سیاست له نړۍ

جان کیري او ایران؛ منتقدین یې ولې «اخوند کیري» ورته وایي؟

لیکنه: بشر درویش

لیکوال:ممدوح المهینی
ژباړن: بشر دروېش

د فیسبوک لپاره:
د جان کیري منتقدین باوري دي، چې له ټولو ښیګڼو سره د کیري د کمزورۍ یو ټکی د بهرني سیاست په برخه کې ایران و او دی. د دوی په نظر، کیري له دې کبله چې مشره لوریې(وانسا) ایراني ډاکټر( بهروز ناهید) ته واده ده، له ایران سره عاطفي اړیکه لري.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د مخکیني وزیر جان کیري، غوره دوره هغه وخت وه چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد په امر یې پر غوطې سیمې د بمبار پرضد وینا وکړه. ده په دغه وینا کې خپله غښتلیا وښوده او ۴۰ ځلې یې پرانساني ارزښتونو ټینګار وکړ.

کیري په دغه وینا کې د اسد رژیم په سختو ټکو وغنده. ده د «اخلاقي فساد» له بیا ـ بیا یادولو سره وویل، چې دا مسئله د نړۍ د هر انسان وجدان ځوروي.

د جان کیري له دغې وینا وروسته د نړۍ میلیونونه خلکو د اسد پر رژیم د امریکا د سختو پوځي بریدونو تمه لرله، خو د هغه ریس بارک اوباما له خپلو لوړپوړو کارکوونکو سره په سپینه ماڼۍ کې اوږده غونډه وبلله. اوباما پرته له دې چې جان کیري یې پرنقشې وپوهیږي، له ماسکو سره یې په سوریه کې پر تصفیې هوکړه وکړه. دا د اوباما لپاره ویاړمنې شېبې وې، له دې سره هغه په تاریخ کې عجیبه معامله وکړه.

جان کیري، د بل هر پياوړي دیپلومات په شان د اوباما دا توهین له پامه وغورځوه او په خندانه څېره یې له مذاکراتو وروسته نړۍ ته دا وښوده چې روسیې سره یې په ګډه د جګړې او وینې توییدو مخه نیولې ده. هغه رسنیو ته وویل چې سوریه له ټولو اټومي وسلو څخه تصفیه شوه.

خو خلک پوهیدل چې دا یوه غولونه ده، ځکه د اسد رژیم په سوریه کې وروسته د خپلو مخالفانو پرضد له خطرناکو وسلو ګټه واخیسته.

دغه وخت، د امریکا مخکیني حکومت او جان کیري ته د تاریخ ویاړمن پړاو نه و. جان کیري د دې باوجود چې د ایران په اړه یې توندې خبرې کړې وې، خو له ایران سره اټومي هوکړې ته کېناست. دغه هوکړه وروسته اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړیوالو په مخکې له منځه یوړه او بې پایلې یې کړه.

له سایکل څخه د جان کیري غورځیدو او لاس په امسا کیدو یې هم له ایران سره د ده د نیږدې والي هڅې اغېزمنې نه کړې؛ هغه په دغه وخت کې هم هڅه کوله څو په لږ وخت کې له ایران سره د اټومي مسئلې په اړه یې هوکړه رامنځته شي.

جان کیري، تراوسه هم له ایران سره د امریکا د نیږدې والي هڅې نه دي درولي؛ دی په وروستیو کې د دوه اړخیزو اړیکو له بیا ناندریز کیدو سره بیا میدان ته شوی. کیري اوس هم،د دیپلوماتیکو او سیاسي اصولو خلاف له ایراني چارواکو سره ویني، له همدې کبله خو د خپل ځای ناستي (بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو) او سناتور مارکو ربیو له نیوکو سره مخ شوی.

پمپئو او ربیو ویلي: غوره به وي، چې ښاغلی کیري د ایرانیانو له اړخه مذاکره چي وي.

جان کیري د خپلو خاطراتو په کتاب (هره ورځ غنیمت دی) کې له ایراني خارجه وزیر جواد ظریف سره، د بندو دروازو ترشا د خپلو مذاکراتو زیاتې کیسې کړي دي.

د کیري په یوه کیسه کې، له ایراني او روسي خارجه وزیرانو (ظریف او لاروف) سره د ده یوه کیسه یاده شوې، چې لاروف ظریف ته وایي:«ته واک لرې، چې وروستی وړاندیز ومنې؟» دا خبره د ظریف غرور ته زیان رسوي، هغه په غوسه له ځایه پاڅیږي او د صالون د وتو د دروازې پر لور ځي. کیري دغه وخت، له خپله ځایه منډه اخلي او د دې په ویلو سره، چې لاروف د توهین نیت نه درلود، د ظریف د راضي کولو هڅه کوي. خو د ظریف پخلاینه خپله بیه لري، هغه په ښکاره وایي چې د پخلاینې لپاره «شیریني» یانې ډېر امتیازات غواړي. له دې سره کیري د خپلې مذاکراتي ډلې پر لور ځي او ورسره په مشوره پر ایران ځینې بندیزونه کموي، څو ظریف د مذاکراتو دوام ته کینوي.

امریکایي لیکوال، ایلي لیک پخپله یوه لیکنه کې دغه کیسه لا له وړاندې د ایران او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو له لورې د کیري د لوبولو لپاره جوړه شوې توطیه ګڼي.

د کیري د ځینو منتقدینو په باور، هغه له ایران سره د اټومي هوکړې لپاره ډېره بېړه لرله؛ تردې چې دغه هوکړه یې د بیا ـ بیا اضافي امتیازاتو د ورکړې په بیه لاسته راوړل غوښتل.

د جان کیري منتقدین باوري دي، چې له ټولو ښیګڼو سره د کیري د کمزورۍ یو ټکی د بهرني سیاست په برخه کې ایران و او دی. د دوی په نظر، کیري له دې کبله چې مشره لوریې (وانسا ایراني ډاکټر بهروز ناهید) ته واده ده، له ایران سره عاطفي اړیکه لري.
د کیري منتقدین له دې کبله، هغه ته«اخوند کیري» وایي.

جان کیري په ۲۰۰۴ کې د ولسمشر کیدو هڅه وکړه، خو ناکامه شوه. د منتقدینو په نظر یې، هغه بیا هم د ولسمشرۍ خوبونه ویني او د پوره کیدو لپاره یې په تمه دی چې یوه لویه لاسته راوړنه ولري.

کیري فکر کوي، چې له ایران سره د ښه شناخت له کبله به د ده ښه لاسته راوړنه له دغه هېواد سره د اوږدمهاله جنجالونو ختمول وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي