سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

  ایرلینډ د غچ اخیستو، خو افغان لوبډله بیا د سریز ګټلو په تمه ؛ خو څه باید وشي ؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ایرلینډ کې د کوربه لوبډلې ایرلیڼد سره د دوه پرلپسې لوبو د لړۍ په وروستۍ سیالۍ کې سبا یو ځل بیا د ایرلینډ خلاف بخت ازمايي.

که څه هم د دوه ۲۰ اوریزه سیالیو وروسته افغان کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې هم ایرلینډ ته ماتې ورکړه، خو ایرلینډۍ لوبډلې په دویمه ۵۰ اوریزه لوبه کې بیرته د افغانستان خلاف بریا خپله کړه او دغه لړۍ یې ۱ د ۱ سره مساوي کړه.

په وروستیو سیالیو کې د افغان لوبډلې لخوا د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې ته د مسلسل ماتو ورکولو سره داسې ګڼل کیده، چې ښايي دا خل ایرلینډ د افغانستان خلاف په هیڅ کومه سیالۍ کې بریا خپله نکړي، خو هغسې ونشول.

 

د سبا ورځ په سیالۍ کې به دواړه لوبډلې په دې کوښښ کې وي، چې په سیالۍ کې د بریا په خپلولو سره د سیریز ګټه هم په خپل نوم کړي.

ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډله به د افغان لوبډلې څخه د ۲۰ اوریزه لوبو د سیریز د غچ اخیستو خیالونه ګوري، خو له بلخوا به بیا افغان کرکټ ملي لوبډله ایرلینډۍ لوبډلې څخه په تیره سیالۍ کې د ماتې بدل د سیریز په ګټلو سره اخلي.

په لوبډله کې باید کوم بدلون راشي ؟

که له یو خوا د ایرلینډ ویشتن ځایونه (پیچونه) سخت دي، له بل خوا افغان توپ وهونکي د کمې حوصلې خاوندان دي او زیات لوبغاړي په هر ډول فارمټ کې د ۲۰ اوریزه سیالیو په څیر لوبیږي، چې په روان سیریز کې نتیجه هم مثبت نه ده.

له پیل یا اوپنینګ نه واخله تر وروستیو پورې توپ وهونکي د تیزې لوبې کوښښ کوي او د یوې او دوه منډو سره ډیره علاقه نه ښايي، نو هماغه ده، چې زمونږ بیټینګ په روان سیریز کې ناکام دی.

که ایرلینډۍ لوبډله هم د افغانستان خلاف په بیټینګ کې ښه نه ده ځلیدلې؛ نو لامل د کرکآ په اوسني وخت کې د افغان لوبډلې ټاپ سپین بالینګ دی، چې په نړیواله کچه یې لوبډلې راګیر کړې دي.

راشد خان، مجیب ځدران او محمد نبي عیسی خیل هغه درې توپ اچونکي دي، چې په نړیوال کرکټ کې یې اوس بې شمیره توپ وهونکي د بالینګ خلاف د ستونزو سره مخامخ دي، خو د ایرلیڼد د کمزوري بالینګ خلاف د افغان توپ وهونکو پاتې راتلل د افغان لوبغاړو د کمزورې توب وهنې ثبوت وړاندې کوي.

د جمعې ورځ سیالۍ ته په لوبډله کې یو شمیر بدلونونه ښآيي مثبته نتیجه ورکړي

۱ – د افغان لوبډلې د پیل په لوبغاړو کې یو بدلون هغه د حضرت الله ځاځي دی، چې په وروستیو دوه لوبو کې یې کار کردګي په نشت حساب ده.

که څه هم حضرت ځاځي به لمړیو دوه ۲۰ اوریزه سیالیو کې په خپلې توپ وهنې افغان لوبډله دوه مسلسل بریاوو ته ورسوله، خو د ۲۰ اوریزه لوبو په نسبت په ۵۰ اوریزه لوبو کې حوصلې او په ویشتن ځای پاتې کیدو ته اړتیا لیدل کیږي، په ویشتن ځای کې مقابل ملګري سره د یوې دوه منډو کوښښ او همغږۍ ته اړتیا وي، خو به طبیعي ډلو حضرت ځاځی د تیزې لوبې سره عادت ښکاري او لوبه په چټکۍ سره وړاندې وړل غواړي، چې په همدغه اساس وروستیو سیالیو کې نتیجه ښه نه ده، نو پر ځای یې لوبډلې سره مل بل اوپنر جاوید احمدي ته موقع ورکول پکار دي، ځکه جاوید احمدي تر ډیره د یوې او دوه منډو جوړلو کې بریالی وي او له بلې خوا ورسره د چټکې لوبې لپاره شهزاد محمدي شتون لري.

۲ – له اوپنینګ وروسته په میډل ارډر کې د حشمت الله شاهدي پرځای سمیع الله شینواري ته اړتیا لیدل کیږي.

که څه هم حشمت شاهدي په لمړۍ سیالۍ کې ۵۰ سیزه جوړه کړې ده، خو د حشمت شاهدي په نسبت سمیع الله شینواری په سختو حالاتو کې د افغان لوبډلې لپاره په زیاتو وختونو کې د یوې دوه منډو ترڅنګ په غټ هیټ یا شاټونو سره چټکه لوبه هم ترسره کوي او حشمت شاهدي بیا په تیزه لوبه کې یو څه ښه نه بریښي.

سمیع الله شینواری په وروستیو کې ډیر ښه ټچ کې هم دی او د افغانستان د کورني کرکټ لیست ای سیالیو دویم پړاو کې یې دوه سلیزې هم جوړې کړې دي او تر ۱۹۳ پورې لوړې منډې ریکارډ ثبت کړې، نو ښايي د سمیع شینواري راتګ د سبا ورځ سیالۍ ته ګټور ثابت شي.

۳ – افغان لوبډله په وروستیو وختونو کې د تیز بالینګ د تشې سره مخامخ ده او د ۲۰ اوریزه لوبو ترڅنګ په ۵۰ اوریزه سیالیو کې هم په یو تیز بالر سره ترکیب برابروي، چې دا د تیز بالینګ د نشتون یو ښکاره ثبوت وړاندې کوي.

افغان لوبډله د ایرلینډ په روان سفر کې هم په خپل سپین بالینګ تکیه کوي او یواځې یو تیز بالر او یو میډیم فاسټ بالر سره لوبیږي، چې د یو بل تیز بالر کمی محسوسیږي.

که څه هم د افغان لوبډلې چټک بالر دولت ځدران، چې پرې حساب کیږي، د ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی، خو د نامعلوم علت له کبله لا هم په لوبډله کې نه دی لوبیدلی.

 

که دولت ځدران لا هم سیالۍ ته برابر نه وي، نو د سبا ورځ سیالۍ ته د ګلبدین نایب پرځای د وفادار مومند غوره کیدل به حتمي یوه مثبته نتیجه ولري.

وفادار مومند په اوسني وخت کې د ځوان توپ اچونکو په منځ کې تر ټولو چټک بالر شمیرل کیږي، چې د بالینګ یا توب اچونې سرعت یې د ۱۴۵ رفتار سره برابر دی او په اوسنۍ لوبډله کې یې بل مثال نه لیدل کیږي.

د وفادار مومند راتګ او پر وړاندې یې د ایرلینډي توب وهونکو مقاومت به هم اسانه خبره نه وي او دغه توپ وهونکو ته یو سرخوږی جوړولی شي او هم د افغان لوبډلې په بریا کې مهم رول لوبولی شي.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دا وروستۍ مهمه لوبه به سبا د افغانستان په وخت د ورځې په ۲ نیمو بجو سره پیل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی