د سرطان ځپلي عرفان خان په اړه تازه خبر

د بالیووډ یونیک لوبغاړي ته د هغه ملیونونه مینه وال هغه وخت اندېښمن شول چې خبر راغی، عرفان خان په سرطان اخته دی.

نوموړی تېر کال مارچ کې د نیورو اینډوکراین په ناروغۍ اخته او په بیړني ډول برېټانیا ته ولېږدول شو.

عرفان خان د مرګ له بستره اکثره مهال خپلو مینه والو ته د خپل صحت په اړه ډاډ ورکاوه، خو د ژوندي پاتې کېدو امید یې له هیچا سره نه و، تر دې چې یو وخت یې خپله هم وویل نور د رغېدو نه دی.

تېر ۲۰۱۸ کال ډاکټرانو تر اګست میاشتو پورې د عرفان خان ۶ کیموتراپیانې وکړې، له هغې وروسته یې حال احوال رانغی خو د سږ کال په فبرورۍ کې راپورونه خپاره شول چې عرفان خان لندن نه هند ته لېږدول شوی دی.

ورسره دا خبر هم خپور شو چې نوموړی روغ دی او ژر به د خپل ۲۰۱۷ کال بریالي هینډی میډیم فلم دویمه برخه باندې کار پيل کړي.

پر دغه خبر هم دوه میاشتې ووتې خو عرفان خان ونه لیدل شو، اما اوس د وایرل بهیاني په نوم یو خبریال پر خپل انسټاګرام د عرفان خان تازه انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړي چې نوموړی په کې جک جوړ ښکاري.

دا له تېر جولايي وروسته لومړی ځل دی چې عرفان خان د صحت له پلوه رک روغ لیدل کېږي، تر دې وړاندې به اکثره په بستر پروت او ضعیف ښکارېده.

تازه ویډیو کې لیدل کېږي چې عرفان خان ممبۍ هوايي ډګر کې روان دی، هیټ خولۍ یې په سر کړې او پزې ته یې تمبوزک اچولی خو څو شیبې وروسته د انځورګرانو په فرمایش له مخه دسمال لرې کوي.