سپورټ نړیوال کرکټ

د IPL د لومړۍ لوبې څېرې

آې پي ایل کې له لومړۍ لوبې د لوړ سټرایک رېټ، پرپل کېپ، اورنج کېپ، د ایوارډ او نورو برخو لوبغاړي معلومېږي او معلومات یې په وېب پاڼه کې ثبتېږي.

پرون د دې سیالیو لومړۍ لوبه وشوه او په دغې لوبه کې د بنګلور او او چینای لوبډلو ځېنې لوبغاړي بریالي وو.

آې پي ایل د ۲۰۱۹ کال لیډرز په نامه یو اپشن لري په دې برخه کې هغه لوبغاړي راخېستل کېږي، چې ښه کار کرده ګي یې کړې وي.

په دې لوبغاړو کې دوه هغه یې درې، درې ځلې راغلي دي.

لومړی لوبغاړی چې نوم یې ذکر شوی هغه پارتېف پټېل دی، پارتېف پټېل د بنګلور لوبډلې کیڼ لاسي اوپنر او وېکټ ساتونکی دی، پرونۍ لوبه کې هغه تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

هغه ۲۹ منډې جوړې کړې او ۳۵ توپونه یې ولوبول دی په لومړۍ لوبه کې تر ټولو مخکښ منډې جوړوونکی توپ وهونکی شو او اورنج کېپ یا د زیاتو منډو جوړولو خولۍ پر سر کړه.

سټرایک رېټ یې هم لوړ و، د ده دریم سټرایک رېټ و، ۸۲ اعشاریه ۸۶ سټرایک رېټ باندې ولوبېد.

د پټېل نوم د اورنج کېپ، غوره سټرایک رېټ او د لوبې د لوړو منډو جوړولو په جدول کې درې ځایه ذکر شوی دی.

عمران طاهر
عمران طاهر چې د سهیلي افریقا لېګ برېک بالر دی، د زیاتو وېکټو اخېستونکي بالر خولۍ یا پرپل کېپ یې واخېست، د لوبې د غوره بالر نوم یې هم وګاټه او د لوبې د زیات غوره لوبغاړي نوم یې هم خپل کړ.

هغه په ۴ اورونو کې یو اوور مېډن کړ، ۹ منډې یې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخېستې.

له ده سره په خوا کې هاربجن سېنګ هم څلور اورونو کې شل منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخېستې.
خو ایکانومي د عمران طاهر بیخي ښه وه.

ولې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هاربجن واخېسته؟
تاسې زمونږ پوښتنې کړې وې او یا به درسره دا پوښتنه وي، چې عمران طاهر درې وېکټې واخېستې او ۹ منډې یې ورکړې؛ خو بیا هم د لوبې غوره لوبغاړی ونه پېژندل شو.

علت یې دا دی، چې هاربجن سېنګ کلیدي لوبغاړي او د آر سي بي د توپ وهنې خښتې ونړولې او له لومړي سره یې بنګلور لوبډله رانیوله.

ویرات کولي یې په ۶ منډو وسوځاوه، معین یې په ۹ منډو کېچ کړ او ای بي ډیویليئرس یې په ۹ منډو له مېدانه بیرون کړ، ویرات کولي او ډیویلیرس د بنګلور لوبډلې ستنې دي او هغه سېنګ ونړولې.

عمران طاهر بیا وروستي کمزوري لوبغاړي وسوځول، شېوم ډوبی، نافدیپ سېني او چهل چې درې واړه بالران دي.
نو ستر علت همدا و، چې هاربجن سېنګ د لوبې غوره لوبغاړی شو.

څلوریزې او شپږیزې
د آې پي ایل لومړۍ لوبه کې معین یوه شپږیزه وهلې او سورېش رېنا بیا درې څلوریزې وهلي او د دواړو نومونه د موسټ سېکسېز یا شپږیزو او څلوریزو وهونکو لوبغاړو په لېست کې راغلي دي.

غوره ایکانومي بیا د چهل ده، هغه په ۱ اعشاریه ۵۰ ایکانومي توپ اچوونه وکړه او تر ټولو یې زیات بالونه هم په توپ وهونکو ډاټ کړل، هغه په ۴ توپونو کې ۱۸ توپونو پرته له منډو تېر کړل او یواځې ترې په ۶ توپونو منډې راغلې.

چهل په ۴ اورونو کې ۶ منډې ورکړې او یوه یې وېکټ واخېسته. نن ګورو چې راشدخان څنګه لوبېږي او کوم ریکارډ خپلوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی