کسان نه نیسي چې ورته څرګنده شي، مرکه ورکونکی په کومه خبره کې درواغ وايي.

ټیلفون کارول
لسګونو منیجنرانو ددې څيړنې ترسره کونکو ته ویلي هغه کس به هیڅ ونه نیسي چې د مرکې پر مهال ټیلفون ته ځواب ووايي، میسج ته ځواب ووايي، او یا خپل سمارټ فون ته ګوري.

دا هم ډيره غیرې مسلکي ښکاري چې د مرکې پر مهال د د ټیلفون زنګونه شروع شي. نو مرکې ته تر تلو مخکې خپل ټیلفون ګل کړئ.

مغرور ښکاریدل
په داسې حال کې پر ځان اعتماد د مسلکي بریا لپاره حیاتي دی، خو د اعتماد، او غرور ترمنځ توپیر باید و اوسي او په دې باید پوه شئ. له هغو منیجرانو چې په دې اړه ورسره مرکې شوي، په سلو کې نهه پنځوسو یې ویلي چې که څوک ورته مغرور ښکاره شي، دنده به ورنه کړي.

نامناسبې جامې
که څه هم د مرکې لپاره د ډیرو ځانګړو جامو اغوستل ضرور نه دي، خو ښه ده چې پاک ، لوکس او ښه ښکاره شئ. البته که له حده زیاته خوارې پر ځان وکړئ دا هم کیدای شي ستاسي اصلي بڼه بیخي بدله کړي او له تظاهر ډک ښکاره شئ.

ناوخته تګ
ناوخته تګ ډيرو ادارو او کمپنیو کې سخته نامسلکي کړنه ګڼل کیږي. بلکې کستاخي یې بولي. نو که مرکې ته ناوخته ورشئ که کوم پوخ او منونکی دلیل ونه لرئ، څوک دنده نه درکوي.

د سترګو د تماس نشتوالی
ضرور نه ده چې د هغه منیجر په سترګو کې ننوځې چې درسره د کار لپاره مرکه کوي، خو ښه ده چې د اړتیا پر مهال له اعتماد ډک کاته ورسره تبادله کړئ او وخت ناوخت د ځینو خبرو پر مهال ورسره په یو څه موسکو شونډو سترګې په سترګې شې.

ناکراری او ستړیا
په دې څیړنه کې چې کوم منیجنرانو سره مرکې شوي ، ترې څرګندیږي چې په سلو کې اویا هغو کسانو دندې نه دي ترلاسه کړي چې د مرکې پر مهال په څوکۍ کې ناکراره او ستړي ښکاریدل. نو تر مرکې مخکې ښه خوب وکړئ او د مرکې پر مهال تازه او له انرژۍ ډک اوسئ.

د اشارو ژبه مو سمه کړئ
که لاسونه سترګې او سر د خبرو پر مهال خوځوئ نو هڅه وکړې چې د بدن د حرکاتو ژبه مو مناسبه او سمه وي. ناسم بدني حرکات د ډيرو مرکه ورکوونکو لپاره ددې سبب شوي چې غوښتونکې دنده تر لاسه نه کړي.

موسکا له یاده مه باسئ
ګڼ مرکه ورکونکي ځکه دندو ته نه دي ګمارل شوي چې د کارې مرکې پر مهال یې دا هېر و چې موسکا هم د ژوند برخه ده. دوی په خپلو خبرو کې ډیر جدي و او موسکا یې نه کوله. نو د کارې مرکې پر مهال موسیدل مه هیروئ .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */