سیاست

د سولې او تشدد سمبول؛ حقاني څوک و، کتابونه څه وایي؟

ارشاد رغاند

وسله والو طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره په سرسخت تشدد د مشهورر قومندان جلال الدین حقاني د مړینې اعلان وکړ. دا چې حقاني اوس مړشوی که پخوا او په دې ورځو کې یې د مرګ له اعلانه د طالبانو هدف څه و، جلا بحث دی.

په دې لیکنه کې د حقاني ژوند او فعالیتونو ته له یوې بلې زاویې نظر اچوو:

د یوه تنظیم نا اعلان شوی مشر

جلال الدین حقاني د خوست اوسیدونکی او له ځدران قوم سره اړیکه لرله. هغه پرجنګي سابقې سربېره دیني عالم هم و.

دی د داود خان د واکمنۍ له مهاله پاکستان ته تلی او د هغه د حکومت خلاف جګړه کې برخه اخیستې وه.

په تنظیمي لحاظ جلال الدین حقاني د سویل ختیځ زون اوبیا د ټول تنظیم په کچه د مولوي خالص د اسلامي حزب پوځي قومندان و.

حقاني غالباً په دې دلیل، چې د سویل ختیځ زون په کچه د ده معادل جهادي قومندانان نه وو او هم یې مشر د نورو تنظیمي مشرانو هومره پاکستاني مقاماتو سره په ژبه پوه نه و، دغو مقاماتو ته ډېر نیږدې و.

حقاني ته د ډېرځلیدو یو بل دلیل له ده څخه په قومي او سیمه ییزلحاظ د ده د سیمه والو ډېر ملاتړ هم و.

دی که د نورو سیمو له جهادي قومندانانو سره پرتله شي، د ولسي او سیمه ییز ملاتړ کچه یې ممکن له احمد شاه مسعود او اسماعیل خان وروسته د ډېر پام وړ وي.

حقاني سره له دې، چې د مولوي خالص د تنظیم قومندان ګڼل کیده خو په واقعیت کې د هغه د تنظیم نا اعلان شوی مشر و.

د ده په کچه پوځي قوت، هېوادنی اغېز، بهرنۍ اړیکې او نورې ځانګړنې محدودو نورو قومندانانو لرلې.

حقاني د جګړو په ګټلو او د ولسي او سیاسي اړیکو په ښه پرمخ وړلو کې هم مطرح و.

د ده د پوځي مهارتونو په اړه ډېرمسایل د حامد علمي په یوه کتاب( در مسیر پیروزی) کې خوندي دي.

د کتاب لیکوال د خوست د جګړې پرمهال د بي بي سي خبریال او له حقاني سره د جګړې لیکه کې نیږدې و.

د حقاني د سیاسي اړیکو او نظریاتو په اړه ډېرمسایل د هغه پخواني فرهنګي همکار شهرت ننګیال پخپل اثر( ۱۲ګرامه ماغزه) کې خوندي کړي.

علمي پخپل اثر کې د جګړې له میدانه د سترګو لیدلی حال بیانوي او حقاني د یوه نه ماتیدونکي او مضبوط قومندان معرفي کوي.

ننګیال له ولسمشر نجیب سره د سولې د مذاکراتو په اړه د حقاني لیکنۍ اړیکه او ځینې مستند لیکونه خوندي کړي او ادعا لري، چې هغه په واقعي مانا سولې او وطن ته ژمن و.

په تنظیمي جګړو کې بې طرفي

جلال الدین حقاني د تنظیمي جګړو پرمهال غالباً د خپل تنظیمي مشر مولوي خالص د لاروي په حیث یا له دې كبله، چې پخپله سیمه ( سویل ختیځ زون) کې یې خپل سیال و حریف نه لیده، له تنظیمي جګړو لیرې و.

د حقاني مشر مولوي خالص دغه مهال سپین ږیری او له سیاسي فعالیتونو څنډې ته و. د دوی تنظیم د کابل په تنظیمي جګړو کې څه د نه علاقه مندۍ او څه دلته د لازم نفوذ د نشتوالي له وجې بې طرفه پاتې شو.

د مولوي خالص د تنظیم دویم سړی د هغه مرستیال حاجي دین محمد و. دین محمد څه د خپل محافظه کار دریځ او څه د دې لپاره، چې په تنظیمي ناندریو یا سوله ییزو هڅو کې شاملیدل به یې په ننګرهار کې د کورنۍ واکمني زیانمنه کړي، له روان وضعیته یو څه لیرې و.

د ننګرهار واک دا مهال د مختلفو تنظیمي قومندانانو له یوې شورا سره و، چې مشري یې د دین محمد ورور حاجي قدیر کوله. د ننګرهار په اداره کې تر نورو ګوندونو د مولوي خالص د ګوند رول او امتیاز ډېر و.

د بهرنیو اړیکو ترڅنګ دغه وضعیت هم حقاني ته په کابل کې د ښه لوبیدو او ځلیدو موقع برابره کړې وه. ده لکه څنګه چې ښاغلي ننګیال لیکلي د تنظیمي نښتو پرمهال په کابل کې په جنګ اخته تنظیمونه له یو بل سره سولې ته بلل، له بهرنیو پلاویو سره یې لیدل او د پلویانو په وینا یې د سولې پرښته وه.

د دویم نسل رهبرانو پروژه

پاکستان، چې د کډوالۍ په وخت کې یې تنظیمي مشران په کافي اندازه کارولي وو او د دې کارونې په دوام یې له ډاکټرنجیب سره د دوی د سولې او په کابل کې د ګډ حکومت جوړولو امکان ختم کړی و، وروسته یې غوښتل چې د تنظمونو له منځه د دویم نسل رهبران رامنځته او نویو لوبو ته اماده کړي.

په دې لړ کې پاکستان او نورو ځینو هېوادونو په ګډه د تنظیمونو د مطرح قومندانانو له منځه د قومندانانو د سراسري شورا جوړولو کار پيل کړ. د دې شورا د موسسینو په سرکې جلال الدین حقاني و. حقاني د احمد شاه مسعود، اسماعیل خان او عبدالحق په ځانګړې همکارۍ په دې برخه کې ځینې غونډې وکړې، چې په پایله کې د شورا مشر شو.

د شورا بهرنیو حامیانو تمه لرله، چې شورا به پرخپل محور د ټولو قومندانانو د ټولولو ظرفیت ولري او تنظیمي رهبران به بې اعتباره کړي، خو دا هڅه د نورو دلایلو ترڅنګ د تنظیمي تخریب له وجې کامیابه نه شوه.

له طالبانو سره ملګرتیا

په دې پړاو کې هم حقاني له تنظیمي مشر(مولوي خالص) څخه جلا نه شي مطالعه کیدای. خالص، چې ناروغۍ او زهیر ځان له سیاسته لیرې ساتلی و، څه له طالب قومندانانو، پاکستان او عربانو سره د اړیکو او څه د تنظیمي واکمنۍ پر وخت د انزوا د عقدې له کبله د طالبانو حکومت تایید او ملګری یې شو.

دغه مهال حقاني ته نور هم میدان تش و، د خالص د ګوند اکثره قومندانان له دې وجې چې طالبانو یې لږ تر لږه د ختیځ په کچه اداره نسکوره کړې وه په طالب ضدو څېرو بدل شوي وو. حقاني د دوی له تشې له یوې خوا او د مولوي خالص له ناروغۍ له بلې خوا طالبانو سره د دغه تنظیم په استازۍ د تر ټولو خوږو او با امتیازه اړیکو څښتن شو.

 

د طالب واکمنۍ پرمهال طالبانو او بهرنیو ملاتړو یې مولوي خالص ته د یوه روحاني او پرځای پروت مشر په توګه وخت په وخت درناوی کاوه، خو په اجرایه مسئلو کې یې د مشورې او عمل ملګری حقاني و.

په طالب رژیم کې حقاني ظاهراً د قبایلو چارو وزیر و، خو په عمل کې یې د طالبانو له بهرنیو ملاتړو سره د اوږدو اړیکو په دلیل واک و صلاحیت خورا ډېر او د اول لاس سړی و.

د طالبانو له پرځول کیدو وروسته حقاني سره له دې، چې سپین ږیری شوی او ناروغ و، خو له دې ډلې سره جلاوطنه او پاکستان ته لاړ.

امرالله صالح، چې د طالبانو له پرځولو څو میاشتې وروسته د ملي امنیت عمومي ریس شو، پخپله یوه رساله( پس ازمسعود) کې لیکي، چې له حقاني سره د نظار شورا د پخوانیو اړیکو په اعتبار یې د حقاني استازي له حامد کرزي سره د سولې خبرو ته چمتو کړي وو، خو امریکایانو او حکومت دې خبرو ته علاقه ونه ښوده.

په پاکستان کې له منظمیدو او جګړې ته د طالبانو له بیرته چمتو کیدو سره حقاني د پاکستان په مرسته پخپل نوم یوه ځانګړې جنګي شبکه جوړه کړه، چې د دې ډلې په نوم تر ټولو خطرناک او وحشتناک بریدونه یې ترسره کړل.

له دې وروسته د حقاني شبکې دریځ او فعالیتونه ترډېره خلکو ته روښانه دي. دا شبکه لکه چې د ملي یووالي حکومت اجرایه ریس ویلي د حقاني پخوانی یا تازه اعلان شوی مرګ به یې متاثره نه کړي.

څه چې د دې شبکې مسیر او دریځ بدلوی شي، د شبکې د ترټولو ستر متحد په توګه د پاکستاني پوځ او استخباراتو د سیاست بدلون دی.

دا قوت ځکه ترهرچا ډېر پردې شبکې اغېزلري، چې د شبکې موسس تقریباً ټول ژوند خپلو دې بهرنیو متحدینو ته د تشدد او ژمنتیا د سمبول په توګه ځان ثابت کړ!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.