سپورټ نړیوال کرکټ

جایاسوریا د اې سي سي له خوا مجرم پېژندل شوی

د سریلانکا پخوانی لوبډلمشر او خطرناک کیڼ لاسی توپ وهونکی سېنت جایاسوریا د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په دې وجه مجرم پېژندل شوی، چې نوموړي د فساد ضد دوه مادې نقض کړي.

پخوانی لوبډلمشر او د سریلانکایي لوبډلې د غوراوې کمېټې مشر جایاسوریا د دوهمې، څلورمې، شپږمې او دوهمې ، څلورمې او ۷ مې مادې له مخې په دې وجه تورن او مجرم پېژندل شوی، چې هغه د کرکټ نړيوالې شورا د هغې څېړنې مخه نیولې او ځنډیې پکې رامنځته کړی، چې د سریلانکا کرکټ لوبډله کې د درغلۍ یا فساد په اړه وه.

ای سي یوُ د کرکټ نړیوالې شورا له خوا هغه څانګه ده، چې په کرکټ کې د فساد په اړه څېړنې کوي.

ای سي یوُ د اسټرالیا کاتولیک یونیورسېټي څخه اخېستل شوی لنډیزدی، دغه پوهنتون په ۲۰۱۶ م کال کې د چټک بالرانو لپاره د اوبتل یا سب مېرېن او مېزایلو د استولو ټېکنالوژۍ نه په ګټې اخېستنې یو فارمول وړاندې کړ، چې د چټک بالرانو د ټپي کېدو کچه راټيټه کړي، اوس دغه مېتود د کرکټ نړۍ والې شورا له خوا د فساد په چاروکې هم کارېږي.

نو د کرکټ نړیوالې شورا جایاسوریا له دې امله مجرم پېژندلی، چې نوموړي د تحقیق په پروسه کې ځنډ راوستی او یا یې هم د ځنډ لامل شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا سېنت جایاسوریا ته دوه اونۍ وخت ورکړی، چې خپل سپیناوی وکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې