ژوند بڼه کورنی ژوند

د نارینه وو ژر انزالېدل د اکثرو خلکو یو پټه غم او جنګ

د شرف الدین عظیمي لیکنه

زما په مراجعینو کې ډېر کم شمېر نارینه دا ویلی شي چې ژر نه انزالېږي او زما په خیال چې د مورد د ډېری کورنیو د کورنیو او جنسي ستونزو لامل ګرځېدلی او په یوه پټ جنګ بدل شوی او له ګډو جوړو ورځ تر بلې قرباني اخلی.

د ځینو څېړنو له مخې په هرو ۵ نارینه وو کې ۴ نارینه په دې ګډوډۍ اخته دي او دا ستونزه له ۲۵ کلونو پیل بیا تر ۳۵ کلونو نرانو کې ډېره لیدل کیږي له همدې امله په لسګونو کمپنۍ سپرې او درمل جوړ کړي او خپل بازار یې په خلکو ګرم ساتلی چې نه یوازې ګټه نه کوي بلکې زیانونه هم لري او ډېر نارینه یې نا امیده کړي.

ښکاره ده چې د ژر انزالېدو په اړوند به مو په ذهن کې بېلابېلې پوښتنې راګرځيدلي وي، دا یوه اروايي ګډوډي ده، چې له امله یې اخته شخص له درې دقیقو او ۱۱ ځله څخه په کم مهال، او یا له داخېلولو سره سم انزالیږي او په ذهن یې ډېر بد تاثیر او اغېز کولی شي.

د پام وړ مسله داده چې څنګه کولی شو له ژر انزالېدنې څخه خلاص شو په همدې موخه لومړی باید له یوه یورلوژیست سره خبرې وشي ځکه چې یو لامل یې جسمي هم کیدای شي ښایي کومه هورموني ستونزه ولرو که مو احیاناً کومه هورموني ستونزه نه لرله نو فوراً ارواپوه ته مراجعه وکړئ.

بل لامل یې ښایي اروایي وي له بدلمنو ښځو سره جنسي اړیکي، جنسي ځوريدنه، خود ارضایي یا ځان خلاصونه، چې دا هرڅه له وېرې سره مل وي یعني مغز دا منلې چې یو وخت دې له اضطراب ډکې جنسي درلودې چې له امله یې وروسته په مشروع اړیکو کې هم اضطراب پیدا کیږي او انسان ژر انزالیږي او بایده ده چې له دې کړنو مخنیوی وشي دا خبره ځکه کوم چې څو ورستي کلونه ځیني افغان نارینه ډېرې موازي اړیکي ساتي.

په نویو واده شويو نارینه وو کې تر شپږ میاشتو عادي ده خو ژر یې باید غم وخوړل شي، په نورمال ډول نارینه له ۵ تر ۱۰ دقیقو انزال یا خلاصېدای شي، مېرمنې په نورمال ډول ۲۰ تر ۳۰ دقیقو وخت او اړیکي ته اړتیا لري تر څو ارضا شي په دې مرحله کې د مېرمنو د انزال په خاطر لمس، مینه ناکې لوبې، او ښکلول ډېره مرسته کولی شي.

بله مسله د نرانو جنسي اړخ دی، نارینه له جنسي اړخه فعال دي چې باید له عاطفي اړخه هم فعاله شي یاني باید د مېرمنو په شان عاطفي کړنې هم سرته ورسوي تر څو یې د ژر انزالېدو ستونزه په تدریج سره له مینځه لاړه شي همدارنګه نارینه باید خپلې هغه ناروغۍ ورغوي چې جنسي لېوالتیاوې یې له میننځه وړي لکه په نارینه وو کې د شکر او په مېرمنو کې د جاغور ناروغۍ.

خاوند سره باید مرسته وشي، ډېری افغان مېرمنې د شرم، حیا، ناپوهۍ او هغې زده کړې له مخې چې ورکړل شوې له خاوند سره مرسته نه کوي او نه ورته وایي چې زه په ځنډ خلاصېږم، ته ژر خلاصېږې، زه وخت ته اړتیا لرم، ته باید ماته وخت راکړې، ته باید له جنسي اړیکو وړاندې مینه ناکې لوبې سرته ورسوې او ډېری له هغو تمثیل کوي او خپل خاوند ته وایي زه خلاصه شوم زه ارضا شوم چې دا هر څه په ژر انزالېدو کې خپل رول لري او په اوږد مهال دواړه سړوي.

بله ستونزه په جنسي اړیکو کې نظم دی، ډېری کسان خپلو جنسي اړیکو ته مهالوېش جوړوي یاني خپلې اړیکې د جمعې، یک شنبې یا دو شنبې شپې ته پریږدي چې عموماً دا چاره په نارینه وو کې د ژر انزلېدو لامل ګرځي جنسي اړیکه یوه خود جوشه کړنه ده چې باید هماغه د تحریک او غوښتنې وخت یې په نظر کې ونیول شي نه مهالویش او جنتري.

په رڼا کې جنسي اړیکي هم ژر انزالېدل رامینځته کوي یانې د ورځې یا د شپې له لوري د ګروپ رڼا ته چې کله جنسي اړیکي سرته رسیږي خاوند د مېرمنې بدن ګوري او په دې سره ډېر تحریک او ژر انزالیږي او دا چاره د د دې ستونزې تر حله وځنډول شي.

ژوره ساه یانې په ګېډه او جنسي آله فشار راوړل، په دمه دمه داخلول، خپل جنسي فکر بل لوري ته کول هم ددې ستونزې په درملنه کې مرسته کوي.

هغه پوزیشن چې تاسو ژر انزالوي په هغه پوزیشن یا حالت اړیکه مه نیسی برسېره پر دې هغه پوزېشن وکاروئ چې په هغه کې ژر انزال نه شئ او په بدلولو رابدلولو همداسې مخته ولاړ شئ.

‌د ډبلو او وخت ډېروونکو کانډومونو څخه ګټه واخلئ آن که کانډومونه سر په سر هم وکارول شي مرسته کوونکي تمامیږي او دا یوه روسي درملنه ده چې بریالۍ واقع شوې.

که هڅه وشي چې په خونه، دروازه، کړکۍ او په امن ځای کې جنسي اړیکي ونیول شی هم ژر انزال ستونزه حل کیدای شي.

وروستی مورد چې غواړم یادونه ورته وکړم هغه په یخو اوبو د جنسي الې لمدول او د خپلې جنسې الې لمس کول دي چې له امله یې د جنسي تحریک کچه راکښته کیږي او ژر انزالېدل له مینځه ځي.

په همدې اړوند ويډیو کې نور تفصیل هم ووینئ او واورئ

پایله: کولی شو ووایو چې په جنسي اریکو کې ژر انزالېدل جنسي – اروایي ګډوډي ده که یې بابېزه وګڼو نو ورځ په ورځ به د ډېرېدو په لور ولاړه شي چې هم به موږ او هم به زموږ ګډ ژوند کمرنګه او ګډوډ کړي مېرمن به مو ټول عمر ځوریږي او تر عذاب لاندې به وي نو ښه دا ده چې هر څومره ژر دا ستونزه حل کړو تر څو یو خوښ او خوشاله جنسي ژوند ولرو.
د لیکنې په اړوند مو نظر څه دی؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شرف الدین عظیمي - اروا پوه او د پوهنتون استاد

شرف الدین عظمي، اروپوه، د پوهنتون استاد او لیکوال دی چې په رواني مسلو سربیره په بېلابیلو موضوعاتو لیکنې کوي .