روغه سټه

که غواړئ په ۲۴ ساغتونو کې مو ځیګر پاک شي، نو دا عملي کړئ

لیکنه: ياران

ژباړه: نسیمه محمدي

ځيګر چې د بدن د با ارزښته غړو څخه شمېرل کېږي او مهمه ونډه لري، غواړو د اضافي وازدې د لرې کولو لپاره یې تاسې سره یوه آسانه او غوره حل لاره شریکه کړو.

په کور کې د ځیګر پاکول په ۲۴ ساعتونو کې د دوو مادو په مرسته !

اوس وخت کې ډېری خوړنیز رژيمونه کولای شي وزن کم کړي، خو که روزانه کمه کالوري ولرئ بدن مو کولای شي لوږه مړه کړي او د بدن د مغذي موادو د لاسه ورکولو له امله میتابولیزم کم شي. د پاکولو رژیم کولی شي ډېری نور منفي تاثیرونه لکه د اوبو کمښت، سټړیا، د زړه بدوالی، سر څرخي یا د غټو کولمو د ناروغیو سبب شي. د بدن پاکول له اضافي وازدې څخه د ځواني دانو او حتی نورو جلدي ناروغیو د درملنې لامل ګرځي.

په بدن کې د ځيګر مهمه ونډه

ځيګر د بدن یو له مهمو غړو څخه دی. ځیګر، د زهر جنو موادو په وړاندې لومړنی دفاعي ارګان دی. د یو فلټر په څېر عمل کوي او د خوړنیزو توکو زهریت څخه د وینې په جریان کې مخنیوې کوي. کولای شئ د لېمو او زیتونو د غوړو سره یې په ۷ پړاوونو کې پاک کړئ. یوه ساده پاکوونکې ده چې کولای شئ په کور کې د اولیه موادو سره تر سره کړئ. د بدن سره مرسته کوي چې د اوس او راتلونکې لپاره د زهرو له شر څخه خلاص شئ.

د ځیګر پاکولو لپاره غوره حل لاره

څنګه کولای شو په ۲۴ ساعتونو کې ځیګر پاک کړو؟
د اړتیا وړ توکي:
۱: مڼه
۲: لېمو
۳: نیم ګېلاس د زیتونو غوړي
۴: صافي
۵: ګیاه ملین
۶: د ګېلاس اوبه

د چمتو کولو طریقه

۱: ځان د فلتر لپاره چمتو کړئ. هر څومره چې کولای شئ مڼه وخورئ او حد اقل هر درې ورځې مخکې له دې چارې یو لیټر د تازه مڼې اوبه وڅښئ.

۲: لېمو پاک ووینځئ، د لېمو اوبه د یوې صافي څخه تېرې کړئ چې دانې یې جلا شي د نیم ګیلاس په اندازه د لېمو اوبو ته ضرورت لرئ لېمو په کافي اندازه وځبېښئ تر څو د اړتیا وړ اوبه ترې تر لاسه کړئ.

۳: نیم ګېلاس د زيتونو غوړي د اطاق په درجه کې کېږدئ.

۴: په مساوي اندازه د زیتونو خالص غوړي د لېمو د اوبو سره یو ځای کړئ او یو ګېلاس مخکې له ویده کېدو څخه وڅښئ.

۵: دا جوړ شوی مخلوط سمدستي وڅښئ ځکه، د زیتونو غوړي او لېمو ژر سره جلا کېږي. هڅه وکړئ جامد خواړه د ورځې له خوا ونه خورئ. کولای شئ د طبي بوټو چای، سوپ، د ترکارۍ سوپ او اوبه وڅښئ تر څو مو لوږه لرې شي.

۶: د ۳۰ دقیقو لپاره اوږده وغځېږئ. دا کړنه تاسې سره مرسته کوي تر څو د مخلوط د څښلو له امله تاسې ته زړه بد والی پيدا شي.

۷: د راتلونکې ورځې په سهار یو ګېلاس د ملین ګیاهي چای وڅښئ، وروسته د آلو اوبه، یا په خپله آلو وخورئ. آلو د کولمو د حرکتونو د تحریک او د بدن د مسموم کېدو لپاره وخورئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران