سیاست نړۍ

د فراري وزیر ستنول؛ انګستان د مالیې پخوانی وزیر عمران خان ته سپاري

لیکنه: بشر درویش

د انګلستان دولت له پاکستان سره منلې، چې د مالیې تښتیدلی وزیر به یې له لندنه، اسلام اباد ته ورستنوي.

دا وزیر اسحاق ډار نومیږي او د نواز شریف په کابینه کې یې دنده وه.

ولې هوکړه شوې؟

د دولتونو ترمنځ د اړیکو په لړ کې ځینې دولتونه له یو بل سره د بندیانو یا شکمنو کسانو د تبادلې تړونونه لري.

پاکستان هم تازه له انګلستان سره داسې تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې دواړه دولتونه یو د بل فراري کسان له خپل قلمرو څخه اړوند دولت ته ورسپاري.

د دغه نوي تړون له مخې انګلستان منلې، چې د پاکستان د مالیې پخوانی وزیر اسحاق ډار ، چې په فساد تورن دی او اوس په لندن کې اوسیږي، اسلام اباد ته ورستون کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر یوه مقام شهزاد اکبر ویلي، چې ښاغلی ډار به زر دوی ته وسپارل شي.

ډار ولې تورن دی؟

اسحاق ډار ، چې کله د مالیې وزیر او نواز شریف صدراعظم و، پر شریف او کورنۍ یې د میلیاردونو کلدارو د فساد یو لوی تور پورې شو.

ډار هم تورن دی، چې په یاده قضیه کې شریک و، ځکه یې د شریف د دغه لوی فساد ممانعت نه دی کړی.

د عمران خان د دفتر چارواکی شهزاد اکبر وایي د پاکستان سترې محکمې په ځلونو ـ ځلونو له ډار څخه وغوښتل، چې د ځان سپینولو لپاره پاکستان ته ستون او محکمې ته حاضر شي، خو هغه دا غوښتنه ونه منله.

سرچینه وایي، محکمې ان د اسحاق ډار د پاکستاني تابعیت سند لغوه کړ، خو هغه بیا هم پاکستان او محکمې ته حاضر نه شو.

ډار څنګه وتی؟

اسحاق ډار له پاکستان څخه د ناروغۍ په پلمه وتی او په لندن کې یې پناه اخیستې ده.

هغه د ورلګول شویو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستاني سیاستوالو او چارواکو ترمنځ د ناروغۍ بهانه بیخي عامه ده.

پخوانی ولسمشر پرویز مشرف، چې په محکمه کې د اساسي قانون د نقض او د بینظیربوټو په وژلو کې د لاس لرلو دوسیې لري، هغه هم د ناروغۍ په بهانه پاکستان نه تښتیدلی او اوس په دوبۍ کې دی.

هغه که څه هم اوس ریښتیا بد ناروغ دی، خو کلونه ـ کلونه یې په روغ ځان د ناروغۍ په نوم پاکستان نه ځان لیرې وساته.

د ډار نه ستنیدل او د عمران خان ژمنه

عمران خان د تېرو ټاکنو پر وخت د فساد خلاف د جدي مبارزې ژمنه کړې وه.

په دې لړ کې یې یوه وعده دا وه، چې اسحاق ډار به پاکستان ته ستنوي او د مالیې وزارت د وخت د فسادونو پوښتنه به ورنه وکړي.

داسې ښکاري، چې عمران خان د دې ژمنې په تطبیقولو بریالی کیږي.

خو هغه د سیاسي مخالفینو لخوا یې تورن دی، چې له واکه په ناوړه استفاده د فساد خلاف د مبارزې په نوم خپل مطرح مخالفین زنداني کوي، څو په دوامداره ډول په واک کې پاتې شي.

عمران خان واک ته له رسیدو سره مخکینی صدراعظم نواز شریف زنداني کړ.

اوس یې په پخواني ولسمشر آصف علي زرداري پسې هم د فساد دوسیې ویستي، خو زرداري ویلي چې ځان سپینولی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي