داعش له یوې ۱۰ کلنې نجلۍ څخه په امبور غوښې شکولي

عراق کې دعش وسله والو له یوې ۱۰ کلنې جلۍ څخه د خپلې مور په وړاندې په امبور ته ورته وسله غوښې شکولي او د سختې وینې بهیدنې وروسته مړه شوې ده.

دا کوچنۍ فاتین نومیده، چې داعش وسله والو د کور له دروازې بهر د پښې کیښودلو په جرم تر مرګه ورسوله.

فاتین د خپل کور خځلې او کثافات له کوره بهر ویستل، چې د داعش وسله والو لیدلې وه. په موصل کې داعش داسې اصول وضع کړي، چې هیڅ ښځه له کوره بهر نه شي وتلای.

د روسیې سپوټنیک خبري اژانس د خبر له مخې، چې وسله والو د ماشومې جلۍ له مور څخه وغوښتل، چې یا د لور سزا په خپل ځان ومني او یا دې هم خپلې لور ته سزا ورکول تحمل کړي.

امبور ته ورته وسله چې د پخوانۍ زمانې وسله ده او داعشیانو نوې جوړې کړي، دوه غاښونه لري، چې په غوښه خوله لګوي.

د پیښې یو شاهد یادې خبرې سرچینې ته ویلي، چې جلۍ وروسته له سختو ټپونو ساه ورکړه.

سپوټنیک ته یوې ۲۰ کلنې پیغلې چې ځان یواځې ایس بولي، ویلي، چې دوې دلته په داسې یو ډول لباس کې ژوند کوي، چې ځان ورته پکې اصلا انسان نه ښکاري.

هغه زیاتوي: ((داسې دې لکه زه يې چې په بیګ کې بنده کړې یم او راپسې بند کړی يې وي. سمه ساه نشم اخیستلای؛ لمر مو په مخ نه لګیږي.))

دې پیغلې ویلي، چې له ۲۰۱۴ کال راورسته دغلته زیاتې ځوانې نجونې د داعش وسله والو هدف ګرځیدلي دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */