ساینس او ټیکنالوژي

ایفون خپله لسمه کالیزه بازار ته د یو ځانګړي ټیلفون په وړاندې کولو لمانځي

 

اپل کمپنۍ د ایفون ټیلفون د رامنځ ته کولو د لسمې کلیزې په مناسبت یو نوی ټیلفون بازار ته وړاندې کوي چې ګومان کیږي تر ټولو په پرمختللي ټیکنالوژۍ او سهولتونو به سنبال وي.

د راپورونو له مخې اپل شرکت ښايي د خپلې لسمې کلیزې په مناسبت د ایفون درې نوې بڼې بازار ته وړاندې کړي. رسنیو ته د لیک شویو معلومات له مخې اپل شرکت خپل نوې ایفونونه د ایفون ۸، ایفون اته پلز او ایفون ایکس ( iPhone X ) په نومونو خپروي.

تمه کیږي چې د اپل کمپني به د راتلونکې سې شنبې په ورځ له نویو جوړو شویو ایفون بڼو په رسمي توګه پرده پورته کړي.

ایفون ایکس ( iPhone X ) به تر ټولو پرمختللي اپشنونه ولري، سکرین( هندارې) به یې یو مخ سر ترپایه نیولی وی او خپل څښتن به له څیرې پيژندل شي. ویل کیږي چې ددې ایفون لرونکی به سکرین ته په کتو خپل ټیلفون پرانیستلی ( انلاک کولای شي). همدارنګه به وایرلس( بې لاینه) چارجر او وایرلس یا بې لاینه هیډفون هم ولري.

ویل کیږي چې د ایفون ایکس بیه به په لومړیو کې تر زرو امریکايي ډالرو پورته وي، او ښايي تر ډیره وخته همداسې لوړه پاتې شي.

دا لومړی ځل دی چې اپل شرکت د ایفون یوه بڼه د شمیرې پر ځای په انګریزي توري ( ایکس) نوموي.

داسې انتقادونه هم شته ایفون په خپلې نوې بڼه کې د سمارټ فون د بل سیستم اڼدریوډ څخه ډیر اپشنونه کاپي کړي دي.

د اپل امریکا کمپنۍ اینجنرانو په ۲۰۰۵ کال کې د سټیف جابز په سپارښتنه د اۍ پیډ او بیا ټابلیټ د کوچني کولو پر یوه پروژه کار پیل کړ چې بالاخره په اۍ فون تمام شو. اۍ فون دا مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ خلک کاروي او دا مهال شا او خوا دوه میلونه اپلیکشنونه لري.

 

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */