بریا او پرمختګ کلتور او هنر

که تاسي هم یو جالب هُنر لرئ نو د لس زرو یورو ګټونکي شئ!

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

د جرمني ساینسپوهانو اعلان کړی چي که تاسي په رښتیا هم ځانونه د یوه خاص هُنر او قوت خاوندان بولئ، نو تر تحقیق او رښتیا ثابتېدا وروسته به تاسي ته لس زره یورو درکول سي.

په جرمني کي د ساینسپوهانو دا ډله هرکله داسي یو اعلان کوي او څوک چي د هر ډول قوت او هُنر خاوندان وي تر رښتیا ثابتېدا وروسته هغوی ته یو انعام ورکول کېږي. سږکال هم ۶۰ نفرو ددوی دې اعلان ته ځانونه وړاندي کړي چي د بېلابېلو هُنرونو او قوتونو ادعا یې کړې وه، خو په دوی کښي یوه هم خپل قوت او هُنر ثابت نه کړای سول او له ناکامۍ سره مخ سول.

په دغو ۶۰ کسانو کښې یوه وویل چي کولای سي د څو دقيقو له پاره په هوا کښي ودرېږي، مګر په ازمايښتون کي د يوې ثانیې له پاره هم په هوا کښي ونه درېدی.

بل ويل چي شیانو ته د خپل دماغ په واسطه حرکت ورکولای سوای، مګر په ازمايښتون کې د کاغذ یوې کوچنۍ ټوټې ته هم حرکت ورنکړای سو.

سائنسپوهان وايي چي په دې کار سره دوئ یوازي خپل ځانونه تېر باسي او دوی خام فکر لري. دوی زیاتوي؛ چي په دې سره موږ د خلکو سپکاوی نه کوو، بلکي دوی ته ښييو چي دا ډول دعوې کول بې بنسټه دي.

یادونه: دا چي چيلېنج اوس هم سته، که څوک په خپل ځان کښي یو طاقت او هُنر وینئ نو شوني دي چي تاسي ددې انعام ګټونکي سئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي