سپورټ نړیوال کرکټ

هغه ننګونې چې ویل کیږي دا ځل به IPL ورسره مخ وي

د نومبر په ۱۷ مه نېټه د آې پي ایل لوبډلو له خوا د لوبغاړو د بیا اخېستلو یا رېټاین، د لوبغاړو د پرېښودو یا ریلیز کولو په اړه وروستي نوملړونه خپاره شول، په دغو نوملړونوکې ډېری لوبډلو ځېنې لوبغاړي اخېستل شوي او ځېنې لوبغاړي د لوبډلو له خوا لرې کړل شوي دي.

اوس د کرکټ ورزشي وېب پاڼې کرېک ټرېکر خبر خپور کړی او ویلي یې دي، چې په دې کې ځېنې پرېکړې ناسمې تمامېدای شي.
هسې هم ډېری لوبغاړي غواړي چې د می میاشت کې آې پي ایل پرېږدي او د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره تیاری ونیسي او له خپلو ملي لوبډلوسره به یو ځای کېږي.

په راتلونکي دولسم پړاو آې پي ایل کې لوبډلو د هغو لوبغاړو نوملړ د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې او آې پي ایل مشرانو ته سپارلی دی، چې په ۲۰۱۹ م کال کې یې لوبول غواړي.

د افغان بالر ظاهر خان په شمول ګڼ لوبغاړي له ای پي ایل لرې کړای شوي

چینای سوپرکېنګز لوبډلې درې لوبغاړي لرې کړي او رویال چلنجرز بنګلور لوبډلې بیا ۶ لوبغاړي لرې کړي دي. هرې لوبډلې له ۸ لوبغاړو نیولې تر لس لوبغاړو لرې کړي دي.

د ۲۰۱۹ م کال لپاره د لوبغاړو بولي یا اکشن د ۲۰۱۸ م کال د ډېسمبر په میاشت کې ترسره کېږي.
دا بولي به له ډېرو ننګونو سره مخ وي، دا ځکه چې له یوې خوا په هندوستان کې عمومي ټاکنې ترسره کېږي او له بل پلوه نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره ډېری مشهور لوبغاړي د خپلو لوبډلو په تمریناتو کې ګډون کوي او آې پي ایل به پرېږدي.

ایا سږ کال به آي پي ایل د تېرو کلونو په څېر ښکلی او جذاب وي؟
ډېری د کرکټ مبصرین او له آې پي ایل سیالیو سره بلد خلک دا نظر لري، چې سږ کال به آې پي ایل سیالۍ لکه د نورو کلونو په پرتله هومره خوندورې نه وي.
دا ځکه چې له نیمايي څخه ها اخوا زیاتره مشهور لوبغاړي آې پي ایل پرېږدي او خپلو لوبډلو سره یوځای کېږي.
بل پلو داسې ګنګوسې دي، چې سږ کال آې پي ایل به یا سهیلي افریقا کې ترسره کېږي او یا به هم عربي متحده اماراتوکې ترسره شي.
دا درې ستر علتونه دي، چې آې پي ایل به د تېرو کلونو په پرتله سږ کال شاید لږ څه پیکه وي.

هغه ناسمې پرېکړې، چې د لوبغاړو په پرېښودو کې شوي دي:
د لوبغاړو د بیا اخېستلو او پرېښودلو په پروسه کې ځېنو لوبډلې تېروتي دي. لومړۍ تېروتنه چې یادیږي د ویرات کولي د لوبډلې رویالز چېلېنجرز بنګلور ده، چې دې لوبډلې لومړی انګلستانی زبردست الراونډر کرېس ووکس لری کړی دی.

د انګلستان کرکټ بورډ په ډېری لوبو کې په ځوان الراونډر کرېس ووکس ملا تړي او په ډېرو لوبو کې یې د توپ وهنې او توپ اچونې برخه کې خپله وړتیا ښوولې ده.

ځوان الراونډر کرېس ووکس

اوس د آې پي ایل د لوبغاړو په نوملړکې هغه د بنګلور لوبډلې لرې کړی، چې ډېری کرکټ مبصرین وایي باید د بنګلور لوبډلې د هغه په اړه غور کړی وای.
کرېس ووکس ۲۹ کلن دی او تېرکال په آې پي ایل سیالیو کې په ۷ اعشاریه ۴ کروړه روپیو بنګلور اخېستی و.

د پنجاب لوبډلې له خوا لرې کړل شوي لوبغاړي:
کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې اسټرالیایي اېرون فېنچ، اکشر پټېل، موهېت شرما، یوراج سېنګ، برېنډرسرن، بېن ډوارشیوس، منوج تیواري، اکشډیپ نات، پراډيپ ساو، میانک ډګر او منظور ډر نه دي اخېستي او پرېښي یې دي.

ممبيي انډیئنز لوبډلې له خوا لرې کړل شوي لوبغاړي:.
ساوراب تېواري، پراډیپ سنګوان، مُحسِن خان، ایم ډي نېديش، شرد لومبا، تجېندر سېنګ، جی پي ډومني، پټ کمېنس، مستفیض الرحمن او اکېلا دننجایا.

راجستان رویالز له خوا لرې کړل شوي لوبغاړي:
ډارسي شارټ، بېن لفلېن، هېنرېچ کلاسېن، ډېن پټېرسن، افغان لوبغاړی ظاهرخان، دوشمنتا چمیرا، جایودوف اونادکت، انورېت سېنګ، انکېټ شرما او جاټېن سکسېنا.

سن رایزرز حېدراباد لوبډلې له خوا لرې شوي لوبغاړي:
سچېن بېبي، ټانمی اګروال، ریډیمن ساحا، کرېس جورډن، کارلوس برېتوېټ، الېکس هېلس، بېپول شرما او مهدي حسن.

چینای سوپرکېنګز لوبدلې له خوا درې لرې شوي لوبغاړي:
مارک ووډ، کنېشک سېت او شېټز شرما.

رویالز چېلېنجرز بنګلور لوبډلې له خوا لرې کړل شوي لوبغاړي:
برېنډن مکالم، کوري انډرسن، کاینټن ډیکاک، منديپ سېنګ، کرېس ووکس او سرفراز خان.

کلکتې لوبډلې له خوا لرې کړل شوي لوبغاړي:
مېچل سټارک، مېچل جانسن، ټام کورن، کېمرن ډېلپورټ، اېشنک جګي، وینی کومار، اپورف وانکاډی او جېون سیئرلز.

د ډیلي لوبډلې له خوا لرې کړل شوي لوبغاړي:
ګاتم ګمبیر، جېسن رای، جونیئر ډالا، لیام پلنکېټ، محمدشمي، سایان ګوش، ډانیل کرېسچېن، ګلېن مکسویل، ګورکیرات سېنګ من او نمن اوجا.

په پورته لرې کړل شویو لوبغاړو کې د مېچل سټارک، مېچل جانسن، برېنډن مکالم، کاینټن ډیکاک، کرېس ووکس، جېسن رای لرې کول ناسمې پرېکړې بلل شوې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې