سپورټ نړیوال کرکټ

ريشب پنت د اجينکا رهاني سليزه په اوبو لاهو کړه.

لیکنه: مدثر دعوت
اعلان

ليکنه: مدثر دعوت

د هندوستان پريمرليګ په ۴۰مه لوبه کي راجستان رويالز او ډهلي کاپيټلز سره مخ سوه.

ډهلي دلوبي پچه وګټله او راجستان ته يې د توپوهني بلنه ورکړه.

راجستان په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۶ لوبغاړو په سوځيدو ۱۹۲ منډي هدف وټاکی.

د راجستان لپاره پخواني لوبډلمشر اجينکا رهاني په ۶۳ توپونو سلیزه ووهله،سټيوسميت ۵۰ منډي او سټوارټ بني ۱۹ منډي وکړلې.

د ډهلي لپاره ایشانت شرما، اکسرپټيل او موريس يوه یوه وکيټه ترلاسه کړه،خو ربادا دوه لوبغاړي وسوځوله.

د راجستان د ۱۹۲ منډو هدف د ډهلي په وړاندي کاپي نه وو.

د ډهلي اوپنرانو ډير ښه پيل وکړ.

پريتوي شاو په ۳۹ توپونو ۴۳ او شيکر داون بيا په ۲۷ توپونو ۵۴ منډي وکړلې او لوبه يې راتلونکو لوبغاړو ته اسانه کړه.

د نوري لوبي زمه واري ريشب پنت په غاړه واخيسته، په ۳۶ توپونو يې ۷۸ منډي وکړلې او د اجينکا رهاني سلیزه يې په اوبو لاهو کړه.

د راجستان توپوهونکو کلکراني او پرنګ يوه یوه وکيټ ترلاسه کړه خو ګوپال بيا ۲ لوبغاړي وسوځوله.

ډهلي د ۴ وکيټو په مټ د شلم اوور په دويم توپ د راجستان هدف ته ځان ورسوی او لوبه يې وګټله.

ريشب پنت د لوبي غوره لوبغاړی سو.

هيره دي نه وي چي نن ماښام پر ۰۷:۰۰ بجې سنرایزرحيدراباد او چينای سوپرکينګز لوبه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.