سپورټ نړیوال کرکټ

دغه درې لوبغاړي ښایي IPL کې وانخیستل شي

د ډېسمبر په ۱۸ مه نېټه آی پي ایل بولي ده، یعنې یواځې دوه ورځې پاتې دي؛ خو د دې لوبغاړو برخلیک پکې ځوړند حالت کې دی.

۲۰۱۹ کال آی پي ایل د مارچ په میاشت کې پېلېږي او ځېنې لوبډلې لا په نومبر میاشت کې ځېنې لوبغاړي له لېست څخه ایستلي او ځېنې یې په لېستونو کې بېرته شامل کړي دي، چې په دغو لېستونو کې راشدخان، محمدنبي او مجیب الرحمن ځدران خپلو تېرو لوبډلو بېرته اخېستي دي.

دا د ای پي ایل دولسم پړاو دی.

شا او خوا ۷۵ لوبغاړي اخېستل کېږي، چې ۳۴۶ لوبغاړي پکې بولۍ ته وړاندې کېږي. په دغو لوبغاړو کې اته افغان لوبغاړي هم شامل دي.
خو د دغو ۳۴۶ لوبغاړو په منځ کې د درې لوبغاړو د ګډون برخلیک په شک کې دی:

لېسېت ملېنګا:


لېسېت ملېنګا د سریلانکا بهترین توپ اچوونکی دی، چې د یارکر توپ اچونې پاچا بلل کېږي.

نوموړی په ۲۰۱۷ م کال کې په ۲ کروړه هندي کلدارو ممبيي لوبډلې اخېستې و او له ډېر وخت راهیسي په آی پي ایل سیالیوکې له ممبيي لوبډلې سره لوبېده.

۲۰۱۸ م کال کې د ممبيي لوبډلې د روزنې په برخه کې ګومارل شوی و؛ سږ کال به د خپلې ناسمې روغتیا له امله په ای پي ایل کې وانه اخېستل شي.

که څه هم ملېنګا په ۲۰۱۸ اسیا جام سیالیو کې د سریلانکا لپاره خورا ښه توپ اچونه وکړه؛ خو بیا هم روغتیا یا فېټنېس یې ډېر ښه نه دی او له همدې امله به سږ کال په آې پي ایل کې ونه پېرل شي.

جایودوف اوناد کت:


دی د هندوستان کيڼ لاسی چټک بالر دی، چې چېنج بالونوکې ښه مهارت لري، تېر کې په پونه سوپرجاینټس لوبډله کې لوبېدلی و، خو دا تېرکال راجستان رویالز لوبډلې په ۱ اعشاریه پنځه کروړه روپیو پېرل شوی و.
تېرکال یې په ۱۵ لوبو کې ۱۱ وېکټې اخېستې وې.

دریم لوبغاړی ریډیمن ساحا:


ریډیمن ساحا د هندۍ لوبډلې توپ وهونکی و، چې په یوه لوبه کې د رانجي ټرافي لوبو پرمهال په ۲۰ توپونو سلیزه وکړه.

له هغې وروسته بیا د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې واخېست، نوموړی په یو کروړ پېسو اخېستل شوی و.
خو په یوه لوبه کې یې هم ښه توپ وهنه ونه کړه او ښایي سږ کال پرته له اخېستلو پاتې شي.

باید وویل شي چې ۲۰۱۸ کال آې پي ایل چینای سوپرکېنګز لوبډلې وګاټه او ۲۰۱۹ م کال کې به له اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې