کلتور او هنر

عرفان خان په وژونکي مغزي ناروغۍ اخته دی

لیکنه: شریف شاهین

د فبروري په میاشت کې د هندي سینما پیاوړي لوبغاړي عرفان خان د خپل فلم شوټینګ د خپل ناجوړه صحت له امله لغوه کړ.

رسنیو هغه وخت ونه ویل چې عرفان خان کومه ناروغي لري؛ خو د جمعې په ورځ عرفان خپله په یو دردوونکي تویټ کې ولیکل، چې د نیورو اندوکراین په نوم ناروغي لري.

نیورو اندوکراین NET وژونکي ناروغي ده، چې د ماغي نیورونو له حجراتو سرچینه اخلي او په هاضمي او تنفسي سیتم کې لار کوي. د ډاکترانو په وینا ددې ناروغۍ له امله سږي، اپنډیکس، کوچینو کولمې، مقعد، او پانقراس ډير ژر متاثره کیږي؛ اما دا هم امکان لري، چې د وجود په هره برخه کې کې اغیز راڅرګند شي.

عرفان خان خپل ټویټ د وتلي امریکايي لیکوال مارګریټ میشل په یوې وینا پیل کړی، چې لیکلي يې دي:

“ژوند هیڅ مجبوریت نه لري، چې زموږ ټولې غوښتنې دې پوره کړي.”

عرفان خان وړاندې لیکلي:

“له تمې خلاف څيزونه موږ ته قوت بښي او زه دا څو ورځې له همداسې له تمې خلاف یو حالت سره مخامخ یم. زه د نیورو اندوکراین تمور(په عصبي نیورونو کې دانه) لرم او دا راته له زغمه وتلې ده؛ اما د دوستانو او خپلوانو ډاډ او زما خپلې حوصلې راته څه ناڅه هیله وبښله.”

عرفان خان ویلي، چې د څه وخت لپاره به د خپلې درملنې لپاره له هندوستانه بهر وي، او له خپلو مینوالو يې غوښتني، چې ورته دعاوې وکړي.

نیورو اندوکراین یا NET:

د هندوستان د طبي خدماتو پخواني مشر ډاکتر کی کی اګروال ویلي، چې د نیورو انډوکراین ناروغي ډیر کله په ګرانه تشحیص کیږي، ځکه چې د یو شمیر نورو ناروغیو سره يې نښې او علایم ورته دي.

ددې ناروغۍ علایم ډير کله په ګیډه کې دردونه، تشناب کې د حاجت رفع کولو پر مهال ستونزه او کانګې کول دي.

که همدا ناروغي په سږو کې پیدا شي، د سینې د میکروبي کیدو او په ساه اخیستلو کې ستونزې زیږوي.

دې ناروغۍ سره بې اشتهايي او د وزن کمیدل هم رامینځ ته کیږي.

نیورو اندوکراین ناروغي د عصبي خجراتو ترشحات غیري منظم کوي او د عضلاتو بلانس د ستونزو سره مخ کوي.

دا ناروغي کوم خاص عامل نه لري، خو ډير کله د پاخه عمر په کسانو کې پیدا کیږي. د ایپل کمپنۍ مشر سټيو جاب هم په ۲۰۱۱ کال کې د همدې ناروغۍ له امله ومړ.

د نیورو اندوکراین ناروغي علاج د هغې په نوعه او په وجود کې يې په ريښې خپریدلو پورې اړه لري. څومره چې دې ناروغۍ په وجود کې کمې ریشې خپرې کړې وي، او ډول يې ساده وي، هومره يې درملنه اسانه ده.

ددې ناروغۍ سره د مقابلې یوه مهمه لار پرهیز دی. له مساله لرونکو خوړو او د الکولو له څښاک څخه جدي خوداري پکار ده.

عرفان خان ۵۱ کلن دی او د هندي فلمونو سربیره په امریکايي او برتانوي فلمونو کې هم خاص نوم لري.

نوموړي له ستپا سیکدار سره په ۱۹۹۵ کال کې واده وکړ او اوس دوه ماشومان لري. عرفان د نورو ګڼو ایوارډونو تر څنګ د پاډما شري په نوم مشهور ایوارډ ګټلی دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین