رسنۍ ساینس او ټیکنالوژي

د ایران اپلېکېشنونه بې کاره شول

څه موده وړاندې اپل شرکت اعلان کړی و، چې له دې وروسته به له اپل سټور څخه ډېری اپلېکېشنونه لرې کړي او خلک به یې د کارولو اجازه نه لري.

اوس تازه دغه شرکت ډېری ایراني اپلېکېشنونه له منځه وړي دي، چې له دې ډلې ځینې مشهور یې سنپ، فون في، سېب اپ او داسې نور دي.

د اپل له دې پرېکړې وروسته هغه کسان ډېر سرګردانه او له ستونزو سره مخ دي، چې دغه اپلېکېشنونه یې کاروي.

د دغو اپلېکېشنونو ډېری یې په ایران کې مشهورو شرکتونو کارول، چې ډېری کاروونکو یې له دغو شرکتونو سره د همدغو اپلېکېشنونو له لارې په اړیکه کې وو، چې اوس یې دغه اړیکه پرې شوې ده.

ډېری کسان په دې اند دي، چې ګواکي د اپل دغه پرېکړه به پر ایران د امریکا له لوري له بندیزونو سره کومه اړیکه لري. خو اپل شرکت وایي، دغه کار یې د چا په خوښه او فرمایش نه دی کړی. دغه شرکت وایي، هڅه یې دا ده چې د خپلو توکو امنیت خوندي کړي او د هغو اپلېکېشنونو د نصب او کارولو مخنیوی وکړي، چې له مخې یې په یو ډول نه یو ډول د دغه شرکت او نورو اپل توکو کاروونکو ته زیان رسوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.