سیاست

فراه؛ د سعودي او ایران د نیابتي جګړې میدان ! – ارشاد رغاند

ارشاد رغاند

د افغانستان لویدیز او له ایران سره نیږدې ولایت فراه په وروستیو څو کلونو کې په شدت سره نا امنه شوی . دا نا امني تر دې حده ده، چې څو ځله د دې ولایت د سقوط اوازې او وړاندوینې هم شوي او په واقعیت کې دا وړاندوینه ډېره غیر واقعي او نا ممکنه هم نه وه .

خو فراه ولې په دې حال شوه؟ یوازې له ایران سره د افغانستان د اوبو د ستونزې قرباني ده ؟ د سرحدي موقعیت له کبله د نیشه یي توکیو مافیا نا امنه کړې او که نور لاملونه شته ؟

د نیابتي جګړې مسئله

پورتني لاملونه چې د پوښتنو په بڼه یې یادونه وشوه هر یو پر خپل ځای د فراه په نا امنۍ کې ونډه لري، خو تر ټولو مهم لامل یې د سعودي عربستان او ایران د نیابتي جګړې د میدان په توګه له فراه ولایت څخه استفاده کول دي .

فراه د هغو نورو لاملونو ترڅنګ د خپلو ځانګړو ځانګړنو له کبله د نیابتي جګړې لپاره مناسبه سیمه ده . د ځانګړو ځانګړنو په اړه په لنډه توګه دا څو دلایل یادولی شوو :

– په لویدیز کې فراه ډېر غربت، وچکالۍ او محرومیت ځپلی ولایت دی، که څه هم غور به له فراه څخه ډېر محروم وي، اما هغومره حساس سرحدي موقعیت نه لري لکه فراه .

– په فراه کې قومي او مذهبي جوړښت هم نسبتاً ډېر متنوع او د نورو لویدیزو ولایتونو په پرتله پکې جګړې ته سرباز ګیري او هڅونه اسانه او ارزانه ده .

– د سرحدي موقعیت ، نیشه یي کاروبار، غربت او نورو له کبله پر وسله والو مخالفینو سربېره مافیایي ډلې هم د وضعیت خرابولو لپاره ډېره همکاري کولای شي او کوي .

ولې او کومه نیابتي جګړه ؟

د اسلامي نړۍ په کچه سعودي او ایران له لسیزو راهیسې د رهبرۍ هڅه کوي او غواړي له نورې نړۍ سره له دې موقفه ژور تعاملات او سیاسي معاملې ولري . دوی خپله دا سیالي د شوروي ښکېلاک پر وړاندې د افغان مجاهدینو له پالنې تراوسه په دوامداره توګه جاري ساتلې او په شدت سره یې په افغانستان کې د شیعه ییزم او وهابیزم لپاره پانګونه او کار کړی دی .

د دې کار بېلګې کمې نه دي ، خو فراه ته ځکه پکې پاملرنه وشوه چې غالباً سعودي او ورسره ملګرو نورو عربي هېوادونو د ایران د ننګولو لپاره د یوې نیږدې او مساعدې سیمې په توګه مناسب ځای باله .

څو کاله مخکې راپور خپور شو، چې د قطر یو شمېر شهزادګانو ته په فراه کې د ښکار غیر قانوني اجازه ورکړل شوې . همدا شان په دغه سیمه کې د یو شمېر عربي پانګوالو د پانګونې د لېوالتیا خبر هم ورکړل شو .

دا هر څه په داسې حال کې ول، چې له وسله والو طالبانو څخه د ایران د ملاتړ خبره هم توده وه او له اوازو څخه تر رسمي ادعاوو ورسېده .

څو میاشتې مخکې د افغانستان د ملي امنیت لوی ریس معصوم ستانکزي له بي بي سي تلویزون سره په یوه مرکه کې په مستقیم ډول ایران د افغانستان په لویدیځ کې له وسله والو طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړ .

دا چې افغان حکومت په ټوله کې له سعودي عربستان سره ښې اړیکې لري او هم یې یو شمېر کړۍ په څرګند ډول د ایران په اطاعت تورن دي، له دې کبله حکومت یا نه غواړي یا نه شي کولای په ښکاره د ایران او سعودي د نیابتي لوبې په اړه څه ووایي .

د همدې مصلحت یا مجبوریت له کبله افغان حکومت د ایران د بد نیتیو موضوع تر ډېره د افغانستان په لویدیځ کې د اوبو له جوړیدونکو بندونو سره د ایران حساسیت ښيي . ایران هم د دې لپاره، چې خپله نیابتي لوبه پټه او کامیابه وساتي له افغانستان سره د اړیکو خړیدو وجه ظاهراً همدا د بندونه مسئله تبلیغوي .

البته په دې کې شک نشته، چې ایران دا موضوع هم زغملی نه شي او په ناحقه د افغان حکومت دا برحقه هڅې او پرمختګونه ننګول غواړي، خو اصلي مسئله تر ډېره له سعودي سره د نیابتي جنګ مخته وړل او په دې جنګ کې خپلو غوښتنو ته د افغان حکومت د مجبورولو هڅې دي .

په هرحال، افغان حکومت ته د داسې خطرناکو لوبو د مخنیوي او پای ته رسولو لپاره د ژورو تدابیرو او اقداماتو پلانول او تطبیقول اړین دي .

دا اقدامات او پلانونه به ستونزمن او ننګونکي وي، خو د افغانستان د ثبات له مهمو اړتیاوو څخه دي .

له فیسبوک تبصرې

تبصرې