د ورور په بدعملۍ شاهدي؛ د مایکل جیکسن خور وایي ورور دا هم په جنسي لحاظ ځورولې ده

لیکنه: صادق طارق

د امریکا د مشهور سندرغاړي مایکل جیکسن خور لاتویا جیکسن په یوه غیرمترقبه اقدام کې د خپل ورور په بدعملیو شاهدي ورکړه.

لاتویا په یوه مرکه کې وویل: له ماشومتوبه د خپل کشر ورور په بدعمیلو خبره یم.

د مایکل جیکسن خور په مرکه کې دا هم ویلي: مایکل مې ورور دی، راته ګران هم دی، خو زه نه شم کولای، چې د هغه د جرم شریکه شم او د ماشومانو پر جنسي ځورونو یې پرده واچوم.

لاتویا زیاته کړې: (( یو ۳۵کلن سړی، چې غواړي یو وړوکی هلک ځان سره وساتي او ۳۰ ورځې جنسي ګټه ترې واخلي، دا کوم انسانیت مني؟ مایکل همداسې کړي، بد یې کړي او د ورورۍ باوجود یې زه نه شم کولای په دې جنایت کې د ده خوا ونیسم او د هغو مظلومو ماشومانو شکنجه له یاده وباسم)).

مایکل جیکسن

پرخپلې جنسي ځورونې اعتراف
د مایکل جیکسن خور دا هم ویلي، چې یو وخت دا خپله د خپل کوچني ورور (مایکل جیکسن) د جنسي ځورونو قرباني وه.

هغې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي چې دا د جنسي ځورونو د یوې قرباني په توګه د نورو ځورول شویو کسانو درد احساسوي او پلوي یې کوي.

د جیکسن په اړه نور تورونه
د جیکسن په اړه له ۱۹۹۳ راهیسې ادعا کیږي، چې ماشومان په جنسي لحاظ ځوروي او حتا تېری ورباندې کوي.

په دې تړاو د هغه ځینې ویډیوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وې.

مایکل په ژوندوني هم له دغو تورونو سره سخت بدنام او شخصیت ته یې صدمه ورسیده او له مرګ وروسته یې هم دا ده، دا لړۍ روانه ده.

دغه نړیوال امریکایي سندرغاړی په ۲۰۰۹ کې د قوي دواګانو د خوړو له کبله ومړ.

د هغه ډاکټر د ده په درملنه کې د غفلت له کبله په ۴ کاله بند محکوم شو.