سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

محمدنبي پرون ریکارډونه جوړ کړل

محمدنبي عیسی خېل د مارچ په ۳۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د راجیف ګاندي په لوبغالي کې د آې پي ایل سیالیو په ۱۱ مه لوبه کې د بنګلور خلاف خپل نوم د آې پي ایل په وېب پاڼه ۳ ځایونو کې ثبت کړ.

لومړی ریکارډ
په ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې تر دې دمه حېدراباد د لوړ ټارګېټ بنسټ کېښود ۲۳۲ منډې هدف په ۲۰۱۹ کال کې تر اوسه پورې لوړ هدف دی.

دوهم ریکارډ د اوپنر توپ وهونکو له خوا ۱۸۵ ملګرتیا وه، ګورو چې د دې ملګرتیا ریکارډ په ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې کومه لوبډله ماتوي.

دریم ریکارډ په یوه لوبه کې د دوو اوپنرانو له خوا د سلیزو جوړول دا د آې پي ایل په تاریخ کې لومړنی ریکارډ دی.

جاني بېرسټو په ۵۶ توپونو د ۱۹ بونډریانو په وسیله ۱۱۴ منډې وکړې او سږ کال آې پي ایل کې تر ټولو لوړې منډې دي.

ډېوېډ وارنر په ۵۵ توپونو د لس بونډریانو په مرسته ۱۰۰ منډې وکړې.

محمدنبي او ریکارډ یې
د آې پي ایل ۱۱ مه لوبه چې د حېدراباد ښار په راجیف ګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، محمدنبي په کې تر اوسه د ۲۰۱۹ کال غوره توپ اچونه وکړه.

هغه په ۴ اورونو کې ۱۱ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې واخېستې.

دا په ۲۰۱۹ م کال کې د غوره توپ اچونې ریکارډ شو او ښایي سږ کال آې پي ایل کې یې څوک په اسانۍ مات نه کړي.

دوهم ریکارډ د غوره ایکانومي یا په یو اوور کې د کمو منډو ورکول دي، محمدنبي عیسی خېل په ۲ اعشاریه ۷۵ ایکانومي توپ اچونه وکړه او په دې ډول یې د غوره توپ اچوونکو څېرې ځای د آې پي ایل په وېب پاڼه کې ونیو.

محمدنبي عیسی خېل د غوره توپ اچونې، غوره اوسط او غوره ایکانومي په ځایونو کې خپل نوم ثبت کړ او نوم یې هلته په وېب پاڼه کې ځلېږي.

نوموړی توانېدلی و، چې پنځمه وېکټ هم واخلي خو د جاني بېرسټو څخه په وېکټ ساتنه کې سټمپ مېس شو او پنځمه وېکټ یې خرابه کړه.

محمدنبي عیسی خېل په آې پي ایل کې پنځه ویشتم لوبغاړو شو، چې یوه لوبه کې ۴ وېکټې اخلي او په ۲۰۱۹ کال آې پي ایل کې بیا لومړی بالر شو.

محمدنبي د ۳۳ زره او ۳۳۷ ننداره کوونکو پر وړاندې دا ریکارډونه خپل کړل.

عیسی خېل یواځې په همدغې لوبه کې واخېستل شو او لوبېدل یې د ریکارډونو سرچینه شوه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی