لوبې

IPL: هغه توپوهونکي چې په وروستي بال یې شیږیزه وهلې او لوبه یې ګټلې

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

IPL د نړۍ د ترټولوغوره او ډېر مينوال درلودونکی ليګ دی او هر کله يې مينوال او د کرکټ خوښوونکي د راتلو انتظارباسي. د ليوالتيا کچه د نړۍ په سطحه ورته احساسيږي.

د هندوستان دغه ليګ يوله هغو سترو لېګونو څخه دی چې په لوبغاړو او لوبو ډيرې زياتي پيسې مصرفوي، اوس ددې لوبو د پيلېدو يوولسم پړاو ته ډېر لږ وخت پاتي دی.

راځئ تاسو هم په دې خبر شئ چې په دې لوبو کې وروستی توپ په شپږيزه بدلول او په همدې وروستي توپ په حيرانونکي توګه لوبه ګټل د چا له لوري شويدي؟

۱ـ روهيت شرما (په ۲۰۰۹ زکال کې ممبی انډيان د کلکتې نايټ رايډرز پر وړاندې)

مشرفي مرتضا د کلکتې نايټ رايډرز د لوبي وروستي اوور د ۲۱ پاتو منډو ددفاع لپاره راغلی وو، په سټرایک ورته د ډېسن چارجر لوبډلي لوبغاړی روهيت شرما ولاړ وو، اوور په نوبال پيل شو، روهيت دغه بال خورا ښه استعمال کړ او د بونډرۍ په لوري يې ولیږه، ورپسې يې دوی چټکې منډې جوړې کړې.

مشرفي مرتضا ترسخت پريشر لاندې راغلی وو، فول ټاس توپ يې استعمال کړ او په دې توپ سره يې د سلومترو په اندازه شپږيزه راغله، د يوې بلي بونډرۍ او دوو منډو په ترسره کولو لوبه په يو توپ يوې منډي ته راورسېدله، روهيت شرما بېټ په خورا خوند سره تر توپ لاندې کړ او يوه اسمانڅکه شپږيزه يې ترسره کړه او د خپلي لوبډلې لپاره يې حيرانوونکې بريا ورنصيب کړل.

۲ـ روهيت شرما (په ۲۰۱۱ز کال کي ممبی انډيان د پونې په وړاندي)

يوځل بيا روهيت شرما وشول کولی چې بريا په وروستي بال د ممبی انډيان په نوم کړي.

د ممبی انډيان لوبغاړي د ۱۱۹ منډو د پوره کولو لپاره لوبغالي ته راکښته شول، د لوبې شروع ډېره بې خونده وه، خو وروسته يې لوبه بيرته په خپل لاس کي واخيسته.

د لوبي وروستي اوور ته مورالي کارتيک د پنځو پاتو منډو ددفاع لپاره راغلی وو، اوور يې ډېرښه پيل کړ، وروستي دوو توپونو باندي يوازې دوو منډو ته اړتيا وه، سايمونډ يوازې يوه منډه ترسره کړه او سټرايک يې روهيت شرما ته پرېښود، په دې لوبه کي ډيري کمي شپږیزي وهل شوي وې خو روهيت په وروستي توپ د شپږيزي هڅه وکړه، زړونه دربېدل، د نندارچيانو احساسات راپاريدلي ول، توپ ډېر لوړ تللی وو، هيڅ چا دا پرېکړه نشوای کولای چي دا توپ به دڅه ډول برخليک سره مخ شي، خو د روهيت دا هڅه بريالۍ شوه او خپله لوبډله ممبی انډيان يې بريا ته په وروستي توپ شپيږیزې سره ورسوله.

۳ـ امباټي رايدو(په ۲۰۱۱ز کال کي ممبی انډيان د کلکتې پر وړاندي)

دا د څلورو غوره لوبډلو د ټاکل کېدو لپاره وروستۍ لوبه وه، که لوبه کلکته وګټي د نوملړ دويم ځای خپلوي.

کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې ممبی انډيان ته ۱۷۶ هدف وټاکه.

د لوبي پيل او جريان د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې لپاره ډېر ښه وو، او هرڅه په ايډين ګارډين لوبغالي کې ددوی په واک ول.

وروستي اوور کې ممبی انډين لوبډلې ۲۱ منډو ته اړتيا درلوده، د کلکتې لوبډلمشر ګاتم ګمبير لپاره يوازي يو لوبغاړی دباور لپاره پاتي وو، تر څو وروستي اوور ته يې وټاکي.

لکشميپاتي بالاجي توپ په لاسه کې واخيست، خو په څلورو پرلپسې توپونو يې څلور پرلپسې څلورزې جيمز فرانکلين ته ډالۍ کړې، فرانکلين په پنځم توپ يوازې يوه منډه ترسره کړه، سټرايک او مسوليت يې يوازې امباټيا رايدو ته وسپارلو.

اډين ګارډين ټول چپ او خاموش وو، يوازې يوتوپ پاتي وو او څلورو منډو ته اړتيا وه، د رايدو ټول تمرکز د بالاجي د توپ په استعمال سره وو، بالاجي پول ټاس توپ ترسره کړ او رايدو په پوره تخنيک او امکاناتو توپ د سکوارلېګ په لورې د شپږو منډو لپاره ولوبولو او بريا د ممبی انډيان لوبډلې په برخه شوه.

کلکته نايټ رايډرز لوبډله د څلورو غوره لوبډلو نوملړ ته پورته شوه، خو ددې لوبې په بايللو سره يې ونشوای کولای چې په دې ځل دوه غوره لوبډلو ته ولاړه شي.

۴ـ ساورب تيواري(په ۲۰۱۲ز کال کي RCB د پونې په وړاندي)

۲۰۱۲ز کال د رويال چلينجر بنګلور لوبډلي لپاره تقريباً ښه کال وو.

بنګلور لوبډله د پونې لوبډلې  ۱۸۳ منډو لوړ هدف ته وېرېدلې او تر فشار لاندې ښکارېده.

عاشق ډينډا په نولسم اوور کې يوازې ۷ منډي ورکړې او وروستي اوور ته يې ۲۱ منډي پرېښودلې، سټرايک ته اي بي ډيويلرز د تيواري په ملګرتيا ولاړ وو.

د اشيش نيحرا په لومړي توپ تيواري په يوې منډي سره سټرايک اې بي ته وسپاره.

اې بي ډيويلرز وښودله چې دی ولې دومره مينوال لري. د نيحرا په دويم توپ يې څلوريزه ترلاسه کړه او ورسره دوه پرلپسې سترې شپږيزي يې هم ووهلې، وروستي دوه توپونه پاتې شول او څلورو منډو ته اړتيا وه، چي اې بي سټرايک تيواري ته وسپارلو.

تيواري د لوبي په وروستي توپ د لانګ ان په لور لوړه شپږيزه ترسره کړل او لوبه رويال چلنجر بنګلور وګټله.

۵ـ ډواين براوو( په ۲۰۱۲ز کال کي چينای سوپرکينګ د کلکتې په وړاندي)

۲۰۱۲ز کال د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې د جوش او خروش کال وو.

کلکتې د يوې ښې لوبې کولو وروسته چينای سوپرکينګ لوبډلې ته د ۱۵۹ منډو هدف ورکړ.

د کلکتې توپوهونکو په ښه ډول لوبه روانه کړې وه، خو وروستي شپږو توپونو باندي چينای سوپرکينګ لوبډلې ۹ منډو ته اړتيا درلوده، ډهوني په يوې منډي سره بيرته د پويلين په لور حرکت وکړ او د نندارچي په حيث کښېناست.

د لوبي ختموونکي تر سوځولو وروسته راجا باټيا بيرته لوبي ته روح ورکړ او په دريو پرلپسې توپونو يې درې منډي ورکړلې، دلته چينای يو بريد او يرغل ته اړتيا درلوده، ځکه يوازې يو توپ پاتې وو او پوره پنځو منډو ته اړتيا وه، خو يو څوک وو چې بايد باور پرې وشي او د مينوالو هيلې بيرته را ژوندۍ کړي.

باټيا ورو خو قول ټاس توپ دا ډواين براوو په وړاندي ترسره کړ، براوو په پوره طاقت سره توپ د لانګ ان په لور په تېز سرعت او لوړي شپږيزي سره ونازوه، دې شپږيزي بيرته په IPL کي چينای سوپرکينګ لوبډلي ته د ژوند او حرکت موقع ورکړه.

همدا دوه لوبډلې يو ځل بيا په پايلوبه کې سره مخ شولې، چې په همدې ۲۰۱۲ز کال، کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې په لومړي ځل IPL په خپل نوم کړ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.