اقتصاد مخکښان

د چينايي شتمن ( جک ما ) د برياليتوب رازونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس

جک ما د اوسني عصر د برياليو کسانو له ډلې څخه دی، هغه په هڅو وشو کولی چې د انګليسي ژبې له معلمۍ څخه د چين د شتمنو کسانو له ډلې څخه شي.
نوموړی د علي بابا بنسټ ايښودونکی او مالک دی، هغه شرکت چې په انلاين بازار کې د امازون نړيوال شرکت سيال شمېرل کېږي. جک هغه څېره ده چې د دغه بريالي شرکت (علي بابا) تر شاه ده.
د دې ليکنې په دوام کې به تاسو سره د جک ما د برياليتوب ۵ رازونه شريک شي.

۱) د اړيکو له قدرت څخه کار واخلئ
نننۍ نړۍ د خلکو ترمنځ يې اړيکې چورلټ اسانه کړې دي. جک ما هغه څوک وي چې د خپل ژوند په لومړيو کې يې دغه موضوع ښه درک کړې وه او له اندازې لوړه ګټه يې ترې واخېسته. هغه له لومړيو څخه نړيوال فکر درلود او د علي بابا د وېبسايټ په جوړولو سره يې خپلې طرحې، کړنلارې، برنامې او موخې د نړيوالو سره شريکې کړې.

۲) هغه څه چې په لاس کې لرئ ترې ګټه پورته کړئ او فرصتونه مه ضايع کوئ
جک په خپل کار کې په لږ تغيير سره وتوانېده چې ډېر نوي څه ترلاسه کړي. هغه په لومړيو کې د انګليسې ژبې يو عادي ښوونکی و، هغه وروسته پرېکړه وکړه چې د خپل مسلک په لږ بدلون سره د ژباړې مسلک ته مخه کړي. وروسته له يو څه مودې د هغه يوه ملګري نوموړی د انټرنېټ او وېب سره بلد کړ. جک ما له دې فرصت څخه لازمه ګټه پورته کړه او د خپل مسلک د ودې لپاره يې ترې اړينې ګټې واخېستې.

۳) له ماتې څخه مه وېرېږئ
بريالي کسان په دې باور دي چې د ماتې په نامه اصلا څه نشته او دا د مسير تغيير دی چې د هغوی په ژوند کې رامنځ ته کېږي. جک ما له يو دولتي شرکت سره همکاري درلوده، وروسته له يوې مودې هغه متوجه شو چې په دې دولتي اداره کې کاغذ پراني ده او نوموړي په دې اړه ښه احساس نه درلود. خو همدغه پېښه د دې لامل شوه چې نوموړی هلته د ياهو شرکت له مشر سره اشنا شي. نوموړې اشنايي د دې لامل شوه چې ياهو شرکت مشر په علي بابا کې يو ميليارد ډالره پانګونه وکړي. په پايله کې دا پېښه يوه ماته نه بلکې د جک په ژوند کې يو بريالی ګام و.

۴) کله چې کارونه مخ ته نه ځي، نو د تغيير په اړه فکر وکړئ
جک ما د دولتي ادارو سره په شراکت کې ډېر څه زده کړل. هغه متوجه شو چې ځيني کړنې او طريقې د هغه د شرکت په ګټه نه دي او د نو آوريو په لټه کې شي. سربېره پردې چې له دولتي شرکتونو څخه خصوصي پانګونې ته پاملرنې له جک ما څخه يو پوه او مسلکي شخص جوړ کړ، خو وروسته له يو څه مودې همغه دولتي شرکتونو د جک ما شرکت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او له جک ما څخه يې وغوښتل چې دوی سره د کسب او کار په برابرولو کې همکاري وکړي.

۵) راتلونکې ته هيله مندي، د پرمختګ وسيله ده
په کار کې نوښت يو او ورته دوام ورکول يوه کړنلاره ده. جک ما هم د نړۍ د نورو برياليو کسانو په څېر دا حقيقت درک کړی دی او په صبر او حوصلې سره يې خپل کار ته دوام ورکړ. هغه تل راتلونکې ته هيله من و او برنامه يې ورته لرله او هېڅکله يې له نړيوالو بازارونو څخه پاملرنه لرې نکړه. هغه په خپلې يوې مصاحبه کې ويلي: د علي بابا د شرکت د برياليتوب راز په اوږدمهاله پلانونو او ۱۵ کلنو هڅو پورې تړاو لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی