رسنۍ سیاست نړۍ

له امریکا سره فیسبوکي ډغره؛ د ایران لسګونه جعلي اکونټونه وتړل شول

لیکنه: بشر درویش

فیسبوک او ټویټر ټولنیزو شبکو اعلان کړی، چې د امریکا د مشهورو سیاستوالو، ورځپاڼه لیکونکو او نورو څېرو په نوم جوړ شوي ګڼ دروغجن ادرسونه یې تړلي.

د دغو شبکو په وینا له دغو دروغجنو ادرسونو څخه د امریکا خلاف او د ایران په ګټه نشرات ترسره کیدل.

د اکونټونو شمېر

فیسبوک ټولنیزې شبکې ویلي، چې دوی ۵۱ داسې فیسبوکي اکونټونه، ۳۶ ځانګړې پاڼې، ۷ ګروپونه او ۳ انسټګرام ادرسونه تړلي دي.

د سرچینې په وینا دوی موندلي وو، چې دغه ادرسونه د دروغجنو کسانو لخوا پرمخ وړل کیږي او دا د فیسبوک د قوانینیو ښکاره نقض و.

د تړل شویو اکونټونو فعالیت

سرچینې ویلي، چې له دغو اکونټونو څخه تر ډېره د امریکا او ایران د اړیکو او دغه راز د منځني ختیځ د وضعیت په اړه په پرله پسې ډول غلطونکي معلومات خپریدل.

د معلوماتو تمرکز د امریکا پرځپلو او د ایران پر پياوړي ښودلو و.

له دغو ادرسونو څخه دغه راز د ایران د حکومت سرسختو مخالفو ایرانیانو لکه: خبریالانو، د پوهنتون استادانو او نورو سره اړیکې نیول کیدې او ورته ویل کیدل، چې ایران په حقه او امریکا ناحقه روان دی.

ویل شوي، چې ایران د ۲۰۱۸ له اپریل راهیسې دغه سړه جګړه پيل کړې وه او تراوسه یې دوام ورکاوه.

ولې سړه جګړه؟

ایران په وروستیو کې د امریکا له لورې تر سختو بندیزونو لاندې راغلې ده.

د دغو بندیزونو له کبله د دغه هېواد نفت ډېر کم اخیستونکي لري.

ډېرو هغو هېوادونو، چې له ایران څخه یې په لویه کچه نفت پیرل، د امریکا د فشار له کبله یې دغه کار پای ته رسولی.

ایران، چې د سړې جګړې په برخه کې زیات مهارت او کادرونه لري، اوس یې په دې خاطر چې په کوردننه زیاتیدونکي مخالفتونه کنټرول او ورته وښيي، چې امریکا بیرته له خپلو دغو ګامونو شاتګ کوي، دغه کار ته مخ اړولی.

د ایران اخوندي حکومت وېریږي، چې که په دا ډول کاذبو ذهنیت سازیو خپل ملت تېرنه باسي؛ پرضد به یې قیام وشي او د اقتصادي ستونزو له کبله تر پوزې راغلي خلک به یې نور خاطر ونه کړي.

څه موده مخکې د ایران د پارلمان مرستیال ویلي و، چې هېواد یې له عراق سره د جګړې تر مودې په مراتبو په بد اقتصادي حالت کې دی.

د غبرګونونو تشه

امریکا متحده ایالاتو او ایران دواړو د فیسبوک کمپنۍ د دغه اعلان په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې ایران ورته تورونه ردول او امریکا یې تورنوله، چې له هرې ممکنې لارې د ایران د بدنامولو لپاره کار کوي.

د فیسبوک ټولنیزه شبکه هم د امریکایانو ده او مرکزیت یې په یاد شوي هېواد کې دی.

 

 

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي