سینما او موسیقي

فلم لوبغاړې ګال ګېډټ د اسرایلو د لومړي وزیر په خبرو نیوکې کړي

اعلان

د هالیوډ مشهوره فلم ستورې او اسرائیلي هېواد اداکاره او ماډله ګال کيډټ د اسرائیلو د لومړي وزیر پر خبرو سخت نقد کړی.

نوموړې ویلي چې اسرائیلو کې اوسیدونکي کسان ټول سره برابر حقوق لري.

د دې تر څنګ یوې بلې فلم ستورې ورتم هم د خپل هېواد په لومړي وزیر سخت نقد کړی.

د رپوټ له مخې د اسرائيلو لومړي وزیر ویلي ول چې اسرائیل یوازې د یهودو هېواد دی. له دې خبرو وروسته د نورو خلکو تر څنګ د هالیووډ دغه تکړه اداکارانو له غبرګون سره هم مخ شو.

ګال ګېډټ په نامه مشهورې او ښکلې اداکارې چې په مشهور امریکایې فلم سپرهیرو کې د (ونډر ومن) رول لوبولی، د خپل لومړي وزیر نتن یاهو د خبرو په ځواب کې ویلي، د خپلو ګاونډیانو سره داسې چلند او مینه وکړه لکه څنګه یې چې له خپلو سره کوي.

د دې په خبره دا یوازې د سم او غلط، یهودي او عربي، سیکولر او مذهبي مسئله نه ده بلکې دا د سولې او امن خبر دي. د خلکو د امن او خوندي ساتلو او د یوه بل د ذغملو لپاره اړین دي.

یوې بلې اسرائیلي اداکارې روټم سیلاني هم د نتن یاهو په دغه خبرو غبرګون ښودلی او سخته نیوکه یې پرې کړې.

دې ویلي څوک دې حکومت ته دا وښيې چې دا د ټولو اوسيدونکو هېواد دی، د دې په خبره دلته هر پیدا شوی شخص بل سره برابر دی او عرب فلسطیني هم انسان دی.

مشهورې اداکارې ګال ګېډټ د بلې ادکارې روټم د خبرو په ملاتړ ویلي چې دا یې مسؤلیت دی چې خپلو ماشومانو ته ښه او روښانه راتلونکی برابر کړي. روټم خورې! ته زمونږ ټولو لپاره اغیزناک شخصیت یې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی