له نړۍ

ایرانی ماشوم د مړو په غسل خانه کې بیا ژوندی شو

لیکنه: بشر درویش

 

پښتو متل دی چې: د ګور شپه نه په کورکیږي.

خو موږ به د دې مطلب له مخې دا متل داسې وکاروو: د کور شپه نه په ګورکیږي.

د لومړني متل د تطبیق زیات مثالونه به لرئ، لیدلي به مو وي چې یو څوک رک روغ درسره ناست وي، خو ناڅاپه یا په عادي مرګ یا په کومه پېښه کې د ګور شپه کور ته نه شي رسولای.

د دویم متل د اثبات مرحله هغه وي چې یو څوک په مرګ حساب وي، خو دا چې د ګور د شپې وخت یې نه وي رسیدلی، کور ته شپه نه شي رسولای.

د ایراني ماشوم کیسه

د ایران په ارومیه ښار کې یو شپږ میاشتینی ماشوم څو ورځې مخکې له ناروغۍ وروسته ډاکټرانو مړ وباله، خو دی په غسل خانه کې بیرته ژوندی شو.

د ایران روغتیایي چارواکو ویلي، چې دغه ماشوم ډاکټرانو له صحي معایناتو وروسته مړ موندلی و.

ډاکټرانو د هغه بیا ژوندی کیدل حیرانونکی ګڼلی او ویلي، چې دا یوه نادره پېښه وه.

ستونزه چېرته وه؟

د ایران یوه مشهور ډاکټر هوشنګ عطا پور د دغه ماشوم د مرګ او ژوند په تشخیص کې د ستونزو په اړه ویلي چې ممکن د هغه معالج ډاکټر په سمه توګه د هغه د ژوند و مرګ په تشخیصولو کې پاتې راغلی وي.

هوشنګ عطاپور باور لري، چې د شیدو څښونکو ماشومانو د مرګ او ژوند تشخیص؛ هغه هم د سختې ناروغۍ پر وخت ستونزمن کار دی.

د عطاپور په وینا، په پرمختللو هېوادونو کې د داسې نویو زېږیدلو ماشومانو د مرګ و ژوند د تشخیص لپاره له ډېرو عصري تجهیزاتو څخه ګټه اخیستل کیږي.

هغه باوري دی، چې په وروسته پاتې هېوادونو کې ممکن ډېرماشومان د غلط تشخیص له کبله په ژوندوني په مړو حساب شوي وي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي