خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه له نړۍ

د جاپانیانو د ژر نه ناروغه کیدو راز

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

چاپانیان د نړۍ له هغه خلکو دي، چې تل یې روغتیا نورو ته ښه ښودل شوې. اوس به له تاسو سره دا پوښتنه حتمي پیدا شوي وي چې د دوی د روغتیا راز په څه کې دی؟
د بدني او مغزي روغیتا لپاره ښه دا ده چې د چاپانیانو کړنې وڅارئ، چې دلته یې په اړه معلومات درسره شریکوو:

۱- د چاپان خلک سمندري خواړه خوري
سمندري خواړه د یو مناسب اندام درلودلو سربیره د انسان په روغتیا کې مهمه ونډه اخلي، چې چاپانیان د خوړو په لیست کې دغو خوړو ته ځانګړی پام ساتي.

۲- په وړو لوښو کې خواړه خوري
چاپانیان د ارپایانو په نسبت یو پر څلورمه برخه خواړه خوري.
که څه هم تاسو به د چاپانیانو د میزونو پر سر ډېر لوښې لیدلي وي، خو په دې لوښو کې خواړه کم وي، چې دا هم د ښه صحت لپاره یو لوی راز دی. ملطب دا چې که غواړئ ښه روغتیا ولرئ، نو پکار ده چې کم خواړه وخورئ.

۳- چاپانیان سویا خوري
سویا( سویابین) د چاپان د خلکو ځانګړي خواړه دي. څیړونو ښودلې چاپانیان له غوښو لبنیاتو او کلسترول لرونکو خوړو په اندازه استفاده کوي، او بدن ته د ضروت وړ مواد له ترکارۍ نه پوره کوي.

۳- چاپانیان د تورو غنمو له وړو ګټه اخلي
په سپینو وړو کې د نشاسته مواد ډیر وي، همدې لپاره دوی هڅه کوي چې له تورو غنمو ګټه واخلي. همدارنګه د وریجو له ډیر خوارک نه ډډه کوي، ځکه یې روغتیا هم ښه ده.

۴- شین چای څښي
د چاپان خلک له چای سره خاصه علاقه لري. د شین چای څښل په روغتیا ښه اغیزه لري. د کافئین چای او د قهوه په نسبت، شین چای د بدن اضافه وازګې په اسانۍ له منځه وړي. خو فکر مو وي چې د چاپان خلک شین چای له هل یعنې لاچي پرته نه څښي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي