ګټه وټه مخکښان

د انګلیسي له معلمۍ تر میلیاردرۍ؛ جک ما بیرته معلمي اخلي

لیکنه: شریف شاهین

د چین تر ټولو شتمن میلیاردر جک ما چې یو وخت د انګلیسي معلم و، اوس بیرته معلمي شروع کوي.

د علي بابا شرکت بسنټ ګر او مشر جک ما غواړي، له ۱۹ کلنې رهبرۍ وروسته ددې شرکت مشري پریږدي.

دی چینايي سوداګر په ۱۹۹۹ کال کې د علي بابا شرکت په نوم بریښنايي کاروبار پیل کړ، چې اوس د نړۍ یو له شتمنو میلیاردرانو څخه دی.

نوموړی مخکی له دې، چې د علي بابا په نوم د بریښنايي سوداګرۍ شرکت پرانیزي، د انګلیسي معلم و. د علي بابا شرکت اوس د څلور سوه شل عشاریه اته ۴۲۰.۸ میلیارده ډالر پانګونه لري. د فربیوز مجلې د معلوماتو په اساس، د جګ ما خالصه سرمایه له ۳۸ نیم میلیارده ډالرو اوړي او په نړۍ کې د شتمنو د نوملړ په شلم نمبر کې قرار لري.

جګ ما د نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې نوموړی به د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د علي بابا شرک د چیرمن (مشر) له څوکۍ استعفا وکړي او بیرته به معلمي واخلي.

د یادونې ده، چې دوشنبه به جک ما ۵۴ کلن شي او د خپلې کلیزې د نماځلو په مراسمو کې به خپله استعفا هم اعلان کړي. نوموړی زیاتوي، دده استعفا پای نه دی، بلکې یو نوی پیل دی.

د علي بابا شرکت مشر وايي، له بیل ګیټس څخه یې ډیر شیان زده کړي او که څه هم د هغه هومره شتمن نه دی، خو بیا هم غواړي، د هغه په پل قدم کیږدي او ژر استعفا ورکړي.

بیلګیټس د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټ ګر او مشر و، چې په ۲۰۱۴ کال کې استعفا ورکړه او د خپلې سرمايې تقریبا نیمايي يې خیریه بنسټونو ته وقف کړه.

جک ما وايي، چې دی هم پلان لري، چې د خپلې سرمايې څه برخه خیریه فونډیشنو ته ورکړي او دې به خپله بیرته چیرته تدریس پیل کړي.

د جک ما تیر ژوند او بیوزلي:
جک ما په یوه بیوزله کورنۍ کې زیږیدلی. پلار يې د میاشتې یواځې ۴۰ ډالره عاید درلود او په ګرانه يې د خپلو بچیانو ګیډه مړوله.

جک ما د انګلیسي ژبې د زده کړې سره ډیر شوق و. هغه به په ښار کې بهرنیو انګلیسي ژبو وګړو ته وړیا چکر ورکاوه او د سیاحت ځایونه به يې ورته ښودل؛ جک به له هغوې انګلیسي زده کوله. په انګلیسي ژبه کې تر فراعت وروسته يې په پوهنتون کې د میاشتې په ۱۲ ډالر د انګلیسي ژبې درس ورکاوه.

د جک ما د ژوند یوه تر ټوله نه هیریدونکي خاطره په KFC کې ددې ازموینه وه. نوموړی وايي: “کله چې کی ایف سي KFC د لومړي ځل لپاره چین ته راغله، زما په ګډون ۲۴ کسانو امتحان ورکړ؛ په ۲۴ کسانو کې ۲۳ يې ونیول یواځې زه يې ناکام کړم.”

جک ما غواړي بیرته د پوهنتون استاد شي

جک ما یواځینی میلیاردر دی، چې په کم وخت کې تر دې ځایه ورسید. خو ایا پوهیږئ، چې هغه تر بل هر چا ډیر ناکام شوی. په ابتدایه ښونځي کي دوه ځلې، په لیسه کې درې ځلي او د پوهنتون د کانکور په امتحان کې هم درې ځلې ناکام شو. هغه ۱۰ ځلې یواځې هارورډ پوهنتون ته اپلای وکړه، خو ۱۰ واړه ځلې ناکام شو. جک ما په پوهنتون کې د استادۍ لپاره ۳۰ ځلې امتحان ورکړ او بیا کامیاب شو.

هغه په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې تدریس هغه وخت پریښود، کله چې په ۱۹۹۹ کال د انټرنیټ سره اشنا شو.

نوموړي سی ان ان سره په خبرو کې وویلي:

“لومړی ځل چې مې انټرنیټ په کمپیوټر کې پرانیسته، په کیبورډ مې ګوتې ومښلې، نو ومې ویل، چې باور لرم، دا داسې یو شی دی، چې نړۍ او چین ته بدلون ورکولای شي.”

علي بابا شرکت اوس د ان لاین یا پر لیکه سوداګرۍ سربیره، د ډیجیټل میډیا، سینما او کمپوټر برخې ته هم خپله سوداګري پراخه کړې ده.

ځیني کتونکي، د جک ما د مدیرت سټایل (ډول) د ایپل کمپنۍ له مشر (سټیوجاب) سره تشبیه کوي؛ خو د جک ما یو پخواني کارمند ویلي، چې د هغه د مدیرت ډول ازاد، خطرمنونکی او په نوښت (خلاقیت) ولاړ دی.

جک ما وايي یو ښه رییس یا مشر له یوې ښې کمپنۍ غوره دی.

د نوموړې ځينې مشهورې ویناوې:

“ناهیلې کیږې مه؛ نن ورځ بده ده، سبا له دې بدتر ده، خو بل سبا بهترینه ورځ ده.”

“له خپلو سیالانو يې زده که، خو تقلید ترې مه کوه. که ته تقلید وکړې، نو مړ شوې”

“موږ مبارزه کوو؛ موږ ځانونه بدلوو؛ موږ شکایت نه کوو.”

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین