کلتور او هنر مخکښان

د «وګوره دب دب زما» سندرغاړی: مینه او مېرمنه دواړه زورور دي !

لیکنه: ياران

لیکنه: بشر دروېش

وګوره دبدب زما
سل مې په اردل کښې ځي
سل مې غلامان دي، سل اسونه په سل لارې ځي
سل پکښې ریبارې ځي

دا د چاربیتې په بابا د مشهور شاعر عبدالواحد ټیکه دار چاربیته ده، چې څه باندې ۴۵کاله مخکې لیکل شوې، خو له څو کلونو راهیسې یې سخت مارکېټ موندلی او د ډېرو خلکو په خوله اوړي را اوړي.

د ټیکه دار دا چاربیته ځوان خو ډېر مشهور شوي هنرمند عرفان کمال ویلې، چې له ډېر هرکلي سره مخ شوې.

په دې مطلب کې به عرفان کمال او د هغه هنر در وپېژنو:

د پلار د دعا او میراث پوروړی
عرفان کمال ځان د خپل پلار( فضل الربي استاد) د دعا او میراث پوروړی ګڼي. دی وایي پلار یې د خپلې سیمې مشهور ولسي سندرغاړی و، چې «یه قربان» ویلو یې په ټوله پښتونخوا کې خاص نوم لره.

د ده په وینا پلار یې دعا ورته کوله، چې په زامنو کې یې دی وکړای شي د هغه هنر ژوندی وساتي.

کمال د خپل هنري پرمختګ راز د خپلې خوارۍ ترڅنګ د پلار دعاګانې او په میراث کې ورته د موسیقۍ هنر پریښودل ګڼي.

هغه زیاتوي، چې د ښوونځي له وخته یې سندرو سره مینه وه. د ده په خبره هلته یې د ترانې په ډله کې غړیتوب متوجه کړ، چې د ده په وجود كې یو هنرمند موجود دی.

دا پښتون سندرغاړی موسیقي ستونزمن کار ګڼي او وایي، ده پکې ډېرې سړې تودې لیدلي دي.

عرفان کمال د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ له طورو سیمې سره تړاو لري. عمر یې نیږدې ۳۰ کاله ښودل شوی. د ده ویډیو سندرې او البمونه لږ دي، خو په ولسي مجلسونو کې زیات برخه اخلي او ډېر وربلونکي لري.

له چاربیتې سره هنري پيل
د عرفان کمال ترټولو مشهوره سندره« وګوره دب دب زما» د هغه د هنري پيل لومړۍ سندره ده. دی وایي دغه چاربیته یې په لومړي ځل په ۲۰۰۱ کې پېښور راډیو ته ثبت کړه، چې له تاوده هرکلي سره یې مخ کړ.

کمال د خپلې دې سندرې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې دا په یادو وایي کنه؟ وایي نه د دې چاربیتې د هر ځل ویلو لپاره اوږد تمرین کوي، د کاغذ له مخې یې وایي، ځکه ډېره اوږده ده او پکې د غلطیدو چانس ډېر وي.

ولسي موسیقۍ ته لومړیتوب
عرفان کمال ولسي موسیقي د خپل هنري فعالیت مهم لومړیتوب ګڼي او وایي دې موسیقۍ ته به تر پایه کار کوي.

کمال د سندرې ویلو ترڅنګ رباب هم غږوي. دی وایي ولسي سندرو یې له پښتنو سیمو اخوا نورو خلکو هم خوښ کړي، چې دې کار یې ولسي موسیقۍ ته د زیاتې پاملرنې هوډ پیاوړی کړی.

دی د پښتو ټپه هغه ولسي ژانر یادوي، چې په وینا یې له بل هر ژانر څخه پيغام په ډېر هنري او لنډ ډول مخاطب ته رسولای شي.

عرفان کمال زیاتوي: که یوه ټپه په یو زر کسیز محفل کې څوک وکړي او ماضي خپل مخاطب سره سترګې په سترګو شي، هغه پوهولای شي چې ټپه یې هغه ته کړې او یو پيغام یې ورته درلود.

د مینې ترڅنګ مېرمنه هم زوروره ده!
عرفان کمال د نورو کمالونو ترڅنګ د شاعرۍ کمال هم لري.(هسې یوه خبره ده – مینه زوروره ده) د ده خپل شعر دی، چې له موسیقۍ سره یې ویلی او ډېر شهرت یې وربښلی.

دی د شاعرۍ دلیل یې مینه ګڼي او وایي، چې مینه زوروره ده، ځکه خو یې شاعرۍ او موسیقۍ دواړو ته هڅولی.

عرفان کمال په یوه مرکه کې په دې اړه وپوښتل شو، چې دا زوروره مینه یې څوک وه، ترلاسه یې کړه کنه؟
د ده ځواب دا و، چې: له مرکې نه وروسته کور ته ځي، هلته به یې مرکه لیدل کیږي، خو هېر مو نه شي، چې د مینې ترڅنګ مېرمنه هم زوروره ده.

دا ځواب څرګندوي، چې عرفان کمال پرخپلې زورورې مینې بریالی شوی نه دی او اوس یې د مېرمنې له ډاره حال نه شي ویلای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران