لوبې

اۍ پي ایل – د هندوستان غوره لیګ سیالیو لسم پړاو سبا پیلیږي

کریکټ په هند کې تر ټولو مهشوره او ټول خوښونکې لوبه ده.IPL (د هند کریکټ غوره لیګ) د نړۍ مهشور تجارتي لیګ دی.

دغه لیګ په 2008 کال کې پیل شوی چې تر دامهاله يې نهه پړاوه مزل کړی دی.

سبا (چهارشنه) د ۲۰۱۷ کال د اپريل پر ۵ مه يې لسم پړاو لوبې پیلیږي.

په دغه لیګ کې اته لوبډلې لوبیږي چې هر لوبډله ۱۶ لوبې کوي او دوه دوه ځلې له یوه بل سره مخامخ کیږي.

د هندوستان غوره لیګ یا IPL سیالۍ تجارتي سیالۍ دي او په کې هر لوبغاړی په پیسو اخیستل کیږي. سږ کال یعنې په ۲۰۱۷ ای پی ایل سیاليو کې انګلینډي لوبغاړی بین سټوک تر نورو لوبغاړو قیمته په ۱۴ کرورړه هندۍ کلداري اخیستل شوی دی.

د IPL سیالیو په هره لوبډله کې 4 بهرني لوبغاړي لوبه کوي او پاتې نور ټول د هندوستان خپل لوبغاړي وي چې اکثره يې د کورني کریکټ نه ورته ټاکل شوي وي.

د ای پي ایل په سیالیو کې دوه ځلې چینایې سوپرکینګز لوبډلې، درې ځلي کلکټه نایټرایډرز لوبډلې، دوه ځلي ممبايی انډینز لوبډلې، یو ځل ډیکن چارجر لوبډلې او وروستي سن رایزر حیدر اباد لوبډلو اتلولي ګټلې ده.

راجستان رویل، چینایې سوپر کېنګز هغه لوبډلې دي چې د دوو کلو له پاره پرې د هندوستان د کریکټ بورډ له لوري بندیز ولګیده او یو بل ته د لوبي په پرېښودو له امله په فساد تورني شوي دي.

ډیکن چارجر هغه لوبډله ده چې لومړي ځل لپاره یې ای پي ایل سیالۍ وګټلې، خو وروسته بیا د دغې لوبډلې نوم له له لوبډلو ووته.

افغان لوبغاړي په ای پي ایل کې:

ای پي ایل په نړۍ کې د شل ۲۰ اوریزو لوبو مشهور لیګ دی چې په کې په لومړي ځل دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل او راشد ارمان اخیستل شوي دي.

د کریکټ نړۍ وال څارونکي باور لري چې افغانستان د کریکټ په برخه کې ډېر اوږد مزل په لنډ او تنګ وخت کې کړی دی او همدا لامل دی چې په ډېر کم وخت کې يې د نړۍ والو پام د ځان خواته راګرځولالی دی.

محمد نبي او راشد ارمان همدا اوس د خپلې لوبډلې سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره دي او سبا یعني د اپریل پر ۵مه به يې لومړۍ سیالۍ د رویل چلینجرز بنګلور لوبډلې سره وي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپریږي چې ګنې افغان اوپنر لوبغاړی او ویکټ ساتونکې شهزاد محمدي هم د هند په غوره لیګ سالیو کې د لوبیدو چانس پیدا کړی، خو تراوسه پورې په دغو سیالیو کې د شهزاد محمدي لوبیدل په رسمي ډول تایید شوي دي نه دي.

کریکټ څارونکي په IPL کې د افغان لوبغاړو لوبیدل ډېر مهم یادوي. ددوی په باور IPL کې د نړۍ وال کریکټ مهم لوبغاړي لوبیږي چې ددوی سره یوځای لوبه کول افغان لوبغاړو ته د نویو تجربو ښه فرصت برابروي.

د څارونکو په باور IPL (د هند کریکټ غوره لیګ) کې د افغان لوبغاړو ګډون د افغانستان کریکټ ټيم د لوبو له پرمختګ سره پوره مرسته کولای شي.
دا کال په اۍ پي ایل کې لوبیدونکې لوبډلې:
• Kings XI Punjab (کینګز ایلیون پنجاب)
• Delhi Daredevils (ډيلي ډریډویلز)
• Gujarat Lions (ګوجرات لاینز)
• Kolkata Knight Riders (کلکته نائټر رائیډرز)
• Mumbai Indians (ممبای انډینز)
• Sunrisers Hyderabad (سنرایزر حیدراباد)
• Royal Challengers Bangalore (رویل چلینجرز بنګلور)
• Rising Pune Supergiant (ریسنګ پوني سوپر ګینټ)

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */