موسیقي او تصویر

د رنبیر کپور جګاجاسوس تر نورو ځانګړی فلم

 

فلمي څارونکي د جګاجاسوس تر نورو ځانګړنه، د رنبیر کپور معصومانه اداکاري او فلمي مکالمې یادوي چې تر نورو هندي فلمونو بیخي جلا او ځانګړې ویلی شوي.

جګاجاسوس د تېرې جمعې په ورځ د هندوستان په ۱۸۰۰ سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی، چې د نندارې په دوه ورځو کې يې یوازې په هندوستان کې ۲۰ میلونه هندي روپۍ بازار کړی دی.

دا د رنبير کپور له پار د پرله پسې دوه فلمونو تر ناکامۍ وروسته ښه خبر دی.

فلمي څارونکي وايي، د جګاجاسوس د لومړیو ورځو ګټه د نورو فلمونو سره ځکه د پرتلې وړ نه ده چې دا فلم د هند په یوازې ۱۸۰۰ سینګانو کې ښودل شوی دی.

حال دا چې په عام ډول هندي فلمونه په لومړي ځل د هندوستان په کابو په ۳۰۰۰ سینګانو کې ننداره کیږي، خو جګاجاسوس بیا یوازې په ۱۸۰۰ سینماوو ښودل شوی، ځکه يې ګټه هم تر نورو کمه ده.

جګاجاسوس د نورو عامو هندي فلمونو نه په یو څه ځانګړي کیسه او ډول جوړ شوی. ددې فلم ډاریکټر انوراک باسو دی او پروډيوسر او هیرو يې خپله رنبیر کپور دی.

په فلم کې د رنبیر کپور د جاسوس رول لوبوي او کترینه کیف بیا خبریاله وي.

فلمي څارونکي په فلم کې د رنبیر کپور رول مهم او ځانګړی یادوي. د دوی پر باور شاید دا ډول رول یوازې رنبیر کپور وکولی شي.

ددې فلم بله ځانګړنه د مکالمو یا ډیالوګونو ده، چې تر نورو هندي فلمونو په نوي او ځانګړي انداز کې ویل شوي او د همدې امله دا فلم په خپل جوړښت کې تر نورو جلا او ځانګړی ښودل شوی دی.

فلمي څارونکي باور لري، چې جګاجاسوس تراوسه ښه روان دی او ممکن په یوه اوونۍ کې خپل بازار تر ۳۰۰ میلونه هندي روپیو پورې ورسوي.

کترینه کیف او رنبیر کپور له اوږده ځنډ وروسته په فلم کې سره ګډ رښکاره شوي. دې جوړې ان په ۲۰۱۰ کال کې د راجنیتي فلم وروسته کوم ګډ فلم نه و کړی.

د جګاجاسوس تر ثبتولو او بیا تر خپرولو وروسته په هندي رسنیو کې د ځنډ وروسته یو ځل بیا د کترینه او رنبیر د یارانې خبرونه هم ګرم شوي دي.

دا چې رښتیا څه دي؟ په دې خو به خپله رنبیر او کترینه پوهیږي، خو په رسنیو کې داسې ګنګوسي رواني دي چې دواړه به ژر د ګډ ژوند په اړه پرېکړې ته ورسیږي.

په ۲۰۱۴ کال کې هم هندي رسنیو ویل چې ډېر ژر به دواړه فلمي ستوري کترینه او رنبیر کپور د خپل واده نېټه اعلان کړي، خو بیا خبره همداسې غلې پاتې شوه.

د “جګا جاسوس” فلم تر ثبتولو وروسته له کترینه پوښتنه وشوه چې د فلم کوم څه به يې تل یاد وي؟ کترینه وویل: دې ته به د فلم لارښود “انوراک باسو” یاد وي، چې دې او رنبیر ته د یو ځای کار کولو چانس ورکړ.

کله چې همدا پوښتنه له رنبیر کپور وشوله؛ هغه وویل: دی به یوازې کترینه په یاد ولري.

په رسنیو کې د دواړو له خوا د یوه بل د ستایلو له امله کابو دوه کاله وروسته یو ځل بیا د کترینه کیف او رنبیر کپور د مینې او ژورې دوستۍ خبرونه ډېر شوي دي.

تر “جګا جاسوس” وړاندې کترینه او رنبیر په ۲۰۰۹ کې “عجیب پریم کې غصب کهاني” او په ۲۰۱۰ کې “راج نیتي” فلمونو کې ګډ کار کړی و.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */