سپورټ نړیوال کرکټ

د هند د کورني کرکټ لیګ( اۍ پي ایل) بولي، 60 لوبغاړي واخیستل شول، افغانان په کې شته؟

 

د ډېسمبر په ۱۸ مه نېټه د نړۍ ستر سوداګریز کرکټ لیګ لپاره د هندوستان په جېپور ښار کې بولي ترسره شوه.

په دغه لیګ کې له مخکنیو اخېستل شوو لوبغاړو پرته ۶۰ نور لوبغاړي واخېستل شول، دغې بولۍ ته په لومړیو کې ۱۰۰۳ هندي او نورو نړیوالو لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، بیا له دغو ۱۰۰۳ لوبغاړو څخه ۳۵۱ لوبغاړي شارټ لېسټ شول.

په ۱۰۰۳ لوبغاړوکې ۲۷ افغان لوبغاړي هم شامل وو؛ خو بیا په ۳۵۱ شارټ لېسټ لوبغاړوکې ۸ افغان لوبغاړي شامل شول، چې بولۍ ته به وړاندې شي؛ خو یوازې حضرت الله ځاځی، ظاهرخان او قېس احمد بولۍ ته وړاندې شول، چې هیڅ لوبډلې یې په اخېستلو کې دلچسپي ونه ښوده.

شهزاد محمدي، شفیق الله شفق، نجیب الله ځدران او نور افغان لوبغاړي هیڅ بولۍ ته وړاندې نه شول.

راشدخان په پخواني قېمت یعنې ۹ کروړه هندي کلدارو سن رایزرز حېدراباد واخېست، محمدنبي عیسی خېل په یو کروړ حېدراباد واخېست او مجیب ځدران په ۴ کروړه هندي کلدراو کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې سره یو ځای شو.

ولې افغان لوبغاړي وانخېستل شول؟

افغان لوبغاړي ځکه وانه خېستل شول، چې د نړۍ په کچه بهترین لوبغاړي هم دغه ليګ کې د لوبېدو فرصت پېدا نه کړ، ځکه یوازې شل بهرني لوبغاړي واخېستل شول او ۴۰ هندي لوبغاړي پکې وپېرل شول؛ نو ځکه افغان لوبغاړي هم د نورو نړیوالو لوبغاړو په څېر په بې پېره پاتې شول.

د آې پي ایل د ټولو لوبغاړو قېمت

سږ کال آې پي ایل کې د ټولو ۶۰ لوبغاړو په رانیولو یو ملیارد او ۶۸ ملیونه کلدارې لګښت راغی.

لوبډلې او لوبېدونکي لوبغاړي

حېدر اباد لوبډله

سن رایزرز حېدراباد لوبډله کې ډېوېډ وارنر، کېن ویلیمسن، بېزل تمپي، بونېشورکومار، ډيپک هوډا، منېش پانډی، نترنجن، ریکي بوی، سنديپ شرما، سېدرت کول، شریواټس ګوسوامي، خلیل احمد، یوسف پټان، بیلي سټنلیک، راشدخان، محمدنبي عیسی خېل او شکېب الحسن؛ دا هغه لوبغاړي دي چې مخکې له مخکې په لوبډله کې شامل وو.

اوسنۍ بولۍ کې اخېستل شوي لوبغاړي

جاني بېرسټو، ریډیمن ساحا او مارټېن ګوپټېل حېدراباد واخېستل.

انتقال شوي لوبغاړي

شېکردوان د ابېشک شرما، شهباز ندیم او ویجی شنکر سره بدل شو او ولېږدول شول.

ډیلي لوبډله کې شامل لوبغاړي

شیریاس ايئر، رېشاب پنټ، پریتوي شاو، امېت مېشرا، اوېش خان، هارشل پټېل، راهول تېواتیا، جایانټ یداف، منجوټ کرلا، کولېن منرو، کرېس مورېس، کګېسو رباډا، سندیپ لامېچانی او ټرېنټ بولټ رېټېن لوبغاړو کې دي.

هنوما وېهاري، اکسرپټېل، اېشنټ شرما، انکوش بېنز، ناتو سېنګ، کولېن اېنګرام، شرفېن رترفورډ، کیمو پال، جلاج سکینا او بنډارو ایاپا د ډیلي له خوا واخېستل شول.

شېکردوان ورته بیا حېدراباد لوبډلې څخه د لېږد پروسې یا ټرېډ له لارې راغی.

کېنګز ایلیون پنجاب لوبډله

کرېس ګېل، کی ایل راهول، انډریو ټای، میانک اګروال، انکېټ راجپوت، مجیب الرحمن ځدران، کارون نایر، ډېوېډ مېلر او اشوېن په رېټاین یا مخکې اخېستل شوو لوبغاړو کې دي.

بولۍ کې پېرل شوي لوبغاړي

پنجاب لوبډلې په روانه بولۍ کې ۱۳ لوبغاړي واخېستل، موېسېس هېنرېکېز، نېکولاس پوران، وارون چکر ورټي، سام کوران، محمدشمي، سرفراز خان، هارډوس وېلجوین، ارشدیپ سېنګ، درشن نلکنډی، پراب سېمرن سېنګ، اګني وېش ایاچي، هارپرېت برار او موروګن اشوېن د پنجاب لوبډلې وپېرل، ټوله لوبډله کې یې ۲۲ لوبغاړي شامل دي.

کلکته نایټ رایډرز

دېنېش کارتېک، روبېن اوتاپا، کرېس لیئن، انډري رسل، سونېل نرېن، شوبمن ګېل، پېئش چاوله، کولډيپ یداف، پراسېد کرېشنا، شېوم ماوي، نېتېش رانا، رینکو سېنګ او کاملېش نګرکوټي.

بولۍ کې اخېستل شوي لوبغاړي

کارلوس برېتوېټ، لوکي فرګوسن، انرېچ نارجي، نېکل نېک، هاري ګرني، یارا پرېتویراج، جو ډېنلي او شرېکنټ منډی.

چینای لوبډله

ایم ایس ډوني، سورېش رېنا، ډیپک چهر، کی ایم اصف، کرن شرما، دروف شوري، فاف ډوپلېسېس، مورلي ویجی، روېندرا جدیجا، سام بېلېنګز، مېچل سنټنر، ډېوېډ ویلي، ډوېن براوو، شېن واټسن، لُنګي اېنګېډي، عمران طاهر، کېدر جداف، امبټي ریوډو، هاربجن سېنګ، این جګډیسن، شاردول تاکو، مونو کومار او چېټانیا بېشنای رېټېن لوبغاړي دي.

اخېستل شوي لوبغاړي

موهېټ شرما او روټوراج ګېکواډ.

ممبيي انډیئنز لوبډله

روهېت شرما، هارډېک پانډیا، جسپرېت بومرا، کرونال پانډیا، اېشن کېشن، سوریا کومار یداف، میانک مرکنډی، راهول چهر، انوکول رای، سېدېش لاډ، ادېتیا ټېر، کاینټن ډیکاک، ایئن لیویس، کېرون پولارډ، بېن کټېنګ، مېچل مېک کلېنېګن، ادم مېلن او جېسن بېرېنډورف رېټېن لوبغاړي دي.

اخېستل شوي لوبغاړي

لېسېت ملېنګا، انمول پریت سېنګ، برېنډر سرن، پنکاج جېسوال، راسخ سلام او یوراج سېنګ.

کاینټن ډيکاک بیا له بنګلور لوبډلې یا آر سي بي څخه ممبيي لوبډلې ته ولېږدول شو.

راجستان رویالز لوبډله

اجېنکیا رهانی، کرېشناپا ګاوتم، سانجو سامسون، شیریاس ګوپل، اریامن بېرلا، ایس مېدن، پراشنټ چوپړا، سټورټ بیني، راهول ټېرېپاتي، بېن سټوکس، سټیف سمېت، جاس بټلر، جوفرا ارچر اېش سودي، دول کلکرني او ماهيپل لومرور رېټېن لوبغاړو کې دي.

بولۍ کې اخېستل شوي لوبغاړي

جایدوف اوناد کت، وارون ارون، اوشېن توماس، شاشنک سېنګ، لیام لېوېنسټون، شوبم راجانی، منن وورا، اشټن ټرنر او ریان پارارګ.

رویال چلېنجرز بنګلور لوبډله

ویرات کولي، ای بي ډ‌یویليئرس، پارتېف پټېل، یوز وېندرا چهل، ټېم سوتي، اومېش یداف، ناوديپ سېني، کولوانټ کېجرولیا، واشېنګټن سنډر، پاون نېګي، نتن کولټرنایل، معین علي، محمد سراج او کولېن ډي ګرېنډهوم رېټېن لوبغاړي دي.

بولۍ کې اخېستل شوي لوبغاړي

شېمرن هېټ مایر، ډېفډټ پاډیکل، شېوم ډب، هېنرېچ کلاسېن، ګورکیرات سېنګ، همت سېنګ او پرایاس ری برمن.

منديپ سېنګ مخکې په آر سي بي لوبډله کې لوبېده؛ خو اوس له مارکس سټاینېس سره تبدیل شو او کېنګز ایلیون پنجاب لوبډله ته ولاړ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې