سپورټ نړیوال کرکټ

آې پي ایل کې بله لانجه

اعلان

تاسې د آې پي ایل څلورمه لوبه کې د جاس بټلر د اوټ د پېښې شاهدان یاست او یاران کې مو د هغه اوټ په اړه ولوستل، چې ډېری غبرګونونه یې راپارولي وو.
خو تېره شپه د آې پي ایل په پنځمه لوبه کې د چینای او ډیلي لوبډلو ترمنځ دوهمه پاڼۍ کې د دوو لوبغاړو ستونزه راولاړه شوه، چې بیا لوبډلمشر منځګړی شو.

پېښه داسې وه، چې د ډیلي لوبډلې بالر اېشنټ شرما توپ اچونه وکړه، هغه اوپنر توپ وهونکی امبټي ریوډو اوټ کړ، له هغې وروسته یې دریم اوور کې ښه توپ اچونه پیل کړې وه، چې د اوور په اوږدو کې یې یو توپ وکړ او خورا ښه توپ و.

د ځېنې بالرانو عادت وي، کله چې بال مېس کړي په توپ وهونکي مخامخ ورځي او برګ، برګ ورګوري.

اېشنټ شرما هم دا عادت لري او پر توپ وهونکي مخامخ ورځي، دا چاره په کرکټ کې ښه نه وي، ځکه د توپ وهونکي غوسه راپاروي.

اېشنټ شرما او واټسن همداسې یوې چارې سره مخ شول، واټسن ښایي د خوش طبعۍ په وجه له شرما سره شوخي وکړه؛ نو اېشنټ شرما غوسه شو او په واټسن پسې یې قدمونه واخېستل، شرما په داسې حالت کې و، چې څېره یې له غوسې ډکه وه او انداز یې هم د قهر و؛ خو واټسن ورته خندل، له دې وروسته د ډیلي لوبډلې لوبډلمشر شیریاس ایئر راغی او اېشنټ شرما یې بیل کړ.

سربېره پر دې په وروستیو اورونو کې د افریقایي بالر کګېسو رباډا چې له ډیلي سره لوبېږي، له واټسن سره یو ځل بیا برخورد راغی، هغه واټسن ته د ننګونې په توګه څه خبره وکړه او واټسن ورته غوسه شو، چې بیا لوبڅار راغی دواړه یې جلا کړل.

واټسن ته ځکه د بالرانو غوسه راغله، چې بیګا یې ډېره خطري لوبه وکړه، شپږیزې او څلوریزې یې ووهلې؛ په ۲۶ توپونو ۴۴ منډې وکړې، چې درې شپږیزې او ۴ څلوریزې پکې شاملې وې.

واټسن د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

د آې پي ایل پنځمه لوبه
ډیلي پچه وګټله او توپ وهنه یې وکړه، دې لوبډلې په شل اورونوکې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې وکړې، شېکر دوان ۵۱ منډې جوړې کړې.

چینای لوبډلې دا هدف په شلم اوور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د واټسن د ۴۴ منډو پرمټ پوره کړ او ډیلي ته یې په ۶ وېکټو ماته ورکړه.

نن ماښام اووه بجې پنجاب له کلکتې سره په کلکته ښار کې لوبه کوي.

دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې ګټلي دي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی