سینما او موسیقي

مشهورې امریکایي سندرغاړې دریم واده هم وکړ

مشهورې امریکایي سندرغاړې جینفر لوپز کوژدنه وکړه.

دا سندرغاړې جنیفر لوپز چې د نړۍ له مخکښو هنرمندانو شمېرل کیږي خپل پخواني ملګري او د بیس بال ستوري ایلیکس روډریګز سره کوژدنه کړې ده.

ایکسپریس نیوز خبرې ویپاڼه وایي، چې جنیفر لوپز او د بیس بال ستوري روډریکر د یوه بل سره خپله د دوه کالو د دوستۍ اړیکه د ژوند په ملګرتیا بدله کړه.

امریکایي سندرغاړې هم په ټولنیزه میډیا د خپلې کوژدنې تائید کړی او د ګوتمۍ په لاس کولو یو تصویر یې ورسره خپور کړی.

د دې تر څنګ نوموړې زیاته کړې؛ نیکمرغه ده چې د سفر ملګری یې وموند.

دغه امریکایي سندرغاړې جنیفر لوپز ۴۹ کلنه ده او د خپل نوي خاوند او بیس بال ستوري سره یې له تېرو دوو کلونو ملګرتیا درلوده.

د یادولو ده دې سندرغاړې تر دې وړاندې هم درې ځلې واده کړی و او دوو بچیانو مور هم ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی