نړۍ

د داعش وسله والو مشر ابوبکر البغدادي په یو هوايي برید کې ټپي شوی

د روسيې سپوټنیک خبري اژانس د عراقي رسنیو په حواله لیکلي، چې د داعش وسله والو مشر ابوبکر البغدادي د عراق د هوايي ځواکونو په یو برید کې ټپی شوی دی

د سرچینې په حواله چې برید د فبروري په ۹ مه شوې او ډیر احتمال دی، چې بغدادي پکې سخت ټپې شوی وي.

د عراق سیمه ایزه رسنیو د یکشنبې په ورځ ددغه هیواد د استخبارتي ادارې په حواله رپوټ ورکړی، چې ابوبکر البغدادي سخت ټپی شوی او د ټپونو د درملنې لپاره سوريې ته انتقال شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې په برید کې د نوموړي ګڼ نور ملګري وژل شوي دي.

تیره اوونۍ د عراق لوړ رتبه چارواکو ویلي وه، چې دوې د ابوبکر البغداي د ځای ځایګي په اړه مالومات لري او هغه له نږدې څاري؛ خو په دې اړه يې زیات جزیات ورنه کړل.

د ابوبکرالبغدادي د مرګ ژوبلې خبرونه په تیرو څو میاشتو کې څو ځلې ورکړل شو، خو یو يې هم لا تر اوسه وروستی شوی نه دی.

د یو بل خبر له مخې، داعش ډلې په ټولنیزو رسنیو په یو شمیر مشهور دیني عالمانو پسې پروپاګند پیل کړی. دوې دا دیني عالمان اجینټان بولي او تکفیروي يې.

کمپاین د جمعې په ورځ د عراق له موصل څخه د ۲۳ دقیقه ایزې ویډو په پورته کولو پیل شوی، چې پکې داعش ته امر شوی څو په مصر او ټول منځني ختیځ کې هغه دیني عالمان په نښه کړي چې د داعش په وړاندې جنګ روا بولي.

په دوې کې یو هم د سعودي عربستان مفتي عبدالغزیز الشیخ شامل دی. داعش وايي، چې الشیخ د لویدیځ سره کار کوي او ددوې په وړاندې جګړه روا بولي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */