سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

ایرلینډ د ترینګلي وضعیت له امله له افغانستان سره د لوبې نه کولو وړاندیز کړی

د ایرلېنډ کرکټ بورډ ویلي دي، چې د اوترا کند سیمه له کشمیر سره نږدې ده، د پاکستان او هند اړیکې ترینګلي شوي او د مرګ خطر وجود لري.

د ایرلېنډ کرکټ بورډ په خپله رسمي وېب پاڼه کرکټ ایرلېنډ کې لیکلي، چې مونږ د امنیتي حالت په اړه اندېښمن یوو، مونږ د هندوستان او برتانیې څخه غواړو چې په دې اړه خپل امر صادر کړي.

ایرلېنډ وایي مونږ امنیتي حالت څارلی او درک کړی مو دی.

تر اوسه پورې د ایرلېنډ له خوا د سیریز د لغوه کېدو قاطع پرېکړه نه ده شوې، خو ښايي دوی وغواړي چې یا سیریز لغوه شي او یا هم لوبې په بل ایالت کې ترسره شي.

ایرلېنډی کرکټ بورډ اوس د برتانیې او کرکټ شورا پرېکړې ته منتظر دی.

نن د پنجشنبې په ورځ دولس بجې له ایرلېنډ سره د افغانستان د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ په هندوستان کې پېلېږي.

ډېری افغانان د دې خبر په اورېدو سره په دې عقیده دي، چې ګواکې ایرلېنډ د شل اوریزو لوبو له سیریز وروسته ویرېدلی او له افغانستان څخه تېښته کوي.

هندوستان کې د فبروري په ۱۴ مه نېټه ځانمرګي بریدګر د هندوستان لسګونه سرتیري ووژل.

د فبروري په ۲۶ مه نېټه د هند جنګي الوتکو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر باندې بمبار وکړ.

د فبروري په ۲۷ مه پاکستان ادعا وکړه، چې د هند دوه الوتکې یې نسکورې کړي او د هغوی یو پېلوټ یې نیولی دی.

د دواړو هېوادونو د اړیکو دغې ترینګلتیا ایرلېنډ هم اندېښمن کړی دی.

هندوستان تېره ورځ خپلو پنځه ایالتونو کې د تیار سئ امر کړی و.

د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه د لوبو د لغوه کېدو په اړه هیڅ نه دي ویلي؛ دغه متن یې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۲۷ مه نېټه مازیګر ۴ نیمې بجې خپور کړی دی.

افغانستان او ایرلنډ په یو ورځنیو لوبو کې تر اوسه ۲۰ ځلې له یوه بل سره مخ شوي چې ۱۰ یې افغانستان او ۱۰ هم ایرلینډ ګټلې، دا چې سبا د دوی ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلږي، نو دواړه لوبډلې به د بریا هڅه کوي.

دا چې افغان کرکټ بورډ به د ایرلېنډ پر وړاندې څه غبرګون وښيي کنه، لا هم معلومه نه ده.

کله چې مونږ د کرکټ بورډ له ویاند فرید هوتک وپوښتل، هغه وویل چې د سیریز د لغوه کېدو هیڅ پرېکړه نه ده شوې.

د ایرلېنډ لوبډلمشر ویلیم پورټرفیلډ د لوبې په اړه ویلي، مونږ دا نه وایو چې مونږ به افغانستان ماتوو د هغوی سپېن بالېنګ ډېر ښه دی، هغوی شل اوریزې لوبې ګټلي او په لوړ مُرال راغلي دي او یو ورځنۍ لوبې پیلوي.

فیلډ زیاته کړې، مونږ باید په ګډه ښه لوبه وکړو ترڅو ښه مقابله وکړو.

ایرلېنډ د افغانستان خلاف پنځلس کسیزه لوبډله د کین لاسي توپ وهونکي پورټرفیلډ تر لوبډلمشرۍ لاندې اعلان کړې ده.

افغانستان بیا ۲۱ لوبغاړي غوره کړي دي، چې له دوی څخه به نن ۱۱ لوبغاړي ولوبېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي