امریکا: ایران د ترهګرۍ تر ټولو ستر حمایه کوونکی دی

د ایران او امریکا تر مینځ ماتې ګوډې اړیکې د لا ویجاړۍ په درشل کې دي. د متحده ایالاتو لوړ رتبه دفاعي چارواکي جیمیز ماټیس ويلي، چې ایران د ځمکې پر مخ د ترویزم تر ټولو لوی تمویلونکی هیواد دی.

د امریکا د دفاع نوي وزیر دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغې وکړي، چې د ډونالډ ټرمپ حکومت پر ایران د بالستیک توغندیو د ازمایلو په سر یو لړ نوي بندیزونه ولګول.

د ایران حکومتي چارواکي وايي، چې انقلابي ځواکونه يې میزایل، رادار، سایبر امنیت او نور دفاعي سیستمونه چیک او ازمایي.

د ایران د انقلابي ګارډ قومندان امیرعلي حاجیزاده ویلي: ((موږ د ایراني ملت د خوندیتوب لپاره شپه او ورځ کار کوو))

د امریکا دفاع وزیر دا ونه ویل، چې په منځي ختیځ کې به ایران سره د مقابلې لپاره د نورو ځواکونو اړتیا وي او که څنګه.

په ایران د امریکا په تازه بندیزونو کې ۱۳ افراد او ۱۲ ایرانۍ کمپنۍ شاملې دي.

په ۲۰۱۵ کال د اوباما له لوري په ایران له اقتصادي بندیزونو وروسته، دا لومړي بندیزونه دي، چې د ډونالډ ټرمپ اداره يې پر دغه هیواد لګوي.

ښاغلي ماتیس ویلي، چې ډونالډ ټرمپ به د اوباما په پرتله د ایران په وړاندې جدي او سخت دریځ ونیسي.

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړې :
((ایران د نړۍ یوازینې هیواد دی، چې په لویه کچه د ترهګرۍ حمایه او ملاتړ کوي. له لبنان نه واخله تر سوريې او بیا تر بحرین او تر یمن پورې؛ موږ د ایران سرغړونې او بدسلوک لیدلی دی.))

ایران د ټرمپ له لوري په خپل هیواد تازه بندیزونه غندلي او دا يې د اوباما ادارې سره د شوې موافقې څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دوې به هیڅکله خپله وسله د بل چا په وړاندې ونه کاروي. دوې یوازې د خپل ځان څخه د دفاع چمتوالی نیسي.

ایران هم هغه امریکايي پهلوانان ایران ته نه ورپریږدي، چې په دغه هیواد کې د فیبروي میاشتې د ۱۶ او ۱۷ نیټې سیالۍ ته وربلل شوي وو.

ښاغلي ټرمپ د ایران او د نړۍ د شپږو هیوادونو ترمنځ د تهران د اتومي پروګرام په اړه شوی توافق د انتخاباتي مبارزو پر مهال بیا بیا یو ناورین او بده معامله بللې او ژمنه يې کړې وه، چې واک ته د رسیدو سره سم به يې غم وخوري.

د ټرمپ په وینا چې اوباما پر ایران مهربانه و، خو ایران يې په قدر پوه نه شو.
ایران یو د هغه ۷ اکثریت مسلمانو هیوادو څخه دی، چې ټرمپ یې پر وګړو امریکا ته د د سفر بشپړ بندیز لګولی دی.

له یاران څو نور مطالب:

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */