سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

که افغان ټیم خصوصاً نبي او راشد ایرلینډ سره ښه لوبه او سیریز وګټي، نو ۳ پرمختګونه به ولري !

افغان سلو توپ اچوونکی او ګوګلي ماسټر راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې هم د لومړي مقام رسېدو ته نژدې شوی.

اوس مهال دغه پیاوړی افغان توپ اچوونکی د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې په دویم مقام کې دی.

د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو په درجه بندۍ کې له راشد خان وړاندې په لومړي مقام کې د هندوستان تېز توپ اچوونکی جسپریټ بومرا دی چې توپیر یې سره ډېر لږ دی.

که څه هم راشد ارمان د ای سي سي د شل اوریزو لوبو په نړیوال رینکینګ کې په لومړي مقام دی، خو د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې دویم ځای لري.

یو ځل وړاندې هم راشد خان د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې لومړی مقام اخیستی و، خو تر ډېره ورسره پاتې نشو او هندوستاني جسپریټ بومرا ترې بېرته خپل ځای نیولی و.

اوس مهال راشد ارمان د یو ورځنیو سیالیو په نوملړ کې د ۷۶۳ پوائنټونو په لرلو سره په دوم ځای کې دی او هندوستانی تیز بالر جسپریټ بومرا د ۷۷۵ پواينټونو په لرلو سره په لومړي مقام کې ځای لري.

راشد خان د هندوستاني بومرا سره د ۱۲ پواینټونو په توپیر سره په جدول کې وروسته دی.

که چېرته افغان ګوګلي ماسټر راشد خان د ائرلینډ سره په روان سریز کې ښه کارګردګي وکړي، نو کولی شي چې د لومړي مقام سره د پوائنټونو توپیر ختم کړي او خپل لومړی مقام ونیسي.

بل لورته بل افغان لوبغاړی محمد نبي که د خپلې ښې کارکردګۍ سره وتوانیږي ۱۶ پوائنټونه واخلي د یو ورځنیو سیالیو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې به د ۱۶ نمبر څخه ۱۴ نمبر ته وړاندې راشي.

ورسره همهاله که افغان لوبډله په روان سیریز کې د ايرلینډ لوبډله کلین سویپ کړي، نو د افغان لوبډلې پوائنټونه به د ۶۳ څخه ۶۵ ته لوړ شي که څه هم په دغه پواينټونو د افغان لوبډلې به نوملړ کې تغیر نه راځي، خو د ویسټ انډیز لوبډلې سره به یې توپیر ډېر راکم شي.

همدا اوس افغان لوبډله د یو ورځنیو لوبو په جدول کې په لسم او د ویسټ انډیز لوبډله بیا ۹ مقام لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی