سینما او موسیقي

کرینه کپور د لومړي ځل لپاره عرفان سره په یوه فلم کې کار کوي

د هندي سینما د ځانګړي سبک څښتن اداکار عرفان خان د دغې سینما د ښکلې اداکارې کرینه کپور سره په یوه فلم کې راښکاره کیږي.

د اردو نیوز خبرې ویپاڼې د خبر له مخې دوی دواړه به ډېر په یوه فلم سره جوړه راښکاره شي.

د بالیوډ دغه مشهور اداکار عرفان خان لا ډېر وخت نه کیږي چې له وژونکي سرطان ناروغۍ بېرته راګرځېدلی.

درې ورځې وړاندې د نوموړي تصویرونه په هوائي میدان کې لیدل شوي وه چې مخ یې پټ کړی او له امریکا څخه بېرته خپل هېواد هند ته ستون شوی.

دی له ډېر وخت راهیسی د وژونکي ناروغۍ سرطان سره په مبارزه کې وه او په امریکا کې په درملنه بوخت و.

اوس رپوټونه وایي چې نوموړی رک روغ دی او هېواد تته په راستنېدو سره به خپل هنر ته مخه کړي.

دغه فلم ستوری د ځانګړي سبک څښتن دی او ډېر مینوال هم لري.

د رپوټونه له مخې اداکار عرفان خان ډېر د کرینه کپور خان سره په یوه فلم(هندي میډيم۲) کې راښکاره شي.

د معلوماتو په اساس د دغه فلم د صحنو ډکولو چارې یا شوټینګ هم پيل شوي.

د یادولو وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې کرینه کپور خان په یوه فلم کې جوړه د عرفان سره مرکزي رول لوبوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی