ټولنیز ژوند ژوند بڼه

عشق ځپلي په دې جملو غم او ماتې هېرولای شي

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

د مینې پای هغومره ځورونکې ده، چې پيل یې څومره خوندور دی. د داسې عاطفي اړیکو پای ته رسول او درد زغمل یې اسانه نه دي.

په افغانستان کې سره له دې، چې ډېرخلک په خوله حال نه وایي خو اکثره د مینې خوږه او ترخه تجربه دواړه لري.

دلته به هغه جملې درسره شریکې کړو، چې د عشق ځپلو پام له خپلې ماتې اړوي.

« زه مې خپل ځان سره مینه کوم»
له ځان سره هرڅوک مینه لري، خو دا جمله چې «زه مې له خپل ځان سره مینه لرم» کم خلک کاروي.

د دغې جملې کارونه سبب کیږي، چې د انسان رواني تړاو له خپل ځان سره زیات او پرځان یې باورپياوړی کیږي.

د عشق ځپلو ارواپوهنه څرګندوي، چې د معشوق یا معشوقې له لورې د منفي ځواب له ترلاسه کولو وروسته ترهرڅه ډېر دوی په رواني لحاظ ځپل کیږي.
دا زیان عشق ځپلي ته داسې حس ورکوي، چې ګواکې په نړۍ کې بې ارزښته، بې ضرورته او اضافي موجود دی.

له ځان سره د مینې لرلو جمله په رواني لحاظ بیرته رغوي او ور رسیدلی رواني تاوان یې جبرانوي.

« زه باید خوښ اوسم»
په مینه کې له ماتې خوړلو وروسته اکثره عشق ځپلي د مقابل لوري د زړه خوږۍ د جذب لپاره تراصلي خپګان هم ځان زیات خپه ښيي.

د ځینو خود ازاري تر دې حده وي، چې خوراک څښاک پرخپل وخت نه کوي، پخپلو وینو د معشوق / معشوقې نوم لیکي او په عامه اصطلاح د مینې نور لېونتوبونه کوي.

له دې هڅو یې هدف دا وي، چې ممکن په دې ډول د مقابل لوري عاطفه وپاروي او شکست خوړلې مینه بیرته بریالۍ کړي.
خو دا یوه تېروتنه ده، که تاسې د ناکامې مینې قرباني یاست، دا تېروتنه مه کوئ.

د خپګان د تمثیل، یا د واقعي خپګان د زیاتولو او ځان ځورولو پرځای باید دا هدف کړئ، چې تاسې باید خوښ اوسئ.

« پرې لعنت دې وي»
که څه هم موږ د سپکو سپورو هڅونکي او پلویان نه یوو، خو عشق ځپلي په داسې رواني حالت کې وي، چې معمولاً ځان ښکنځي، پرځان لعنت وایي او په دې ورته ځان کم ښکاري، چې ولې یې مقابل لوری ترلاسه نه کړی شو؟

د دې لپاره، چې د مینې دغه رواني زجر مو کم او زیاته صدمه ونه وینئ، ښه ده چې پرځان د لعنت ویلو پرځای پر هغې/ هغه لعنت ووایئ او ځان ته ډاډ ورکړئ چې ګرم نه یئ.
« له څېرې نه یې کرکه کوم»
د عشق ځپلو یو لوی مشکل دا وي، چې هره شېبه یې د مقابل لوري څېره او شکل په ذهن کې ګرځي.

عشق ځپلي که داسې څوک ویني، چې څېره، قد، سترګې، پوزه، شونډې، اندام، ویښته یا بله کومه نښه یې د ده له مینه وړي سره ورته وي، هماغه وریادیږي او سخت ځوریږي.
د دې لپاره، چې له دغې ستونزې خلاص شي، غوره ده چې د مقابل لوري له څېرې او ټولو نښو د نفرت احساس په ځان کې وروزي.

د دغه احساس په روزلو کې له شک پرته چې« له څېرې نه یې کرکه کوم» جمله خپل اغېز لري.

« له جنجاله خلاص شوم»
دا احساس مه کوئ، چې له مقابل لوري سره په یو ځای والي او نیږدې والي کې به مو څه مثبت حالت و.

دا احساس وکړئ، چې له مقابل لوري سره په نه نیږدې والي کې څومره وخت سپما کوئ، کورنۍ، دوستانو او نورو کارونو ته څومره ډېر وخت ورکوئ او په ټوله کې مو له هغه لوري پرته څومره ډېره ګټه کړې ده.

« ښه ده له جنجاله یې خلاص شوم» جمله درسره وایئ، دا مو رواني وضعیت کنټرولوي.

« ورنه غوره څوک پیدا کوم»
دا جمله هم زیاته ګټه لري، هم مو ذهن ارام ساتي او هم د بل غوره معشوق/ معشوقې د موندلو لپاره هوډ او نیت درته پياوړی کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي