ساینس او ټیکنالوژي

په ایفون کې د ایراني اپلېکشن کارول بندیږي

اپل شرکت غواړي، نور په ایفون کې د هغه اپلېکېشنونو نصب لغوه کړي، چې د ایرانیانو له خوا جوړېږي او یا هم په ګوګل یا فېسبوک د کاروونکو مخې ته راځي.

که داسې وشي،ډېری ایراني شرکتونه، وېبپاڼې او هغه کسان چې دغه اپلېکېشنونه جوړوي، له ستونزو سره مخ شي.

اپل شرکت له دې وړاندې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو او شرکتونو ته اجازه ورکوله، چې مجاز اپلېکېشنونه جوړي کړي، له دوی سره یې ثبت کړي او خلک ترې ګټه واخلي، خو اوس یې تازه ویلي چې له دې وروسته به هغو اپلېکېشنونو ته د کار اجازه ورنه کړي چې په ایران کې جوړ شوي او د ګوګل یا فېسبوک پر پاڼه یې کاروونکو ته په مخه راځي.

که څه هم اپل خپله اپسټور لري، خو د ایفون کاروونکي کولی شي له فېسبوک او ګوګل څخه هم ځینې اپلېکېشنونه ډانلوډ کړي او ویې کاروي.

اپل شرکت هڅه کوي چې له دې وروسته یې کاروونکي یوازې او یوازې خپله د اپل شرکت اړوند له اپسټور څخه راجستر شوي اپلېکېشنونه ډانلوډ او ګټه ترې واخلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.