کلتور او هنر

جام څلی او د نړیدو ګواښ – مصطفی سالک

اعلان

جام تاریخي څلی چې د افغانستان د غور ولایت په جام دره کې ولاړ دی، پخوا ترې د افغانستان خلک نه وو خبر او ایله څه باندې ۵۰ کلونه مخکې ترې خبر شول.

د افغانستان نومیالی تاریخپوه او لیکوال حبیب الله رفیع په خپل کتاب ( نندارتون ) کې د جام څلي د موندلو داستان په دې ټکو بیان کړی دی( د پنځوسو کلونو وړاندې خبره ده، له کابل نه د هرات په لور یوه الوتکه روانه وه، په الوتکه کې د کورنیو سپرلیو تر څنګ څو تنه لرغونپوه خارجي سیاهان هم ناست وو، په دوربین کې یې یوه خوا او بله خوا ننداره کوله تر بامیانو تیر شول، د ۵۸ متریز بودا ننداره یې وکړه، د امیر بند له شنه ډنډ نه یې خوند واخست، بیا وړاندې لاړل او کله چې د غور غرونو ته ورسیدل، هلته یې د غرونو تر منځ په یوه لوړ ښکلي مینار سترګې ولګېدې او له دې سره په دې مینار د افغانستان او نړۍ خلک خبر شول او په دې توګه دا څلی چې یوازې ځايي خلکو ته معلوم و ټولو وپيژانده او څیړنې یې پرې پیل کړې)

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان په ۲۰۰۲ م کال کې جام څلی د هغه د ډیر تاریخي او کلتوري ارزښت له کبله د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې ورزیات کړ.

جام منار د نړۍ تر ټولو زوړ منار دی چې له خښتو جوړ شوی او شاوخوا ۸۰۰ کلونه تاریخي مخینه لري، دا څلی د غوریانو د لاسونو نښه ده غوریانو په ۱۰ مه او ۱۱ مه میلادي پیړۍ کې له منځنۍ اسیا تر هنده ځمکې په خپلې ولکې کې لرلې.

د غور څلي په څیر بل څلی د هند په اوسنۍ پلازمینه ډهلي کې قطب مینار دی چې د غوري پاچا معزالدین د واکمنۍ پر مهال د سپهسالار قطب الدین ایبک له خوا په ۱۱۹۹ میلادي کال کې جوړ شوی و. د جام منار تر دې مخکې د سلطان غیاث الدین د واکمنۍ پر مهال ( ۵۵۸-۵۹۹ هجري) جوړ شوی و.

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان په ۲۰۰۲ م کال کې جام څلی د هغه د ډیر تاریخي او کلتوري ارزښت له کبله د نړۍ د کلتوري میراثونو په نوملړ کې ورزیات کړ.

د ښاغلي رفیع په وینا د جام څلي لاندینۍ برخه تر خاورو لاندې ده، خو په منظم ډول زینې په کې ښکته تللې دي، دا څلی د اویاوو مترو شاوخوا لوړوالی لري چې په لاندینۍ برخه کې پیړوالی لس متره دی چې ورو، ورو له لوړیدو سره کمیږي په ۴۰ مترۍ کې یې پیړوالی ۸ متره کیږي په همدې ځای کې یوه برنډه ورکړل شوې چې سړی پرې ګرځیدی او د شاوخوا ننداره کولای شي په همدې توګه د مینار تر سره د هغه پیړوالی په سنجول شوي ډول کمیږي، څلی له خښتو جوړ شوی چې د چونې او ګچ ګډه ګډه مساله په کې کاریدلې ده.

جام څلی د غور په جام دره کې هم د جام په تنګي کې د جام او هریرود د سیندونو د یو ځای کیدو په نقطه کې جوړ شوی دی دا د فیروز کوه ښار یو پاتې یادګار دی چې اوس له دغه ښاره نور څه نه دي پاتې.

جام څلی د غور په جام دره کې هم د جام په تنګي کې د جام او هریرود د سیندونو د یو ځای کیدو په نقطه کې جوړ شوی دی دا د فیروز کوه ښار یو پاتې یادګار دی چې اوس له دغه ښاره نور څه نه دي پاتې.

د جام څلی تر اوسه د زلزلو او طبیعي حوادثو پر وړاندې کلک ولاړ و خو په وروستیو کلونو کې یې د ویجاړیدو ویره پیدا شوې ده، ځکه چې د سیمې خلکو ترې په کراچیو کې پخې خښتې وړي او اوبه ترې تاوې شوې دي.

په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د غور ولایت چارواکو له خپلې بیړنۍ بودیجې ۴۰۰ زره افغانۍ ولګولې او د جام له مناره یې یو کوچنی دیوال تاو کړ خو ځای یې ونه نیوه.

کلتور پوهان تر ډیره د افغانستان اطلاعات او کلتور وزارت پړ ګڼي چې ددغه نړیوال تاریخي شهکار د ژغورلو لپاره یې اړین ګامونه پورته نه کړل.

نن سبا په ټولنیزو رسنیو او فیسبوک کې د جام مینار داسې انځورونه خپریږي چې اوبه ترې تاوې شوي او ورسره نښتې بهیږي او څلی هم تر پخوا ډیر کوږ شوی دی.

که ددغه مینار د ژغورلو لپاره اړین کار ونه شي داسې ښکاري چې دا تاریخي قامت به ونړیږي او د افغانستان بلکې د نړۍ د تاریخ او کلتور دا لامثاله بیلګه به د تل لپاره له منځه لاړه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل