سیاست

د محلي ارګانونو ریيس چېرې دی؟

جیلاني پوپل ته په افغانستان کې د خاموش مدیر په سترګه کتل کېږي، سره له دې چې هغه د کرزي د حکومت میراث و، خو د اکرم خپلواک په څېر په دې حکومت کې هم د محترم شخص په توګه غني ته د قبوليت وړ وګرځېد. ده ته مالیه وزارت هم وړاندیز شو، خو علت څرګند نه‌شو چې هغه له مالیې وزارته په څه دلیل نټه وکړه.

وروسته له امریکا په دویم سفر کابل ته ولسمشر هغه ارګ ته وغوښت او تر اوږدو بحثونو وروسته یې هغه محلي ارګانونو ته ولېږه، اما خبره تر کال اوړي چې دی په امریکا کې دی او چوکۍ یې ډونډه ولاړه ده، البته چې سرپرست لري، خو چې نه د ریس استعفا منظوره شوې او نه هغه راځي؛ نو دا څه ډرامه ده؟

محلي ارګانونه اوس لکه یوه بې‌مسوولیته یاغي اداره هر څه یې بې‌ترتیبه او بې‌مدیریته دي، طبیعي ده چې یوه اداره مشر و نه لري یا یې مشر بې‌دلیله تر کال زیات ناسوب وي، هلته به څه ګډوډۍ نه وي؟

خلک په اکثرو ولایتونو کې د والیانو او ښاروالانو حتا د ولایتي شوراګانو له کړنو سر شکوي، په ولایتونو کې دا درې واړه ادارې د محلي ارګانونو تر مستقیم اثر لاندې فعالیت کوي، د کار جهت ورکول کېږي، کاري تداخل یې رفع کېږي او حتا نظارت د اوامرو تر حده د دې ادارې مکلفیت دی.

ستونزه دا ده چې اوبه له پاسه خړې دي، محلي ارګانونه اوس وخت تېروي، ماموران ځي لوړ معاشونه اخلي، د موټرو تېل مصرفوي، په دفترونو کې برېښنا لګوي، اما د دې هر څه نتېجه هسې د خرا سندره ده.

له یوې خوا ولسمشر خودخواه او په خپل ټیم غړيو بې‌باوره دی، د واک پر انحصار باور لري، که له دوستم، ضیا مسعود، عبدالله عبدالله یا نورو یې واک په چل تصاحب کړی ګټه یې کړې، اما له ځینو نورو اداري مشرانو د واک دا ډول انحصار د دولتي دستګاه په ضرر دی، ځکه چې هغه چارواکي نه مسوولیت مني او نه ځوابګو ګڼل کېدای شي.

محلي ارګانونه د والیانو له مقررۍ د میډیا له لارې خبرېږي، ولسمشر خپله د محلي ارګانونو مشر دی، نه محلي ارګانونه څوک ورته پیشنهادوي، نه هلته انټریو کېږي، نه پکې هغوی کوم نقش لري. ولسمشر د خپلو تعلقاتو او مصلحتونو پر بنا یو کس انتخاب کړي، د مرکې په نامه یو څه خبرې ورسره ردې بدلې کړي او بیا یې حکم امضا کړي، محلي ارګانونه د یو نامسول لوري په توګه په انجام شوي عمل کې واقع شي.

داسې مشرتوب د اکثره وزیرانو، ریيسانو یا والیانو له‌پاره سرخوږی دی چې مسولیت یې د دوی او صلاحیت یې د ولسمشر دی.

که ولسمشر پر خپلو مامورینو او ټیم باور نه لري، بیا دې تغیرات راولي او نوي کسان دې مقرر کړي اما که د باور وړ یې وي، بیا په کار ده چې صلاحیتونه یې انحصار نه کړي.

که بحث پخپله د پوپل شي، جالبه کیسه ده چې نه د خپلې استعفا جزیات خپروي او نه دفتر ته راځي، تنخواوې ورځي، امکانات یې په انحصار کې دي، موټر د ده په دربار ولاړ دي، خو د مسوولیت له مخې بیا فزیکي حضور نه لري. عجیبه ده، هغه ولې ولاړ؟ ولې بېخي بيا له منځه نه وځي؟

عجیبه ده چې نه یې شوای کولای یا ولسمشر نه پرېښود، بیا چا مجبور کړی و چې حالات داسې ګونګ پرېږدي او په امریکا کې خپل هاني‌مون وهي؟

ښه که خلک په ولایتونو کې له والیانو، له شوراګانو، له ښاروالانو شکایت ولري، ستونزې وي دوسیې وي؛ نو چا ته شکایت وکړي، له چا سره له کومې ادارې سره تماس ونیسي؟ خلک حیران دي، ولسمشر په ارګ کې ناست دی، والي کل دی، تر دې پنډو دېوالونو دا خلک څنګه ور تېر شي؟ هیڅ شونې نه ده چې هر وګړی دومره وړې ستونزې هم له ولایتونو ولسمشر ته ارګ ته ور وړي. ولسمشر خو له تدارکاتو او امنیتي جلسو نه را خلاصېږي؛ نو خپله دې قضاوت وکړي چې خلک چا ته شکایت وکړي؟

حکومت له دې اړخه په یو بحران کې دی، که ولایتونه فلج کېږي یو علت یې پخپله ولسمشر دی، هغه د قدرت د انحصار شوقي ولسمشر چې هیڅ چارواکی یې د اعتماد وړ نه دی. یو شخص ته سخته ده چې په یو وخت هم ولسمشر وي، هم اعلی سر قوماندان، هم وزیر هم والي… دا حالات بدلول غواړي او هله بدلېدای شي چې ولسمشر د خودخواهي دا چپنه له اوږو ټیټه کړي.

له بله اړخه که په قانوني معیار تحلیل شي، پوپل په خیانت او فساد تورن کېدای شي، دا هم له دولتي صلاحیته سو استفاده ده چې هاني‌مون یې خلاصيږي نه او له امریکا په محلي ارګانونو واکمني کوي یا لږ تر لږه چوکۍ یې بنده اچولې ده. که ملامت نه وي د استعفا جزیات دې میډیا ته ورکړي او که ملامت وي، بیا باید حساب ورسره وشي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */