افغانستان سیاست

ایران وايي له افغان طالبانو سره یې خبرې کړې دي

لیکنه: ياران

یو لوړپوړي ایراني چارواکي د چارشنبې په ورځ تایید کړه چې له افغان طالبانو سره یې کتلي دي.

د ایران د ملي امنیت د شورا مشر علي شمخاني دا خبره کابل ته د سفر پر مهال کړې.

ایراني رسنیو د شامخاني له خولې ویلي” افغان حکومت یې له طالبانو سره له ارتباطاتو او خبرو خبر کړی او دا پروسه به دوام وکړي.“

په دې اړه چې دا خبرې چیرې شوي، جزییات نه دي ورکړل شوي. طالبانو خپله هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایران سپاه پاسدران ته نژدې د تسنیم خبري اژانس د ایران د ملي امنیت د سلاکار علي شمخاني له خولې ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو او په دې هیواد کې د ثبات غوښتونکی دی.

د تسنیم خبري اژانس یو خبریال عباس اصلاني پر خپل ټویټر لیکلي دا لومړی ځل دی چې ایران له طالبانو سره خپلې خبرې تاییدوي.

له ایراني استخباراتي چارواکو سره د طالبانو د لیدنو په اړه په داسې حال کې راپورونه خپریږي چې طالب استازو تیره اونۍ په متحده عربي اماراتو کې له امریکايي هییت سره دوه ورځني مزاکرات وکړل او دغلته یې د پاکستان، اماراتو او سعودي له استازو سره هم وکتل، خو د افغان هییت سره یې مخامخ خبرې کول رد کړل.

که څه هم په روایتي توګه د طالبانو او ایران اړیکې نه شته، خو دې دواړو لورو په وروستیو کې خپلو کې روابط پراخ کړي. د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې د ایران سرحد ته نژدې پرتې دې، وخت په وخت ځایي چارواکو ایران د طالبانو په ملاتړ تورن کړی. افغان چارواکي تور لګوي چې ایران د هغو وسلوالو تر شا دی چې د افغانستان په لویدیځ کې د اوبو پر بندونو او نورو عامه تاسیساتو بریدونه کوي. د امریکا دفاعي چارواکي هم وايي ایران له طالبانو سره نظامي مرستې کوي. امریکايي چارواکو په دې وروستیو کې هغه ایراني وسلې هم نندارې ته وړاندې کړې چې په وینا یې په له طالبانو څخه په افغانستان کې نیول شوې دي.

د ایران د ملي امنیت سلاکار نن په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه ریس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره لیدلي دي.

ارګ وايي ولسمشر محمد اشرف غني د ایران د ملي امنیت سلاکار سره په لیدنه کې وویل

” موږ د تلپاتې او باعزته سولې په برخه کې د هر هغه اقدام هرکلی کوو چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ګټور وي.“

بل خوا په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د ایران د ملي امنیت له سلاکار علي شمخاني سره کتلي دي. د ملي امنیت د شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي”ناسته کې دواړو خواوو پر بېلا بېلو موضوعاتو، په ځانګړې توګه د سولې بهیر، د سیمې امنیت او ثبات، ترهګرۍ سره ګډې مبارزې او دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا بحث او نظریات شریک کړل.“

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران