سپورټ نړیوال کرکټ

د IPL په تاریخ کې د ډیرو پیسو جمعه کوونکي لوبغاړي؛ ډوني له ټولو مخکې دی

د دوشنبې په ورځ د آې پي ایل سیالیو لپاره د هغو لوبغاړو نوملړ خپور شوی، چې آې پي ایل سیالیو کې یې تر ۵۰ کروړه لوړې روپۍ جمع کړي دي.
په دغو لوبغاړوکې لومړی د چینای سوپرکېنګز لوبډلمشر مهیندرا سېنګ ډوني دی.

د ډوني قېمت:
هغه د لومړي پړاو آې پي ایل څخه تر دولسم پړاو آې پي ایل سیالیو پورې ۱۲۲ اعشاره ۸۴ کروړه هندي کلدارې جمع کړي دي او دا یې تنخوا ده.

په دغو لوبغاړو کې شا اوخوا ۱۹ لوبغاړي شامل دي، چې د ۵۰ کروړو څخه یې زیاتې روپۍ جمع کړي دي.

دوه، نوي لوبغاړي چې سږ کال له پنځوس کروړو څخه لوړ قېمت ته پورته شوي او پېسې یې تر پنځوس کروړو اوښتي هغه یوسف پټان او اشوین دي.

یوسف پټان ۲۰۱۸ کال آې پي ایل کې په ۱ اعشاریه ۹ کروړه هندي کلدارو اخېستل شوی و.

د یوسف پټان د ټول اې پي ایل قېمت:
له لومړي سره تر دولس پړاو آې پي ایل پورې د یوسف پټان ټولې پېسې ۵۱ اعشاریه ۴۸ کروړه هندي کلدارو ته رسېږي.

یوسف پټان ۳۳ کاله عمر لري او د حېدراباد لوبډلې سره لوبېږي، مخکې هغه له کلکتې لوبډلې سره لوبېده.

د اشوېن قېمت:
د اشوېن ټول قېمت ۵۷ اعشاریه ۲۹ کروړه هندي کلدارې حساب شوی دی. اشوېن د کېنګز ایلیون پنجاب له خوا په ۷ اعشاریه ۶ کروړه اخېستل شوی و. اشوېن پخوا د چینای لوبډلې سره لوبېده.

کرېس ګېل او د هاربجن سېنګ قېمتونه:
هاربجن سېنګ مخکې د چینای او ممبيي لوبډلو لپاره لوبېده او یو ځل بیا به ممبيي لوبډلې سره ولوبېږي د کرېس ګېل او سېنګ

قېمتونه ۵۰ کروړو ته رسېدلي دي. کرېس ګېل د پنجاب لوبډلې په ۲ کروړه روپیو پېرلی و.

روهېت شرما ډوني پسې دوهم مقام کې دی:


د ممبيي لوبډلمشر روهېت شرما په آې پي ایل کې ډېرې روپۍ اخېستې دي؛ نوموړي په ټولو پړاوونو کې ۱۱۶ کروړه هندي کلدارې اخېستې دي، چې له ډوني وروسته دوهم مقام کې دی.

د ویرات کولي ټول قېمت :
ویرات کولي چې په تېرو سیزنونو کې د رویال چلېنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر و، په ۲۰۱۸ م کال کې په ۱۷ کروړه هندي کلدارو اخېستل شوی و. دریم مقام یې د آې پي ایل په ټولو قېمتونو کې اخېستی.


د هغه د ټولو لوبو مجموعي پېسې ۱۰۹ کروړه کېږي.

د نورو لوبغاړو قېمتونه:
کرېس ګېل، سورېش رېنا، ګاتم ګمبیر، یوراج سېنګ، شېن واټسن، کېرون پولارډ، سونېل نرېن، ډېوېډمېلر، ای بي ډیویلیئرس د هغو لوبغاړو په قطارکې دي، چې د اې پي ایل له طریقه یې د پېسو مجموعه تر ۸۰ اعشاریه ۵ کروړو پورې رسېږي.

د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل سیالۍ د مارچ په میاشت کې پېلېږي او د می په میاشت کې پای ته رسېږي.

باید یاده شي ډوني او روهېت شرما هغه لوبډلمشران دي، چې درې، درې ځلې یې د آې پي ایل اتلولۍ ګټلي دي.

په دغو قېمتونوکې ځکه د افغان لوبغاړو نومونه نشته، چې هغوی تر اوسه دوه پړاوونوکې لوبېدلي دي. راشدخان تېرکال حېدراباد په ۹ کروړه هندي کلدارو پېرلی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې