ټولنیز ژوند طبیعت

جدیت ښه دی، خو ډیر جدي کیدل د بریالیتوب مخه ډب کوي

ژباړه: محمد عزيز پردېس

آيا د کار کولو څخه مو خوند اخلئ؟ آيا په کوم ځای کې چې اوس دنده لرئ، ترې خوشحاله ياست؟ آيا هر سهار په علاقې او مينې سره د کار په لور روانېږئ؟

د کاري مسائلو په اړه غلط تصورات کولی شي چې ستاسو د مخکې تګ مخه ونيسي. ښايي ځيني کسان په دې باور وي چې: ( تمه نه ده چې کار دې خوندور وي )، خو تاسو بايد غښتلی هوډ ولرئ او په پوره جديت سره کار وکړئ.

په دې برخه کې ترټولو لوی تصور دا دی چې: که جدي واوسو، خلک فکر کوي چې مهمه شخص يوو. خو په دې اړه فکر نه کوي چې له حده وتلی جديت ډېرې ستونزې هم ځان سره لري. لکه: سټرس، اضطراب، احساسي دردونه او ممکن هم ماتې خوړل.

که غواړئ ستونزې مو په ډېر جديت سره حل کړئ، دا د دې په څېر ده چې خپل موبايل مو خراب شوی وي او تاسو يې په چکش وهلو سره غواړئ جوړ کړئ.

کله چې ژوند جدي کېږي، د فرد ارزښت ټيټېږي او د موضوع پر سر به د هغه اغېز کم شي. که ژوند له اندازې څخه ډېر جدي ونيول شي، د افرادو ارزښت ښايي د صفر کچې ته ورسېږي. د جنون او جديت ترمنځ نېغه اړيکه وجود لري، په ژوندانه کې ستونزې او سختې شېبې هغه وخت رامنځ ته کېږي چې په کې جديت خپلې لوړې کچې ته ورسېږي.

د پخواني عصر ايټالويان واقعا په دې ښه پوهېدل چې په داسې حالت کې بايد څه کار ترسره کړي؛ هغوی په دې ښه پوهېدل چې د روان د درمان لپاره مُسکا غوره څيز دی.

که ژوندانه ته د غير جديت له ليد څخه وګورئ، ذهن مو کولی شي چې د ستونزو د حل لپاره روښانه انځور ومومي. په دې ترتيب سره به د ستونزو حل تاسو ته اسانه شي، شاوخوا کسان به درسره ډېره مرسته وکړي او احتمالاً اوږد او بريالی ژوند به ولرئ.
دا لاندې لارښوونې وازمايئ، ترڅو ځان ته مو وښيئ چې څنګه کولی شئ ژوند اسانه وګڼئ:

– له ځان څخه مو وپوښتئ: آيا په دې برخه کې له حده وتلی جديت کولی شي چې شرايط ښه کړي او بدلون پکې راولي؟

– په مثبتو ټکو تمرکز وکړئ. د دې موقعيت په تړاو څه مثبت ټکي موجود دي؟ له کومې بلې زاويې څخه کولی شئ چې ورته وګورئ؟ نورې حل لارې هم لري؟

– په خپل ژوند کې بشپړ او اساسي بدلون رامنځ ته کړئ. د بېلګې په توګه: خپلې زده کړې مجدداً له سره پيل کړئ، پرته له دې چې پکې زړه ووهئ، يو نوی شغل پيل کړئ او کسب او کار ته مو په بشپړ ډول تغيير ورکړئ.

– له ځان څخه مو وپوښتئ: زه به کله مړ شم؟ آيا په هغه وخت ک به په دې رضايت ولرم چې ولې مې په دې برخه کې دومره جدي برخورد کوه؟

– داسې يو کار وکړئ چې ټول شاوخوا کسان مو د راحتۍ احساس وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی