سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په IPL کې به افغان لوبغاړي د غوره بالر او بیټسمین نښې (خولۍ) پرسر کړي؟!

اعلان

دا چې نن د ډېسمبر په ۱۸ مه نېټه د آې پي ایل بولي ترسره کېږي، پکې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل او مجیب الرحمن ځدران له وړاندې اخېستل شوي دي؛ خو نن به اته نور افغان لوبغاړي بولي ته وړاندې کېږي.

په دغو لوبغاړو کې شهزاد محمدي، ګلبدین نایب، شفیق الله شفق، سمیع الله شینواری، دولت ځدران حضرت الله ځاځی او نور لوبغاړي شامل دي.

راشدخان په ۲۰۱۷ م کال کې ښه توپ اچونه وکړه، له هغې وروسته په ۲۰۱۸ م کال کې یې توپ اچونه هم ښه وه او توپ وهنه یې هم د خلکو د خوښې وړ شوه.

مجیب ځدران چې تېر کال کېنګز ایلیون پنجاب سره ولوبېد، هم خورا ښه و، په ۷ لوبو کې یې ۱۱ وېکټې واخېستې، چې بیا د ټپ له امله په نورو لوبوکې ونه لوبېد.

د راشدخان صفتونه ډېری رسنیو هغه مهال لیکلي وو، کله یې چې د کلکتې خلاف خپله لوبډله بریالۍ کړه.

د مجیب ځدران صفت بیا ایم ایس ډوني وکړ، چې ډوني یې په سختو حالاتو کې لوړ شاټ ته پرېنښود او هغه یې بیا له همدې امله د توپ اچونې صفت کړی و.

محمدنبي عیسی خېل بیا افغانستان ته هر وخت ډاډ ورکوونکی الراونډر دی، چې د نړۍ په کچه ځلېدلی او دا لړۍ لا روانه ده.

سږ کال به درې واړه لوبغاړي پرتله کوو، چې په دوو لیګونو اسټرالیا بېګ باش او هندوستان سوداګریز لیګ کې څنګه لوبېږي.

راشدخان په بېګ باش لیګ کې د ۱۷ وېکټو په اخېستلو سره لومړی بالر و او لوبډلې یې اډیلایډ سټرایکرز اتلولي هم ګټلې وه او اوس له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.

د ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۸ م کال پورې د آی پي ایل غوره توپ اچوونکي:
په آی پي ایل کې د مخکښ توپ اچوونکي لپاره یوه نښه ده، چې هغې نښې ته پرپل یا الوچه یې کېپ یا خولۍ وایي، دغه خولۍ هغه بالر ته ورکول کېږي او ور په سر کېږي، چې لیډېنګ وېکټ ټېکر یا مخکښ وېکټ اخېستونکی وي.

دا خولۍ په ۲۰۰۸ م کال کې چې د آی پي ایل لومړی پړاو و له پاکستاني سهیل تنویر سره وه، هغه تر ټولو ډېرې وېکټې اخېستې وې.

پرپل کېپ په ۲۰۰۹ م کال کې له هندوستاني چټک توپ اچوونکي آر پي سېنګ سره وه.

۲۰۱۰ م کال کې الوچه یي خولۍ د پراګیان اوجا سره وه، دې هم د هندوستان توپ اچوونکی و.

په ۲۰۱۱ م کال کې د یارکر توپ اچونې پاچا سریلانکایي لسېت ملېنګا سره وه.

په ۲۰۱۲ م کال کې دا خولۍ د ډېرو وېکټو اخېستونکي بالر؛ افریقایي لوړ قدي بالر مورنی مورکل سره وه.

۲۰۱۳ م کال کې کېپ خولۍ بیا ویسټ انډیزي الراونډر ډوېن براوو اخېستې وه.

۲۰۱۴ م کال کې پرپل کېپ بیا هندوستاني موهېت شرما ترلاسه کړې وه.

۲۰۱۵ م کال کې یو ځل بیا ویسټ انډیزي ډوېن براوو واخېسته.

۲۰۱۶ م کال کې هندوستاني چټک بالر او د سوېنګ بال پاچا بونېشور کومار ترلاسه کړه.

۲۰۱۷ م کال کې دا خولۍ یو ځل بیا د هندوستاني بونېشور کومار په سر کېښودل شوه.

او په ۲۰۱۸ م کال کې دا خولۍ د اسټرالیایي چټک ښي لاسي توپ اچوونکي انډریو ټای په سر پاتې شوه.

پرپل کېپ یو ځل راشدخان د لنډې مودې پاره په سر کړی و، چې بیا ترې بل بالر مخکې شو او بېرته یې ترې پرپل کېپ واخېست.

۲۰۱۹ کال کې چې د آې پي ایل سیالیو دولسم پړاو پکې ترسره کېږي، یو ځل بیا مخکښ وېکټ اخېستونکی توپ اچوونکی دا خولۍ اخلي؛ خو دا چې دا بالر به د افغانستان وي او که د کوم بل هېواد اې پي ایل سیالیوته انتظار کوو.

دوهمه نښه:


دوهمه نښه چې د آې پي ایل غوره توپ وهونکي لپاره ده، هغه اورنج کېپ یا نارنجي خولۍ ده.

دا خولۍ د هغه چا په سر وي، چې په ټول ټورنمنټ کې له نورو توپ وهونکو څخه په منډو کې مخکې وي او زیاتې منډې یې کړې وي.

۲۰۰۸ م کال کې نارنجي خولۍ اسټرالیایي شوون مارش اخېستې وه.

۲۰۰۹ م کال کې اسټرالیایي متیوهېډن تر لاسه کړه.

۲۰۱۰ کال کې دغه خولۍ هندي سچېن ټېنډولکر واخېسته.

۲۰۱۱ م کال کې اورنج کېپ ویسټ انډیزي کرېس ګېل ترلاسه کړه.

په ۲۰۱۲ کې یو ځل بیا کرېس ګېل پر سرکړه.

۲۰۱۳ م کال کې اسټرالیایي مېچل هسي واخېسته.

په ۲۰۱۴ م کال کې هندي روبېن اوتاپا ترلاسه کړه.

۲۰۱۵ م کال کې ډېوېډ وارنر واخېسته.

۲۰۱۶ کال کې ویرات کولي.

۲۰۱۷ کال کې ډېوېډ وارنر او ۲۰۱۸ م کال کې نیوزیلېنډي کېن ویلیمسن دغه خولۍ په خپل سر اېښې وه.

اوس که شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځی په آې پي ایل کې واخېستل شي او وخت ورته ورکړل شي؛ نو لرې نه ده چې دغه خولۍ به دوی هم پر سر کړي او ریکارډ به جوړ کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې