اقتصاد

د سعودي په جده کې پسرلنۍ میلې زرګونه خلک ورمات کړي

د سعودي عربستان د جدي ښار چارواکي وايي، په دې ښار کې ” د جدې پسرلني میلې “ ته په تیرو لسو ورځو کې اته سوه زره کسان د سعودي له ۱۶ ښارونو او بهر څخه ورغلي دي.

ددې یو میاشتنۍ میلې جوړونکي هیله لري چې په یوه میاشت کې به دې میلې ته دوه میلونه کسان ورشي. میله د جنورۍ په ۲۶ پیل شوې او د فیبروري تر شپږویشتمې نیټې دوام کوي.

سعودي شیخان چې په نورو اسلامي هیوادونو کې د دا ډول میلو او جشنونو له جوړولو سره په مخالفت یادیږي په خپل هیواد کې یې په دې وروستیو کې خپلو وګړو ته د تفریح او ساعتیرۍ زمینې پراخې کړې دي.

د جدې په دې پسرلني فیستوال یا جشن کې عربي دود او کلتور هغه ګډونوالو ته ورپیژندل کیږي چې دې میله کې ګډون کوي. همدارنګه خلکو ته ددې زمینه هم برابره شوې چې له کورنیو سره دې میلې ته ورشي او په میله کې عربي دودیز توکي واخلي.

دا فیستوال د جدې د یو شمیر تجارتي او کلتوري مرکزونو یوې ټولنې جوړ کړی دی.

ددې فیستوال د عامه اړیکو مسول ربیع بن ظفر وايي، میله په پنځوس زره متره مربع سیمه کې جوړه شوې او ۴۰۰ تجارتي او کلتوري ادارې په کې نندارتونونه لري.

په دې کلنۍ میله کې تر ټولو ډیرې کډنوالې میرمنې او کورنۍ ښودل شوې دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */